Suicide bombers storm traffic police HQ in Kabul:Suicide bombers storm traffic police HQ in Kabul KABUL (PAN) A group of suicide bombers stormed the Kabul Traffic Police Headquarters where heavy gunfire was heard early Monday morning , a police officer said. The militants sneaked into the compound in the Deh Mazang locality of Kabul at 5.30am, entering a gunbattle with security personnel, the deputy police chief, Daud Amini, told Pajhwok Afghan News. He said two of the attackers were killed by Afghan National Police (ANP) while the rest were trading fire security forces inside the compound, he added. As usual, The Taliban claimed responsibility for the attack. The group's spokesman, Zabihullah Mujahid, said the target was American training centresinside the compound. Many security personnel were killed, he added. Witness Rahmatullah said five heavy explosions and gunfire had been heard so far. A resident of the area, Mohammad Erfan, said he heard gunshots and a heavy explosion 30 minutes later of the firings. The area was cordoned off by security personnel and the quack reaction forces and Afghan Special Forces are fighting terrorists in the area. Kabul Crime Branch chief Brig. Gen. Abdul Zahir said a traffic policeman was among six people injured in the clash. The wounded were taken to hospitals. The building is located near the border police headquarters. .

د افغانستان واکمنان

ميرويس خان هوتک
حاجي ميرويس خان هوتک(۱۶۷۳- ۱۷۱۵زېږدي) (په انګرېزيد شاه عالمخان هوتک او د نازوتوخۍ نامتو زوی و. د افغانستان ستر مبارز ، مدبره مشر چې افغانان ېې د ښه مشرتابه له کبله نيکه هم ګڼي د شاه عالم خان هوتک زوی ، دکرم خان هوتک لمسئ ، په کال۱۶۷۳ زېږيز کې ، کندهار کې سترګې روڼې کړې. دی په خټه هوتک و چي دغرزيو دټبر يوه ستره پښه ګڼل کېږي . ددې ټبر ډېری وګړي په کلات، هرات او کندهار کې مېشت دي.
کينډۍ:صاف دميرويس نيکه مور يوه غيرتمنه اتله يادېږي. د دغې غير تمنې ښځې نوم نازو توخۍ وه ، چي د سلطان ملخي توخي لور وه. (توخي هم دغرزيو له پښته يوښاخ دی. ددې پښت ډېره برخه وګړي په زابل کې مېشت دي . دميرويس خان هوتک درې وروڼه وه ، هر يو ېې عبدالعزيز خان هوتک ، عبدالقادر خان هوتک او يحيی خان هوتک نومېدل . همدا راز ميرويس خان هوتک دجعفرخان ابدالي دپتمني لورسره چي خانزاده نومېده واده کړی و. د ژوند په ۴۲ تم کال (۲۵ ډسمبر ۱۷۱۵ زېږيز چې د ۲۸ ذوالحجه ۱۱۲۷ سپوږميز سره سمون لري په کندهار کې له دې فاني نړۍ څخه وکوچېد .
د ميروېس خان هوتک پلار په دغه وخت کې د غرزيو د توکم لارښود مشر واوله پوپلزيو سره د خپلوۍ له کبله گنې ابدالی هم بلل کېده. ميرويس په خپلو سترگو او له ډېر نږدې پر خپلو هېوادوالو د بهرني حکومت توپير پالنه لېدله. اوهم يې د سوداگرۍ د کسب له لارې ليدل چې په څه ډول د کندهارد بې سر او پای سوداگريزې پانگې گټه بهرنيو جېبونوته ورتلله. همداشان هغه لېدل چې په کندهار کې پراته ۳۰ زره بهرني سرتېري بايد د دغه ځای د وگړو د خولو له شامته ماړه شي چې د نورو د ټکولو لپاره ښه تکړه اوسي او هم دې د ايراني پارس واکمنو د توپيرپالنې د بډيايۍ يا تکبر دروند پېټی هم پر اوږو يوسي. له دې امله مېرويس خان د توکم د خورو ورو ځواکونو يووالي ته لستوڼي را بډ وهل. بهرنۍ واکمني يې ړنگه او ملت يې د پرديو له مرييتوبه و ژغوره . د توکمونو خانانو لا له مخکې څخه هغه پېژانده او مېرويس يې په خپلو ډلو کې د ځان په څېر يو مشر گاڼه. د ښار وگړو هم د هغه خيرغوښتونکی ، دروند او سپېڅلی چال چلند د سر په سترگو لېدلی و او پر هغه يې ډاډ درلود. يوازېنۍ لاره چې پاتې وه هغه د کړنې او عمل خپلواکي وه او دا د يوه پوځي حکومت تر څار لاندې شونې نه ښکارېدله. نوځکه مېرويس خان هوتک له مېرڅي سره د دوستۍ له لارې ور وړاندې کېږي او له سر زورو ټـبرونو څخه د مالېې د راټولولو، سلا او مشورو، خـوَلې تويونې، د اداري چارو د سمبالتيا اود ټولو اداري چارو د واگو د لاس ته راوستلو له لارې گرگين يې دومره ځانته را نېږدې کړ چې گرگين هوتکي مېرويس د هغه د پوهې او ژورلېد او ځيرکوالي له کبله د کندهار د ښار د راهيټ يا کلانتر په توگه و گوماره او دغه دريځ په هغه وخت کې د نن ورځې د ښاروال له دريځ سره برابر دی. د دغې دندې د تر سره کولو په ترڅ کې مېرويس خان د خلکو ډاډ تر لاسه کړ او ځان یې د یوه منځگړي پله په توگه د ټولو وگړو او دولت تر منځ په زباد ورساوه او په همدې ترڅ کې یې د توکمونو له مشرانو او خانانو سره له خوږواله ډکې اړیکي وساتلې او بله ځانگړتیا یې دا وه چې میرویس خان د ابدالیانو زوم وو او هغوی ورڅخه کرکه نه درلودله.
د افغانستان په پوستي ټکټ د ميرويس نيکه انځور
نامتو ايرانی پوه داکټر شفا لېکي چې: صفوي اسماعيل شاه خپل پاچاهۍ په تبرېز کې د شل زرو سُنيانو له وژلو پيل کړ . کله چې مشهد ته را ورسېد نود هغه قـِزلباشو سرتېرو د پاچا د وېنې تويولو د تندې د ماتولو په پار په طبسين کې اته زره وگړي له چړو تېر کړل. لومړي شاه عباس خپل دوه وروڼه ، يو وراره ، اکا او خپل دوه زامن (محمد ميرزا او امام قلي ميرزا) ړانده کړل او خپل درېيم ځای ناستی زوی وصفي ميرزا يې په ډېرې سخت زړۍ وواژه. د هغه د وروستـني زوی د ړندېدلو وسه ېې نه درلودله ځکه ېې ځان وژنه وکړه او په دې ډول د شاه عباس له پښته هېڅ نارېنه ماشوم ژوندی پاتې نشو.
په ۱۵۰۰ زېږدي کال کې په ماوراء الهنر کې شېباني او په ۱۵۰۲ زېږدي کال کې په پارس کې صفوي دولتونو سرونه را پورته کړل او په ۱۵۰۳ ز کال کې بابري (گورگاني) دولت په کابل او وروسته په ۱۵۲۵ ز کال کې په هند کې رامنځ ته شو. دغو نویو رامنځ ته شویو دولتونو له شمال ، لوېدېځ او ختېزه افغانستان ته لاسونه را وغځول او هېواد یې په درېو شمالي ، لوېدېځو او ختېزو برخو ووېشه. پدې مانا چې په ۱۵۱۰ ز کال کې د ایران صفوي دولت هرات او سیستان او هم په ۱۵۵۶، ۱۶۲۲ ، ۱۶۴۸ ز کلونو کې د مغولي پاچایانو له منگلو یې کندهارونېو. او د هند بابري دولت پر ۱۵۰۳ ز کال پر کابل او پر ۱۵۰۵ کال پر غزني او پر ۱۵۰۸ ز کال پر ننگرهار او پر ۱۵۲۰ ز کال یې پر کندهار د واکمنۍ منگولې ښخې او ویې نېول. په ۱۵۰۰ ز کال کې ازبک شېباني دولت هم کله چې په سَمـَرقند کې یې د تېمور وروستنې پاتې شونې له پښو وغورځولې او د گورگاني دولت پر ځای یې په ماوراء النهر کې د خپل دولت بنسټ کښېښود نو پر کال ۱۵۰۶ ز له آمو را ووښت او بلخ یې ونېو. یو کال وروسته (۱۵۰۷ ز کال) محمد خان شیباني (شیبک خان) له آمو را واوښت او په مرغاب کې یې د تېموري شهزادگیو مقاومت و ټکاوه او هرات یې ونېو [1]
پدې ډول د دوه نېمو پېړیو په اوږدو کې له ۱۵۰۶ ز تر ۱۷۰۹ ز کال پورې په لوېدېځ او سوېل لوېدېځو ولاتیونو او تر ۱۷۴۷ز کال پورې په ختېزو ولایتونو کې د پردیو د واکمني لړۍ را وغځېدله. د هېواد په گڼو نېول شویو سېمو کې د پردیو واکمنو او کورنېو چوپړ مارانو دنده یوازې نېواک گرو واکمنانو ته په زور زیاتۍ د وگړو غاړه را ټیټونه او د مالیاتو را ټولونه او د خپلواکې غوښتنې د هر ډول پاڅون او غږ وژل ول. د صفوي د واکمنۍ پر مهال د شېعه گروهه د دولت د رسمي مذهب په توگه گڼل کېدله چې په خپل ټول واک او ځواک له ناتارگرۍ ، سیاسي  مذهبي په خپل سرۍ ، سخت زړېتوب او ټولوژنې سره ملگرې وه. ټـبرنۍ ، توکمېزې ، گروهنېزې او غیر شیعه مذهبي ډلې تل ځورول کېدلې ، هغوی ته سپکې او سپورې ویل کېدلې او ان دا چې په ټولېزه ډول به وژل یا ځورول کېدلې او یا به د شتمنیو د نیولو له لارې اړ ایستل کېدلې چې له خپلې گروهنې او مذهبي تگلارې څخه لاس پر سر او پر شېعه مذهب را واوړي.
د لومړي شاه عباس ځای ناستی د صفي میرزا زوی سام میرزا له خپل غور نېکه شاه اسماعیل څخه په سورلاسۍ او وینې بهونه کې کم نه وو. د خپلې څوارلس کلنې واکمنې په اوږدو کې یې پرته له ځڼد او خڼده ټولوژنه له خپلو خپلوانورا پیل کړه. هغه خپله ماندېنه او مور دواړه ووژلې او په یوې مسېدلې او نیشې ډکې شپې کې یې شېدې رودونکی زوی په اور کې را گوزار کړ. د وصفي پر نامه د دویم شاه عباس زوی چې د پاچاهۍ له غوره کېدنې وروسته یې خپل نوم پر شاه سلېمان را واړاوه د پاچاهۍ د ځای ناستـنې له هماغو لومړیو پېلېزو شېبو څخه د دربار یو شمېر مخورسپین روبي ، سیاسي مشران ، دربار ته نېږدې ځمکوال او پوځي لارښوده بولندویان له چړو تېر کړل. د شاه سلېمان زوی سلطان حسین چې څو زره حدېثه یې له یاده زده ول او کوشنی کاریې پرته له خدای پالنې ، خدای غوښتنې او استخارې نه تر سره کاوه ، له شپږو کالو پاچاهت وروسته خپله وچه خدای پالیزه سپېڅلتیا یوې خوا ته کړه او د شرابو په کونړونو (جامونو) کې د لمېسدنې یا نشې په خوبونو کې ډوب شو ، لېوالتیا او تنده یې د حرمسرای ښځمنو چوپړیانو ته په ښندېز (افراطي) ډول په ډیرېدا شوه . ان خبره دې ته را ورسېدله چې د هغه خواجه سرایان به د جـُـلفا په کوڅو کې گرځېدل او هر چیرې چې به یې ښاېښته نجونې یا ښځې ولېدلې نو پاچا ته به یې راتښتولې. دغه پر خدای مین او خدای پال پاچا د نورو چارو په پرتله په خپل حرمسرای کې ډیر بوخت وو؛ د ولایتونو واکوالو به له یو بل سره په سیالۍ کې د پاچا د ښځمنغوښتـنې د تندې او لمسېدنې د ماتولو لپاره د خپلې واکمنۍ له سېمې څخه ښایسته نجونې په وچ زور را ټولې ، پاچا او اړوندو کسانو ته به یې حرمسرای ته ور ولېږلې. [2]
د دغه پاچا د پاچاهۍ پر مهال د شېعه د روحانېت مذهبي تنگ الواکي ( تعصب) دومره زیاته شوه چې له امله یې د ایران تر ولکې لاندې ولایتونو کې مذهبي لږکېو پاڅونونو ته لاس واچاوه. د بېلگې په ډول په ۱۱۱۱ کال کې بلوڅانو پر کـِرمان یرغل وکړ، پر کال ۱۱۲۱ د کندهار وگړو او په ۱۱۲۳ کال کې داغستان ، په ۱۱۲۶ کال کې په هرات کې ابدالیانو او په ۱۱۲۷ کال کې سـُـنـي کـُردانو پاڅون وکړ. په ۱۱۳۵ کال کې د قفقاز ارمنېنانو بلوا او سرغړوانه را وپاروله. په هماغه کال کې د ختېز گـُرجستان وگړو هم اله گولې ته لاس واچاوه . په ۱۱۳۳ کال کې لـرانو او په ۱۱۳۴ کال کې د مسقط بلوڅانو او عربانو پاڅون او یاغېتوب وکړ. په همدغه کال ۱۱۳۴ کې په شیروان کې د تسنن د ډلې د مذهبي خپلواکۍ غوښتنې څپې په خوټېدو شوې او د حاجې داؤد مـُدَرِس تر مشرۍ لاندې یې پر شماخي کرسي شیروان یرغل او له څلورو تر پېنځو زرو شېعه گان یې له چړو تېر او د عثماني ترکېې په پلوي یې غږونه راپورته کړل.


شاه محمود هوتکی
د افغانستان د ستر ملي او هېوادپال شخصيت مېرويس نيكه زوى ، شاه محمود د خپل پلار د مړينې په كال كه څه هم اتلس كلن وو ، مگر بيا هم ډېر مېړه پښتون وو او پر پلار هم ډېر گران وو ، ځكه چې له پلار سره په ټولو جگړو كې ملگرى وو او په حربي چارو كې ښې تجربېې حاصلې كړې وې . د پلار تر مرگ وروسته بيا د خپل اكا په خدمت كې وو او د پښتنو د كارو باره سره يې ډېره دلچسپي درلوده ، خو كوم وخت چې يې د خپل اكا پېشنهاد وليد ، نو د اكا له كړو څخه بېزاره شو او د هغه كار يې ورتمام كړ او څنگه چې د كندهار او پارس پخوانى رواج وو ، چې د ښار په هره خوا كې به يوه يوه مناره وه او په هره مناره كې به يوه نغاره د خلكو د خبرولو لپاره پرته وه ، نو هر وخت چې به يو مهم خبر وو ، نو دا نغارې به ډنگېدلې او خلك به راغونډېدل . محمود چې خپل اكا مړ كړ ، نو دا نغارې يې وډنگولې او خلك راغونډ شول . محمود د خپل اكا وړانديز دوى ته وښود او له پارسيانو سره جنگ يې په ايت او حديث ثابت كړ او بيا يې څرگنده كړه ، چې دده اكا د خپلې شخصي ارامۍ او خوش گزرانۍ لپاره غوښته ، چې پښتانه بيا د پارسيانو تر لاس لاندې او د هغوى مطيع كړي او زموږ مملكت بيا وران شي . تر دې وروسته يې نو وويل ، چې (( ما هغه وواژه )) پښتنو چې هغه وړانديز ولوست او ورمالومه شوه ، چې محمود رښتيا وايي ، نو ده ته يې افرين ووايه او دى يې د ځان پاچا كړ او د شاهۍ لقب يې وركړ ، نو (( شاه محمود)) وباله شو . دا زلمى پښتون د پښتنو پاچا شو او تر ۱۱۳۴ هـ كاله پورې يې د افغانستان د پاچا په حيث حكمراني وكړه او څوا واره يې د پارس او سيستان شرقي برخو ته لښكري وايستلې ، څو يې په ۱۱۳۴ هـ كال د پارس د حكومت پايتخت اصفهان محاصره كړ او تر اته مياشتې محاصرې وروسته يې د محرمې د مياشتې په ۱۱ يا ۱۵ په ۱۱۳۵ هـ ( ۱۷۲۲ ) ع كال د صفويانو وروستنى پاچا سلطان حسين خپل ځان او پايتخت د پښتنو لښكرو ته تسليم كړ . د پښتنو زلمي پاچا د خپلې شاهنشاهۍ په وختو كې د اصفهان تر فتح وروسته ډېرې لويې لښكركښۍ وكړې ، خو تر دوه نيمو كالو پاچاهۍ وروسته د برات د مياشتې په ۱۲ شپه ، ۱۱۳۷ هـ كال په اصفان كې د دماغي تاروغې له كبله ووژل شو . دا فاتح مېړه پښتون په ۲۷ كلنې تر دنيا تېر شو او د پښتنو په تاريخ كې يې ځلانده نوم او توره پرېښوده

 شاه حسين
د ميرويس نيكه دويم زوى حسين نومېد ، چې د ۱۱۱۴ هـ كال ربيع الاول په ۲۳ د كلات په سيوري كې وزېږېد . د عمر تر دولسو كلو پورې يې فقه ، تفسير ، منطق او د بلاغت علوم ولوستل . هغه وخت ، چې په ۱۱۳۵ هـ كال اعليحضرت شاه محمود اصفهان فتح كړ ، نو خپل كشر ورور شاه حسين يې د كندهار پر تخت كېناوه . اعليحضرت شاه حسين ډېر عالم ، اديب او علم روزونكى پاچا وو او دده عصر پر پښتنو باندې په ډېرې ارامۍ او راحت تېر شو ، لوېديزې او شمالي خوا ته تر فراه ، سبزوار او هرات پورې او ختيځ خواته تر غزني او گومل پورې ده حكمراني كوله او سربېره پردې ، پښين ، شال او د پنجاب د اسماعيل او غازي خان دېرې هم د شاه حسين په وختو كې فتح شوې . همدارنگه د ملتان لته هم د كندهار د قوواو له خوا تهديد شوه او د پښتنو پرمختگ د ملتان تر حدودو ورسېد . ددې زلمي پاچا د علم پروروۍ د ثبوت لپاره همدا دليل بس دى ، چې په شاهي ارگ كې يې ادبي انجمن تشكيل كړى وو او په اوونۍ كې به يوه ورځ د خپل وخت ډېر لوى علما ، شاعران او اديبان خپلې كتابتون ته راتلل . شعرونه به يې اورېدل او ادبي مجلسونه به يې كول . شاعرانو ته به يې صلې وركولې ، چې د همدې ټولنې په بركت او ددې پاچا په امر د پښتو گرانبها اثر (( پټه خزانه )) ډگر ته راووتله او وليكل شوه او نور ډېر كتابونه په پښتو كې پيدا شوه . شاه حسين پخپله هم د پښتو ژبې ښه شاعر وو . پر ملي وزن يې خواږه شعرونه ويل . ددې علم دوست پاچاهي تر ۱۱۴۹ هـ پورې دوام وكړ ، څو د همدې كال د رجب په ۱۷ نادر افشار د افغانستان خواته د ضبط په خيال راوكوچېد ، ځكه چې ده د درې څلورو كالو پرله پسې جگړو په اثر د هرات د ابداليو حكومت له منځه اخيستى وو او د پښتنو د قواوو باقي پاتې برخه يې هم په پارس او گورجستان كې ماته كړې وه ، ځكه يې نو اوس د كندهار د غلځيو د پايمالولو څخه بل كار نه درلود . د كوچني اختر د مياشتې په دويمه نادر شاه تر سيستان راتېر شو او د همدې مياشتې په ۱۸ د دلخك او دلارام له لارې د هلمند غاړې ته راورسېد او ددې ځاى تر نيولو وروسته د كوچني اختر په ۲۱ تر هلمنده راپورې ووت . د ۱۱۴۹ هـ د ذيقعدې په اوايلو كې يې د كندهار مستحكمه كلا محاصره كړه . شاه حسين د كندهار زلمى مدافع د خپل نامتو سپه سالار سيدال خان ناصر سره يو كال او څو مياشتې په مېړانه دفاع وكړه او پرې يې نه ښوده ، چې نادر شاه سره د هغه خپل پوځي عظمت پر ښار تصرف كړي . د ۱۱۵۰ هـ د ذيحجې لومړۍ ورځې وې ، چې د زلمي شاه حسين نظامي طاقت پاى ته ورسېد ، ځكه چې تر هغه دمخه د هوتكو د دورې نامتو او زوړ سپه سالار سيدال خان ناصر د شاه حسين له زوى محمد نامي سره د كلات په كلا كې د نادر د جنگياليو په لاس ورغى او دا نامتو سپه سالار د نادر په امر د سترگو له نعمت څخه محروم او ړوند كړاى شو . ځكه نو شاه حسين هم نادر شاه ته تسليم شو او دده ددې تسلېمېدو سره د هوتكو د شاهنشاهۍ لمر ولوېد او لكه سلطان محمد چې ليكي : (( زلمى شاه حسين تر ۱۵ كالو سلطنت وروسته د نادرشاه په امر د پارس 
مازندران ته تبعيد شو او هماغلته د نادري قهر زهرو د برات په لسمه په ( ۱۱۴۹ ؟ ) بايد ( ۱۱۵۲ ) وي ، له دنيا ولاړ

احمد شاه بابا
احمد شاه بابا (۱۱۳۵ هـ س = ۱۱۰۲ هـ ل = ۱۷۲۲ ز کال - ۱۱۸۶ هـ س = ۱۱۵۱ هـ ل = ۱۷۷۲ ز کال) (په انګرېزيد لوی افغانستان هغه لوی او نوميالی پاچا و، چې افغان ولس خپل پلار بللی، او د «بابا» ستر لقب يې ورکړی دی، او دا هغه لقب دی چې افغان ولس يې خپلو هغو سترو مشرانو ته ورکوي چې ددې ولس د خلکو په زړو کې يې د پلارګلوۍ ځای موندلی وي.احمد شاه بابا د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز = ۱۱۲۶ هـ لمريز = ۱۷۴۷ سپوږميز کال د رجب د مياشتې تر اتلسمې نېټې پخوا په کندهار کې د افغانستان پاچا ټاکلی شوی او د ۱۱۸۶ هـ سپوږميز = ۱۱۵۱ هـ لمريز = ۱۷۷۲ لمريز کال د لومړۍ خور (ربيع الاول) په دوهمه نېټه د پنجشنبې په ورځ څاښت د کندهار د توبې غره په لمنه کې مړ او د کندهار د ښار په هغه روضه باغ کې ښخ دی چې ده په خپله د اسلام د پيغمبر د خرقې تر څنګه جوړ کړی و
د احمد شاه بابا د زېږېدو د ځای په باب کې درې روايته دي: يو د سراج التورايخ د مؤلف فيض محمد روايت دی چې د تاريخ احمدي په حواله د احمد شاه بابا د زېږېدو ځای ملتان ګڼي، [1] بل د احمد شاه بابای افغان د فاضل مؤلف ښاغلی مير غلام محمد غبار روايت دی چې د احمد شاه بابا د زېږېدنې ځای هرات بولي [2] چې پوهاند عبدالحی حبيبي بيا په خپلو ليکنو کې دواړه روايتونه راوړي دي . [3] او درېيم روايت د حافظ مرغزي په شاهنامه کې چې د شاهنامه احمد شاه ابدالي په نامه په پېښور کې چاپ شوې ده، د احمد شاه بابا د مولد په باب داسې بيت ليکل شو.کينډۍ:د شعر پای څنګه چې حافظ مرغزی د احمد شاه بابا د وختونو شاعر و او د احمد شاه بابا سره د هند په سفر کې ملګری و، نو ځکه بايد د هغه وينا هم معتبره وګڼلی شي
د احمد شاه بابا مور په خټه الکوزۍ او زرغونه نومېدله چې ډېره مېړه مخې او مدبره مېرمن وه او تل به يې د هېواد په مهمو چارو کې خپل زوی احمد شاه بابا ته ګټورې مشورې کولې.[5] د احمد شاه بابا پلار زمان خان نومېده، نيکه يې دولت خان او ورنيکه يې سرمست خان و چې هغه بيا د شېر خان ځوی د خضر خان لمسی او د سدوخان کړوسی و، او سدوخان د سدوزو د ټبر لومړی نيکه دی چې د سدوزو طايفه ورته منسوبه ده او د سدوزو طايفه بيا د پوپلزو يوه پښه ده چې په لاندې توګه داود اليو پښتنو د سړبن پښت ته رسېږي
سدو د عمر ځوی، عمر د معروف ځوی، معروف د بهلول ځوی، بهلول د کاني ځوی، کاني د بامي ځوی، بامي د حبيب ځوی، حبيب د پوپل ځوی، پوپل د پوپلزو لومړی نيکه د زيرک ځوی، زيرک د عيسی ځوی، عيسی د اودل (ابدال) ځوی اودل د ترين ځوی، ترين د شرخبون ځوی او شرخبون د سړبن ځوی.د احمد شاه بابا نيکه دولت خان د دولسمې هجري پېړۍ په سر کې د کندهار د اوداليو پښتنو نوميالی مشر و، خو څنګه چې يې په پښينی خاوره کې د پردو حکومت نه مانه او د صفوي حکومت د عصبی او ارمنی حکمران ګرګين امر ته يې غاړه نه ايښووله نو ځکه ارمنی ګرګين تر يوه ناڅاپه يرغل وروسته دولت خان د کندهار ختيځې خوا ته د ښار صفا په سيمه کې د هغه د ځوی نظر محمد خان سره وواژه، کلا او شتمني يې ور تالا کړه.دې پېښې د هغه ځای پښتانه سخت وپارول په تېره بيا د ارغستان پښتانه ټول په يوه سلا ګرګين ته پورته شول، ګرګين ېې وارخطا کی مجبور شو د روغې له لارې ورته راوړاندې شو ، او د دولت خان د مشر زوی رستم خان مشرتوب ېې ومانه ، خو ددې د پاره چې د پښتنو له يرغله په امان پاته شي د دولت خان کشر زوی زمان خان (د احمد شاه بابا پلار) ېې د يرغمل په توګه د ځان سره پخپل دربار کې وساته. څو چې بيا ېې کرمان ته ولېږه او د (۱۱۲۲ هـ لمريز) کال تر شا وخوا پورې هلته نظر بند و . هغه وخت چې د ميرويس نيکه په لاس په کندهار کې د صفوي حکومت کمبله ټوله شوه او ګرګين ېې وواژه ، نو زمان خان هرات ته راغی او هلته د پښتنو په مشرتوب او پاچايي وټاکل شو ، څو چې په (۱۱۳۵ هـ لمريز) کال ېې د دې جهان له ژونده سترګې پټې کړلې.[6] د احمد شاه بابا يو نوميالی ورور ذوالفقار خان نومېده چې تر ده مشر او هرات کې په بې تاجه پاچا مشهور و.[7] ذوالفقار خان د هرات د ملي حکومت مشر او زړور جنګيالی پښتون و، د نادر افشار ابراهيم خان ته يې سخته ماته ورکړې وه.[8] او دلته يواځې د احمد شاه بابا د دربار د منشي محمود الحسيني هغه لنډه ليکنه راوړو چې په هغه يې د ذوالفقار خان ستاينه کړې ده. هغه داسې ليکلي دي: «ذوالفقار خان فرزند اکبر آنحضرت (مطلب زمان خان د احمد شاه بابا پلار) که برادر بزرګتر اين پادشاه مُهر افسر بوده باشد مدت چندين سال در کمال عظمت و استقلال رايات سلطنت و کامراني در هرات و فراه افراخته و بارها چپاول بر سر مشهد و سبزوار و نشاپور انداخته چنانچه در تاريخ نادرې مذکور است، و ابراهيم خان برادر نادر را شکست فاحش داده، و توپخانه و نقاره خانه و تمامی اسباب و اثاثيه آوردی اور را متصرف ګشته...»[9] د احمد شاه بابا اکا رستم خان نومېده چې د احمد شاه بابا د پلار زمان خان تر تبعيد وروسته د کندهار ارمني حکمران ګرګين په چل او دروهه هغه د کندهار ښار ته وروغوښت او بندي يې کړ چې څه موده وروسته يې وواژه او د هغه کورنۍ او خپلوان يې چې د علي آباد په کارېز کې اوسېدل د ښوراوک او بکوا دښتو ته فراره کړه او جايدادونه يې چور او چپاو شول
د احمد بابا ټبر ته د (دراني) هم وييل شوي دی ځکه يې نو ده ته (دُر دران) هم وييل. په دې کې چې دا نوم يا لقب څنګه رامېنځ ته شوی بېلابېل روايتونه شته؛ د احمد شاه بابا د دربار منشي محمود الحسيني يې د (ملهم غيبي) د الهام په اثر بولي[10] چې ښايي د سر پرسي سايکس خارجي مورخ دا خبره چې احمد شاه د يوه خوب د ليدو په نتيجه کې خپل ابدالي لقب په دراني اړولی.[11] د محمود الحسيني له پورتني روايت څخه راوتلی وی. بل روايت د محمد حيات خان دی چې پخپل کتاب حيات افغاني کې ليکي: «هغه وخت احمد شاه د افغانستان په پاچايي وټاکل شو، صابر شاه ملنګ د دُران لقب ورکړ چې بيا احمد شاه د خپل ټبر په لحاظ هغه په دُر دُران واړاوه.[12] خو مرحوم قاضي عطاالله خان په خپل کتاب د پښتنو تاريخ کې پورتنی روايت داسې راوړی دی: «ځيني خلک وايي چې احمد شاه د څوکنو د ميا صاحب مُريد و، د پاچا کېدو نه پس ميا صاحب په احمد شاه باندې حضور شو، او ورته يې وويل ته د خپلې ټولې قبيلې نوم د خپلې پاچايي درجې په مناسب بدل کړه او خپل ځان له دُر دُران (ملغرو کې ښه ملغلره) او خپلې قبيلې له دُرانی نوم کېده له دې کبله هغه د ابدالي قبيلې نوم دُراني کېښودو او ځان له يې دُر دُران لقب اختيار کړو، دغه شان د درانينو قبيله جوړه شوه او د پښتنو د قومونو په تاريخ کې راووتله.»[13]
قاضي عطاالله خان د ايلفنسټن له خولې دا هم زياتوي چې: «احمد شاه به يوسفزو، ترکلاڼو، ګيګيانړو، اتمان خېلو، برمهمند، د هشتنګر محمدزو، خليلو، مهمندو، اپريدو، شينوارو، اورکزو، داودزو، خټکو، ښګښو ته بردُراني وييل او همدومره مينه به يې د هغوی سره کوله لکه څرنګه چې به يې د خپلې قبيلې سره کوله...[14] فيض محمد بيا د سراج التواريخ په لومړي ټوک کې دا خبره داسې ليکلې ده: «با سد صواب آرای بزرګان طوايف ابدالي خصوصاً حاجي جمال خان بارکزايي که به قوت و مکنت از همه برتري داشت کلاه سروري بر سر نهاد و در اين حال صابر شاه نام فقيرې، ګياه سبزی را بعمامه اش نصب کرده ګفت: "اين جيغه تُست و تو بادشاه دُراني" و از اينجا اعلحضرت احمد شاه اقوامش را که معروف بابداتی بودند به دُراني موسوم ساخت...»[15]
احمد شاه بابا پخپل مُهر کې هم چې د طاوس شکل يې درلود او صراحي غوندې ښکارېده دا عبارت کيندلی و: "الحکم الله يا فتاح - احمد شاه دُر دُراني"[16
لکه د مخه چې مو وليکل احمدشاه بابا په ۱۱۳۵ هـ. س کال وزېږېد، او په همهغه کال دده پلار زمان خان چې د هرات د حکومت واګۍ ېې په لاس کې وې مړ شو. څنګه چې د زمان خان تر مړينې وروسته د هرات د خلکو د اولسي جرګې له خوا د هرات حکومت د اودالي عبدالله خان زوی محمد خان ته وسپارل شو، نو د احمدشاه بابا مور د خپل زوی سره له هراته د فراه ولايت ته ولاړل، او هم د احمدشاه بابا مشر ورور ذولفقار خان د ښورواک سيمې ته وکوچېد[17]. بيا چې ۱۱۳۶ هـ. س کال ذولفقار خان بېرته د هرات په حکمرانۍ وټاکل شو، اوله ښوراوکه د فراه له لارې هرات ته ستون شو. معلومه نده چې احمد شاه بابا ېې هم ورسره بېولی وو که نه؟ او هم دوه کاله وروسته په ۱۱۳۸ هـ. س کال چې د هرات د اولسي جرګې له خوا د (باخزر) حکومت ذولفقار خان ته وسپارل شو، بيا هم د احمدشاه بابا د ژوند د پېښو څرک نشته ، يوازې ښااغلي غبار داسې اټکل کړی دی چې په ۱۱۳۸ هـ. لمريز کال چې الله يارخان داودالي محمد خان ورور د فراه حکمران وټاکل شو څنګه چې د احمدشاه بابا د کورنۍ سره ېې تربور ګلوۍ او رقابت درلود نو په دې کال به د احمدشاه بابا مور د خپل زوی سره هرومرو له فراه څخه وتلی وي[18]
همدا شان له ۱۱۳۹ هـ. س کاله تر ۱۱۴۱ هـ. س کال پورې چې د هرات پر خپلواکۍ مينو خلکو د الله يارخان په مشرۍ د نادرشاه سره جګړې کولې او ذولفقار خان هم له فراه څخه د الله يارخان مرستې ته ورغلی وو، بيا هم د احمدشاه بابا نوم نه دی اخيستل شوی، ځکه چې په هغو کلو کې دی پنځه شپږ کلن هلک و، يوازې د ۱۱۴۲ هـ. س کال له پېښو څخه څرګند ېږي چې احمدشاه بابا د خپل مشر ورور ذولفقار خان سره په هرات کې اوسېده. او دا هغه کال و چې ذولفقار خان د نادرشاه سره روغه ونه منله او بيا ېې له فراه څخه پر هرات يرغل وکړو د هرات خلکو د نادرشاه په غياب کې د حکومت د مشر په حيث ومانه ، او الله يار خان ېې دمروچاق حکومت ته ولېږه. د ۱۱۴۳ هـ. س کال په پای کې نادرشاه ددېرشو زرو جګړنو سره پر هرات يرغل وکړ او ذولفقار خان پنځه مياشتې د هغه سره وجنګېد، کله چې د خپل قوم بې اتفاقي ولیدله نو ددې لپاره چې د ده مشرتوب لانور هم د نفاق اور تازه نه کړي او د بې اتفاقي له شامته د اوداليانو دولت ګډوډ نه شي له مشر توبه ېې استعفا وکړه و د خپل ورور احمد خان او خپلې کورنۍ سره له هراته د فراه خوا ته ولاړ او په هرات کې الله يار خان د قوم مشروټاکل شوو خو د ذولفقار خان په فراه کې هم آرام کښې نه ناسته او له هغه ځايه ېې د نادر د لښکر په مقابل کې پښتنو مدافعيونو ته ملاتړ رساوه. څو چې له هراته ېې د الله يارخان د ماتې او د نادر د بري خبر واورېدو او په ۱۱۴۴ هـ س کال د خپل ورور احمدخان سره له فراه څخه کندهار ته راغی و دا وخت په کندهار کې د ميرويس نيکه زوی شاه حسين هوتک پاچا و، او هغه د پخوانيو بدمرغو رقابتو په سبب او يادا چې د ذولفقار خان په مشرۍ يې د اوداليانو له خوا ځان ته خطر حس کاوه. ذولفقار خان او احمد خان دواړه يې بنديان کړه، شپږ کاله بنديان وه څو چې د ۱۱۵۰ هـ س کال په پای کې نادر افشار کندهار ونيو، ذولفقار خان او احمد خان يې د نورو بنديانو په ډله کې خلاص کړه او څنګه چې نادر افشار پر هندوستان د يرغل په نيت راوتلی و او له بلې خوا د پښتنو زړورتوب او مړانه ورڅرګند شوي وه نو ددې لپاره چې د هندوستان په يرغل کې د پښتنو له ملاتړ څخه کار واخلي د پښتنو سره يې نرمه رويه راواخيستله عبدالغني خان الکوزي ته يې چې په هرات کې يې د ابداليو پښتنو مشر ټاکلی و، د کندهار د بيګاربيګي منصب ورکړ او نورمحمد خان عليزی ملقب په مير افغان يې د ټول پښتني لښکر چې دوولس زره ابدالي او څلور زره غلجي وو، لوی قوماندان او سرلښکر وټاکه او احمد شاه بابا د دربار د منشي په قول شپږ اووه زره پښتانه زلميان به تل د نادرشاه په اردو کې وو. دی داسې ليکي: "همېشه شش هفت هزار کس از جوانان کار آمد ايل جليل را در اردوی خود ملازم و در رتبه و قدر منزلت زياده بر قزلباش و افشار خود مراعات ايشان مينمود، و ايل جليل مزبور نيز بمقتضای صاف دلي و صدق نيت خود در جميع معارک ممالک روم و هندوستان و ترکستان چنانچه در تاريخ نادري مذکور است کوشش های مردانه و سعی های دلېرانه کرده و ممالک بسيار را مفتوح ساخته و قشون های بيشمار را به عنايت آلهي منهزم و ملک جمعيت آنها را از هم انداخته مصدر آبروی اردوی اومی بودند..."[19] له دې ليکنې څخه څرګندېږي چې نادر شاه تر قزلباشو او افشارو پر پښتنو زيات باور درلود، ځينې مورخان ددې باور سبب دا ګڼي چې نادرشاه په اصل کې د خراسان و او د سيستاني افغان ملک محمود خان سره لوی شوی او په مذهب داسې ټينګ سُني و چې د پارس سلطنت يې په دې شرط ومانه چې د تشيع پر ځای به حنفي مذهب منل کېږي
ابن محمد امين ليکي چې: "د پارسي منصبدارانو لخوا د نادر شاه د وژلو يو سبب همدا د نادر په دربار کې د پارسيانو رقابت د پښتنو سره و، نادرشاه خيال درلود چې هغه پارسي سرداران چې دده له نظريې سره مخالفان وو له مېنځه وباسي او په دې باب کې يې د پښتنو سره مشورې کولې، او چې د افشارو مشران او پارسي سرداران په دې خبر شول نو د نادرشاه وژلو ته يې ملا..


اعليحضرت تېمور شاه درانى
د افغانستان د لوى او نوميالي مشر ، د افغان دولت د بنسټ اېښودونكى او ټولواكمن اعليحضرت احمد شاه بابا زوى وو ، چې د ۱۷۴۸ ز كال د مى په ۱۸ زېږېدلى دى . تېمور شاه په ۱۷۷۳ ز كال كې د خپل پلار له مړينې وروسته د افغانستان پر پلاز كېناست . د افغانستان پلاز دده د واكمنۍ پر مهال له كندهار نه كابل ته ولېږدول شو . موږ د ښوونځي په تاريخونو كې لوستي وو ، چې تېمورشاه هوسايي غوښتونكى سړى وو او دده له نرم طبيعت نه محلي مشران له ده ياغي شول . دا ډول ذهنيت زموږ په ذهن كې پاتې وو . بله خبره دا راووته ، چې ده قزلباش ډېر پالل او پښتو ته يې پاملرنه نه كوله . صديق فرهنگ په ۱۹۸۸ ز كال كې وليكل ، چې تېمور شاه پخپل حرم كې درې سوه ښځې درلودې او هره مياشت يوه ښځه زياتېدله . بيا ليكي ، خو ويښ سړى وو ، له هرې جګړې نه بريالى راستون شوى دى . اوس به همدغه خبره وڅېړو : د ملي تاريخ لپاره دده ويښتوب ، زړورتيا او هېوادپالنه ضروري ده . د ښځو معامله يې څوك څه كوي ؟ بيا درې سوه ښځې دومره ډېرې دي ، چې په يوه كلي كې هم نه ځاييږي ، نو په يوه كور كې چې د پاچا هم وي ، څنگه ځايدا شي ، او يو سړى ټولو ته څنگه رسېداى شي ؟ تېمور شاه د هند او ايران د پادشاهانو لوڼې كړې وې ، څو نورې د قومي مشرانو لوڼې هم وې ، چې ټولې لس تنه كېدې ، نو د يوې شاهزادگۍ ساتل چې يوه ايرانۍ او بله هندۍ وه ، دوئ سترگې نه درلودې . د تېمورشاه خسران برحال پادشاهان وو ، په هره مياشت كې چې يې يوه ښځه زياته شي ، په كال كې دولس كيږي ، په دې صورت كې نو دده د پادشاهۍ تر پايه پورې بايد د هغوى شمېر پېنځه سوه شوى واى . دا د نه منلو وړ خبره ده . د تېمور شاه دوره په ټوله امپراتورۍ كې د تهران او مشهد له سړكه تر گنگا پورې ، له امو د هند تر سممندره پورې كراره كراري وه . په شلو كلونو كې ايله څلور پېښې وشوې ، چې امپراتور پخپله ورغلى او عاملين يې سم كړي دي . ده دوه نيم سوه بېړۍ درلودې او سوداگري ښه روانه وه . عدالت خپور وو ، دى ظالم سړى نه وو . د تېمرو شاه په دوران كې دوه ايراني شهزادگان په كابل كې اوسېدل ، چې له فروغي سره درې كېدل ، يانې دوه افشار او يو صفوي وو . په افغانستان كې د امپراتور شاه زمان له واكمنۍ نه راهيسې ، يانې له ۱۸۰۱ ز كال نه بيا تر ۱۹۷۹ پورې د ايران اغېز پر سلطنت پروت وو .
همداسې چې په يوولسمه زېږديزه پېړۍ كې غزني د فارسي شاعرانو او ليكوالو بانډه وه ، په اتلسه پېړۍ كې كابل د فارسي شاعرانو مركز وو . په دغه عصر كې توپير دومره دى ، چې امپراتور تېمورشاه د پښتو شاعر او ليكوال وو . پير محمد كاكړ ، عبدالله خان دېوان بېگي او نور كه پښتانه وو ټولو فارسي شاعري كوله او د خپل مهال پاخه شاعران له هند او ايران څخه راغلي وو ، البته د دوى كور وو . لكه واقف لاهوري ، عشرت له هند څخه ، فروعي اصفهاني ، موسوي ، مهدي له ياران څخه او عاجز له كابل څخه . (( افغان )) ، حزين حيرت شاملو ، ذكي ، رضا ، هما ، شاه عبدالحكيم خراساني ، شجاع ، شهاب ، ليكوال محمودالحسني ، مظهر جانان ، محمد حيات ، لچهمي رام پنډت ، الشايي ، بوسعيد ، ميرزيان ، عبدالله ميرزا علي عسكر وصفي ، ميرزا شكيبا ، ميرزا عطار او په سلگونو نور واړه او غټ دراني شاهزادگانو ټولو په يوه خوله پارسي شاعري كوله . داسې نه وه ، چې د شاهي كورنۍ ژبه پښتو نه وه ، دوى په پښتو غږېدل ، سم پښتانه وو ، خو د موضوع په اهميت نه پوهېدل . له دوى څخه يوازې د امپراتور تېمور شاه او سردار عبدالله خان دېوان بېگي د پښتو شعرونو نمونې شته ، چې دلته به يې د امپراتور تېمورشاه د پښتو شعر
د تېمور شاه له دغو شعري بېلگو نه د هغه مهال پښتو ښكاري ، لښكر ، ډگر ،جنگ او نور دده له پوځي ژوند څخه څرگند دى . د امپراتور تېمور شاه اداره ، سياست ، او پوځي لياقت روښانه دى . يوازې دبدبه ، شان ، شوكت او هوسايي دده تر احمد شاه بابا ډېر وو . يو دوو جگړو ته چې ولاړ بېرته بريالى راغى . دده د كابل د بڼونو ښكلا ، د پوهانو ، كسبگرو له مخې د اسيا يو معظم ښار وو ، خو د يوې نېمې پېړۍ كورنيو او بهرينو جګړو داسې وران كړ ، چې اوس يې بنسټونه هم نه ښكاري . كابل كې د ايران ، بخارا او هند شاهزادگان اوسېدل او همدلته پاتې دي . په افغانستان ، ايران او هند كې دده له خوا منظمې ابادۍ شوې دي . ددغه ستر هېواد اقتصاد په سوداگرۍ او صنعت ولاړ وو ، خو ډېره برخه ي ې د زمكو او باغونو ماليه وه . دده بېړۍ په سيندونو او د سمندر پر غاړو كې گرزېدې . د محمدزايي سردارانو جگړو او د انگليس درې وارې يرغل هېڅ نه دي پرې اېښي . دغو جگړو د شاه زمان له دورې نه وروسته له ۱۸۰۰ نه تر ۱۹۱۹ پورې دوام درلود . محمدزايي سردارانو د سردار پاينده خان تر وژلو وروسته خپلې دوښمنۍ دومره وغځولې ، چې په افغانستان كې د احمدشاه بابا د سدوزي قبيلې وگړي د گوتو په شمار پاتې شول . ټول يې هند ته وشړل او د دراني په نامه په هند او پاكستان كې د عادي خلكو په څېر اوسي . دوى هم پارسي د ملي ژبې په توگه ساتلې ده . ما د دوى ډېر خلك د هند او پاكستان په سفرونو او هجرتونو كې وليدل ، چې د هېواد ارمان ورسره وو . اعليحضرت تېمور شاه په ۱۷۹۳ ز كال كې په حق ورسېد او د كابل په ښار كې خاورو ته وسپارل شو . دده ارام ځاى د كابل په باغ عمومي كې دى ، چې رغاونې ته ضرورت لري او د شاه زمان له مهال نه راهيسې چا لاس هم نه دى پرې وهلى او هماغسې پاتې دى

اعليحضرت شاه زمان
اعليحضرت شاه زمان د اعليحضرت تېمور شاه زوى ، د لوى ، ملي اتل او ټولواكمن اعليحضرت احمد شاه بابا لمسى وو ، چې په ۱۷۷۰ ز كال كې زېږېدلې دى . دغه نوميالى امپراتور په ۱۷۹۳ ز كال كې د خپل پلار تېمور شاه له مړينې وروسته د افغانستان پاچا شو . له احمد ساه بابا نه وروسته په ملي تاريخ كې اعليحضرت شاه زمان يوه داسې روښانه څېره ده ، چې ملي تاريخ يې په ښه نامه يادوي . شازمان ته كه ربړونه نه واى پېښ شوي نه يوازې چې افغانستان يې ساته ، بلكې هندوستان ته يې هم د انگرېزانو له نېواك نه نجات وركاوه . اعليحضرت شاه زمان په ملي تاريخ كې يو مدبر ، هيله من ، سياستوال او زړور سرلښكر پېژندل شوى . دغه دوران زموږ په ملي تاريخ كې د اهميت وړ دى ، چې زموږ دوه دوښمنان سره يو كيږي او لوى افغانستان كوچنى كيږي . دې خبرې ته پاملرنه په كار ده ، چې كه چيرې د افغان بچي ته د همت او سرلوړۍ هيله پيدا كېدله ، نو په كار دي چې بيا دغه عوامل وپېژني . كله چې اعليحضرت شاه زمان پاچا شو ، بهرني او كورني حالات ډېره له خطره ډك وو . بهر كې انگليسانو د هند زياته برخه نېولې وه . په ايران كې هم قاجاري حكومت ټينگ شوى وو . ايران ددې لپاره چې د افغانستان لوديځ ولايتونه لكه نيشاپور ، مشهد او هرات ونيسي ، هم له روسانو نه مرسته غوښته او هم يې د لوى افغانستان پر خلاف په ۱۸۰۰ ز كال كې له انگليسانو سره يو تړون لاسليك كړ او په ښكاره يې دا ومنله ، چې كه اعليحضرت شاه زمان د هند خواته حركت وكړي ، ايران به پر لوېديزو ولايتونو بريد كوي او كه چيرې اعليحضرت شاه زمان د ايران په لوري وخوځيږي ، انگليسان به په ختيزو ولايتونو وردانگي . يو بهرنى ليكوال وايي ، چې د اعليحضرت شاه زمان پادشاهي د اس پر زين تېره شوه ، ځكه چې دى هر وخت په سفر كې وو . د خراسان او هند ترمنځ په منډو وو او دده پادشاهي ددې خبرې ښه ثبوت دى ، چې په يوه وخت كې دواړوو خواوو سره جنگېدل گران وو . شاه زمان چې ډېر گړندى سړى وو له هرې خوا گرم شو . په دې مهال انگرېزانو ډيلي ته ځان رسولى وو ، سكهانو هم يوه مشري او انتظام موندلى وو . خو تر ټولو گرانه خبره سلطان محمود دده ورور وو ، چې د شاه محمود سدوزي په نامه ياديږي . وزير فتح خان ، چې دده ماما او لوى وزير وو ، يو ناكراره او خاين سړى وو. ځينې كورني تاريخ ليكونكي پر اعليحضرت شاه زمان دا اعتراض لري ، چې تا شاه محمود دوه پلا ونيوه ولې دې مړ نه كړ ؟ بهرنيو مورخينو دا نيوكه كوله ، چې شاه زمان لومړى بايد له ايران سره معامله پاى ته رسولې واى ، بيا يې هند ته مخه كړې واى . ټول هندوستان شاه زمان ته انتظار درلود ، چې له انگيسانو يې خلاص كړى واى . شاه زمان د خپلواكۍ اتل بلل كېده او د هند د ميسور استازى دده حضور ته راغى ، چې پر هند حمله وكړي . په داسې حال كې د هند ملي پرگنو د شاه زمان په لوري كتل . انگيسانو بله چاره نه درلوده ، پرته له دې چې د ايران له قاجاري حكومت نه مرسته وغواړي . د ايران قاجاري پاچا آغا محمد خان قاجار يو ډېر ظالم سړى وو . بيا هم د خراسان ولايت په نيولو ايرانيانو ورسره مرسته كوله . د ((دره الزمان )) په كتاب كې د انگلستان د سفير نظر ، چې ايران ته تللى وو ، داسې راغلى دى : (( زمان شاه د افاغنه وو سلطان زه د يوه غښتالي دښمن په توگه په هند كې پېژنم . زمان شاه پرته له كومې بهرنۍ مرستې نه كولاى شي ، چې پخپلو مټو په مساعد وخت كې پر هندوستان حمله وكړي . زمان شاه هله درولى شو ، چې دده په تومن ( هېواد ) كې نفاق ته لمن ووهو . )) د زمان شاه فصل په ملي تاريخ كې په دې ډېر اهميت لري ، چې له همدې ځايه د افغانستان امپراتوري يا لوى افغانستان نړيږي . شاه زمان پخپله يو ملي اتل دى ، خو دده اخلاق داسې وو ، چې وروسته دى پخپلو اخلاقو گرم او ملامت وگڼل شو . اوس چې دا جريان وليكل شو ، تاسو لوستونكي پخپله قضاوت وكړئ ، چې ده څه بايد كړي واى ؟ دې نه مخكې د (( دره الزمان )) له مخې اعليحضرت شاه زمان ملي اتل او د ايران له دولت سره دده كړنه ليكم : په كال ۱۲۱۰ هـ ق كې شاه زمان په هند او پنجاب كې لگيا وو ، آغا محمد خان قاجار د زيارت په پلمه مشهد ته ننوت . د افغانستان له پلوه شاه رخ هلته واكمن وو ، هغه يې مړ كړ ، د هغه زوى نادر ميرزا كابل ته راغى . آقا محمد شاه ، چې له شاه زمان نه په وېره كې وو ، خپل استازى ، چې محمد حسين خان قراكوزلو نومېده ، له ډېر مال او ډاليو سره د شاه زمان دربار ته راولېږه . په دې كې دوه كيفيته وو : يو دا چې د مشهد د دريو كلو د خراج په اندازه يې سوغات ورولېږه ، او بله دا چې ده وويل ، غواړم بخارا ونيسم . افغان اتل شاه زمان مخكې له دې چې د ايران سفير ومني ، هغه ته يې دا وښودله چې دى غواړي هندوستان فتح كړي او انگليسان له هغې زمكې نه وباسي . نو د ايران سفير ته يې خپل پوځي رسم گذشت وښود . كله چې د ايران سفير د افغانستان د لښكرو څرنگوالى آقامحمد قاجار ته څرگند كړ ، دى پوه شو او د خراسان له حدودو يې خپل لښكر په بشپړه توگه وايست . شاه زمان خپل سفير گدا محمد ، چې په گدو خان اوڅار وو ، تهران ته واستاوه . كله چې د آغا محمد خان قاجار درپار ته ورغى ، د هغه مهال له دود سره سم ، ((امين خلوت )) لكه د دربار وزير وو ، گدا محمد يې له لاسه ونيوه ، آقامحمد قاجار ته يې وويل : دا دى د دراني پاچا سفير گدا محمد قدم بوسۍ يانې پښو ښكلولو ته حاضر دى . افغان سفير په قهر شو ، د امين خلوت لاس يې پورې واهه او ويي ويل : دا څه چټيات (( شطحيات )) واييې . آقامحمد قاجار حيران شو ، امين خلوت ته يې وويل ، څوك د يوه معظم دولت سفير داسې نه معرفي كوي . اوس به وگورئ چې شاه محمود سدوزى او وزير فتح خان ، ماما او خوريي څه كوي ؟ په كال ۱۲۱۲ هـ ق كې چې كله آقامحمد قاجار ووژل شو ، فتح علي شاه قاجار دده پر ځاى د تهران پر تخت كېني . شاه محمود سدوزى او وزير فتح خان د فتح علي شاه قاجار دربار ته ځي ، د خراسان ولايت هغه ته سپاري او له شاه زمان سره د مقابلې لپاره مرسته اخلي . يانې د خپل ورور په مقابل كې . شاه زمان او شاه محمود دواړه د تېمور شاه دراني زامن دي . كله چې شاه زمان ته رسيږي ، شاه محمود د مقابلې توان په ځان كې نه ويني ، نو خپله مور ، چې د سردار پاينده خان خور وه ، قران شريف په سر شاه زمان ته ليږي . د شاه محمود مور خپل ټيكرى وغوړوي او قران شريف ورباندې كېږدي . شاه زمان دغه عذر او ننواتې ومنلې ، مگر هېواد ته لويه صدمه ورسېده . شاه زمان بايد دا نه واى منلې ؟ ځكه دى پوهېده ، چې اسلام او پښتونولي دوى صرف خپل ځانونه خلاصوي . نو په كار وو چې دې خبرو ته يې نه واى كتلې ؟ چې ورته ويې كتل بيا هېواد برباد شو . ددې خبرې قضاوت گران دى . بيا هم بويه قضاوت وشي ! ځكه سياست بد فن دى ، اخلاق او صداقت پكې نه ځاييږي . وروسته چې كله شاه محمود په ۱۸۰۹ ز كال كې پاچا شو ، قاجاريانو بې غمه د خراسان افغان ولايت ونيو . هغه ولايت چې صفاريانو ، غزنويانو ، غوريانو ، ابداليانو تر ۱۸۰۹ كاله پورې ساتلى وو . دادى د شخصي او كورنيو جگړو له كبله له لاسه ووت او قاجاريان په دې هم قانع نه شول ، دوى څو څو ځله فتح علي شاه قاجار ، محمد شاه قاجار ، ناصر الدين شاه قاجار بيا پر هرات حملې وكړې او هراتيانو يې پر وړاندې كلك مقاومت وكړ . صوفي اسلام هم د هرات په ساتنه كې شهيد شو . ورپسې سيكهانو په پنجاب كې پښې ټينگې كړې او لوى افغانستان مخ په نړېدو شو ، ځكه چې ملي مصالح چا نه وو پېژندلي او د باركزو سردارانو د سدوزو هېڅ ډول روغه ونه منله . همدغه شاه محمود او وزير فتح خان د شاه شجاع او شاه زمان لاس ته ورغلل ، خو هغو بيا وبښل او دوى بيا وتښتېدل او ايران ته يې پناه يووړه او قاجاريانو بيا مرسته وركړه .
((فرير)) د افغانستان په كتاب كې ليكي : (( شاه زمان هوښيار ، زړور ، پوه او فعال مېړنى وو . هغه تل د اس پر زين سپور له يې جگړې نه بلې ته روان وو . د افغنستان خلكو هغه ته د تېمور شاه له نورو زامنو نه ډېر درناوى درلود )) . ((سري ويليم جان وايي : (( په هند كې د انگليس ټول دوښمنان د كابل خواته گوري او ټولو شاه زمان ته بلنه وركړې ، چې هند ته راشي . وزير علي ، سلطان ټيپو او د جوناگړ راجا ټول د افغانستان پادشاه هڅوي چې هندوستان ته راشي او د افغاني لښكر ټول خرڅ به دوى وركړي . ان د رامپور نواب غلام محمد پخپله د شاه زمان دربار ته راغلى )) . افغانستان په نولسمه پېړۍ كې وايي : (( تاريخ شهادت وركوي او بهرني مولفين ټول اتفاق لري ، چې شاه زمان يوه ستره نقشه درلوده . ده غوښتل چې د احمد شاه بابا امپراتوري بېرته ژوندۍ كړي ، خو د يوه پياوړي او كلك دولت د تشكيل د بنسڼټ له مخې يې د ملك نيولو په جنبه اكتفا ونه كړه او غوښتل يې چې افغانستان يو مقتدر او متمدن دولت وگرزوي ، چې نه يوازې د سياسي او پوځي ځواك ښكارندوى وي ، بلكې په ختپځ كې د پوهنې ، كولتور او تمدن مركز هم وپېژندل شي )) ! له بده مرغه دغه نوميالى افغان مشر له سختو داخلي كړكېچونو سره مخامخ كيږي او د شاه له خوا ، يانې د خپل ورور او محمدزاييانو له خوا وهل كيږي . انگرېزان او ايرانيان دده له بريدونو خلاصيږي او د شاه زمان لپاره ستونزې جوړوي .
اعليحضرت شاه زمان د ۱۷۹۸ ز كال په سر كې له يوه لوى لښكر سره د هند په لوري حركت كوي او نېغ په لاهور كې اړوي . كله چې شاه زمان لاهور ته رسيږي د هند په مسلمانانو او هغو ټولو خلكو كې ، چې پوهېدل انگرېزي دوكاندارانو د دوى ملك نيولى ، يوه عجيبه ولوله ، شور او ځوگ پيدا كيږي او په ټول هندوستان كې د اعليحضرت شاه زمان افغان ډنډورې غږېدلې او خلك دده په انتظار كې ول ، چې افغان ژغورونكى شاه زمان لاهور ته رسېدلېى . ان مرهټه او نور هندوان هم دا ځل خوشال ول ، چې انگرېزان به د دوى له خاورې وايستل شي . انگرېزان سخت وارخطا شول او حاضر وو ، چې په شمالي هند كې افغاني واكمني په رسميت وپېژني ، خو په دې شرط چې د فرانسې او روسيې مخه ونيسي ، چې په دې وخت كې يې غوښتل ، هند ته ځانونه ورسوي . داسې ويل كيږي ، چې د ناپليون بوناپارت استازى هم د شاه زمان حضور ته راغلى وو ، خو له بده مرغه د اعليحضرت شاه زمان ورور محمود ، چې د هرات والي وو ، پر كندهار راځي ، ځان پادشاه اعلانوي او د كابل په لور خوځيږي . محمود ددې پر ځاى ، چې په دغسې يوه حساس وخت كې د خپل هغه مدبر ورور ، چې ختيځ او لوېديځ ، روس او انگليس ترې په وېره كې ول ، د بخارا ، ايران او هند بادشاهان ترې خپل موجوديت په خطر كې ليده ، ملاتړ وكړي ، د ايرانيانو په مرسته د هغه راپرزولو ته ملا تړي او هېڅ ډول ملي شعور او وجدان نه لري . په اسيا كې افغانستان او د هغه لښكر او سر لښكر يوازينى هېواد دى ، چې كولاى شي انگرېزان له هند څخه وشړي او اعليحضرت شاه زمان په همدغه نيت هند ته تللى دى . اوس دې هر افغان يوه پلا د شاه زمان په موقعيت كې وگوري ، چې څه بايد وكړي ؟ په داسې حال كې ، چې محمود له ايراني پادشاه څخه مرسته اخيستې ، د نيشاپور ، مشهد او نورو لوېدېزو سيمو په سودا كولو كې دى ، د زرگونو افغانانو وينې هلته توى شوې دي . د ملي تاريخ دغه دوران ډېر سخت دوران دى ، چې د ميليونونو افغانانو او پښتنو د تباهۍ موجبات راغونډوي . اعليحضرت شاه زمان د هندوستان د ميليونونو خلكو هيلې هم ( يو شمېر بې خبرو او له ملي شعوره بې برخو افغانانو د غلطو اقداماتو په اثر ) تر پښو لاندې كړې او بېرته د كابل او كندهار په لور راخوځيږي ، خو اعليحضرت شاه زمان له هغو كسانو څخه نه دى ، چې خپل هوډ پرېږدي . مردان خپل هوډ نه پرېږدي له لاسه - كه يې سرشي د خوني زمري تر زامه د بخارا پادشاه هم پر شمالي سيمو رادنگلي وو ، خو شاه زما د بخارا پادشاه ، د ايران پادشاه او سيكهان ټول وځپل او ځينې دده له وېري پخپله په شاه ولاړل .
كله چې محمود كندهار ونيو ، شازمان كندهار ته پسې ورځي ، خو محمود د هرات په لور په شاه ځي . شاه زمان هرات ته ورپسې ځي ، محمود د هرات په كلا كې ځان كلابندوي ، شاه زمان ته د خپلې مور په لاس توبه نامه لېږي او عذر ورنه غواړي . اعليحضرت شاه زمان د محمود د مور ، چې دده هم ميره كيږي ، عذر مني او محمود بښي او بېرته يې د هرات د والي په توگه ټاكي . خو محمود څه موده وروسته د كابل د نېولو په هڅه كې د ايران له قاجاري دولت نه د مرستې د ترلاسه كولو لپاره راوانيږي . مورخ غلام محمد غبار وايي : چې اعليحضرت شاه زمان شخصي او كورني عواطفو ته ولې پر ملي گټو غوره اهميت وركړ .؟ كه چيرې يې د محمود او د هغې د مور عذر نه واى منلى او محمود يې نيولى واى ، لوى افغانستان به نه واى وران شوى ! خو د ښځې پلو اچول او د ننواتې منل هم د پښتنو يو خصوصيت دى ، خو ځوانمردي او ناځوانمردي دوه بېلابېلې خبرې دي . البته په ملي تاريخ كې لويه تېروتنه وه . د ملي تاريخ په اوږدو كې نصير خان بلوڅ د احمد شاه بابا په مقابل كې ښورښ وكړ ، مگر كله چې نصير خان بلوڅ پوخلا شو ، نه يوازې چې پخپله نصير خان بلوڅ پر خپل قول صادق وو ، بلكې دده اولاد هم وفادار ياتې شو . نه يوازې وفادار پاتې شو ، ان نصير خان د هند په جگړه ييز سفر كې داسې كارنامې وكړې ، چې كه دى نه واى پخلا يا احمد شاه بابا دده پخلاتوب نه واى منلى ، لوى زيان به ملي تاريخ ته اوښتى واى . دغه مهال انگليسان هم د روحانيونو په جامه كې او هندي مياگان ، لكه ميا غلام محمد هندى افغانستان ته رالېږي او د اسلام پرده يې پر مخ اچولې وي . تاريخ پوهان وايي ، چې شاه زمان غوښتل ، چې مركزي حكومت پياوړى كړي ، قومي مشرانو نه كار واخلي ( دندې وركړي ) او ماهرو خلكو ته هم دندې وركړي . په دې مهال يو شمېر قومي مشران په دې فكر كې شول ، چې د شاه زمان پر ځاى بل څوك د افغانستان د پاچاه په توگه وټاكي . خو دغو مشرانو وضعه د خپلو شخصي گټو پر بنسټ سنجوله او هغه بدلون چې په هند ، ايران او اروپا كې راغلى وو ، په هغه نه پوهېدل ، نو ځكه يې دغسې له خطره ډك گام پورته كړ . يا په بله وينا ملي شعور كمزورى وو . كله چې د شاه زمان پرضد دغه دسيسه كشف شوه ، نو د هغې مشران اعدام شول ، چې په هغو كې سردار پاينده خان هم وو . وروسته د پاينده خان زامنو ، په تېره بيا وزير فتح خان ، چې چلباز او بې پښتو سړى وو ، د تېمور شاه زامن د پادشاهۍ په تمه استعمال كړل او وروڼه يې سره وجنگول ، چې په پايله كې د محمدزو بې غيرته كورنۍ منځته راغله ، چې يو يا دوه كسه به يې ښه خلك ول . په ۱۷۹۳ ز كال كې نصير خان بلوڅ ، چې يو مجرب ، ځوانمرد او مېړنى سړى وو ، سپين ږيرى شوى وو . شاه زمان پېښور ته ولاړ او هلته يې واورېدل ، چې دده بل ورور همايون پر كندهار بريد كړى . د بخارا امير شاه مراد بلخ ته ننوتى ، كله چې شاه زمان بېرته كندهار ته ولاړ ، همايون هرات ته وتښتېد او له بل ياغي شاهزاده محمود سره يوځاى شو . كله چې شاه زمان كابل ته راغى ، نو د بخارا سفير د عذر لپاره ورته راغى . اعليحضرت شاه زمان په دوو كلونو كې لوى افغانستان تامين كړ . په ۱۷۹۵ ز كال كې اعليحضرت شاه زمان يو ځل بيا د هند په لور وخوځېد ، ددې لپاره چې انگرېزان له هغه ځايه وشړي . بيا خبر شو ، چې آغا محمد خان قاجار ايرانى پادشاه نيشاپور او مشهد ته ننوت ، نو دې ته اړوت چې بېرته راوگرزي . په ۱۷۹۶ كال كې بيا پېښور ته راغى . په همدغه كال لاهور ته ننوت ، په ۱۷۹۷ ز كال كې شاه زمان په لاهور كې وو ، چې د هند د پاشاه شاه علم ليك ورته راغى او ده ته يې بلنه وركړې وه ، چې هندوستان ته تشريف راوړي . شاه زمان انگيسانو ته خبر وركړ ، چې دى غواړي هندوستان ته له سل زره كسيز لښكر سره ننوزي ، نو دوى دې په شاه ولاړ شي . له بده مرغه په دغسې يو تاريخي شېبه كې له افغنستان نه ورته خبر راورسېد ، چې محمود بيا باغي شوى . دغه مهال شاه زمان په دې پوه شو ، چې كه چيرې يې مخكې ځل دده او دده د مور عذر نه واى منلى ، دغه بدمرغي به نه واى ورپښه شوې . نو شاه زمان بيا د هندوستان د ټولو هغو خلكو هيلې ، چې په انگرېزي لومو كې نښتي وو ، خاورې كړې او د خپل احمق ورور او نورو خاينو خلكو د كرارولو لپاره راوگرزېد . په دې وخت كې د ايران پادشاه آغا محمد خان قاجار مړ شو او دده زوى فتح علي شاه يې پر ځاى پاچا شو . محمود او دده زوى كامران ايران ته پناه يووړه ، د ايران پاچا د دوى هركلى وكړ . كله چې شاه زمان هرات ته ورسېد ، نو ايرانيانو د خراسان ولايت ، مشهد او نيشاپور خوشي كړي ول . شاه زمان بېرته د افغانستان له خوا هلته واكمنان وټاكل . پخپله بېرته كابل ته راستون شو ، ددې لپاره چې د هند په لوري وخوځيږي . دى لا په كابل كې وو ، چې محمود له لس زره ايراني ځواك او نورو خپه شويو باركزو او الكوزو په مرسته پر هرات او فراه بريد وكړ . خو د هرات مدافعينو د قيصر او زمان خان په مشرۍ هغوى مات كړل . دا پلا محمود بخارا ته وتښتېد او هلته يې پناه واخيسته . له هغه ځايه خوارزم او بېرته ايران ته ولاړ او هلته يې هركلى وشو . مطلب دا چې اعليحضرت شاه زمان د ايران ، انگليسانو او سيكهانو له گډو عملياتو او تېريو سره هممهال مخامخ وو . كورنيو خپلچارو او جاهلانو تر ټولو بد او خطرناك حالات رامنځته كړل . اتل اعليحضرت شاه زمان اته كاله پر اس سپور له پنجابه تر نيشاپوره منډې وهلې .دومره پياوړې سوق او اداره په تاريخ كې سارى نه لري . ملي تاريخ د لوى افغانستان د سولې او امن د تامين په لاره كې دده پر دغو هلې ځلو افرين وايي او دده پر كورنيو مخالفينو لعنتونه . د ۱۷۹۸ ز كال د اكتوبر په مياشت كې شاه زمان بيا لاهور ته راغى . دا پلا سيكهانو هم اطاعت وكړ . د انگيسانو استازى ميرزا مهدي علي د انگليس حكومت ته ليكي : (( د ايران په مرسته مو شاه زمان دومره مشغول كړى ، چې لږ تر لږه تر دريو كلو پورې پر هند حمله نشي كولاى . )) په دې وخت كې بيا خبر راغى ، چې د ايران پادشاه فتح عليشاه او محمود بيا د خراسان ولايت ته ننوتلي . د ۱۷۹۹ ز كال په سر كې شاه زمان له لاهور نه پېښور ته راغى ، چې د ايران ددفعې لپاره ولاړ شي . ايرانيانو منظم عسكر او ښه وسله نه درلوده ، خو شاه زمان منظم عسكر ، توپخانه او ښه وسله درلوده ، انگرېزانو ايران ته خپل سلاكاران ورلېږلي ول او هغوى يې دغې حملې ته هڅولي وو. افغاني لښكرو د ايران پادشاه بيا په شاه وتمباوه . ميا غلام محمد هندي د اسلام په جامه كې په كندهار كې اوسېده او دانگرېزانو پټ سړى وو . ده دا هڅې كولې چې د شاه زمان پرضد د يوې بلې دسيسې كار ترسره كړي . پاينده باركزي ، عظيم الكوزي ، نورالله بابري ، اسلام پوپلزي ، حكمت سركاني ، سلطان نورزي ، خضر عليزي ، زمان پوپلزي ، جوانشير ارسلان ، جعفر جوانشير ، شريف قزلباش ، د ميا غلام محمد هندي په كور كې د شاه زمان د راپزولو دسيسه جوړه كړه . دغو افغانانو د هندوستان د خلكو د خلاصون ، د لوى افغانستان د تامين او د ايران د دسيسو فكر ونه كړ او د يوه فعال او نه ستړي كېدونكي پادشاه پر وړاندې راپورته شول . انگيسى سر جان ملكم په ايران كې ناست وو او د ايران د پادشاه سلا كار هم دى . شاه زمان دسيسه كوونكي اعدام كړل . پرنس ملكم خان ارمني ليكي : كه دغه مصيبت افغانستان ته نه واى ، چې افغانستان يې په وينو كې ډوب كړ او كه ايران د انگيسانو په چالونو پوهېداى ، هندوستان او ختيځ د انګيسانو له ښكېلاك څخه خلاص شوى وو او شاه زمان پرته له بهرنۍ مرستې نه دا توان درلود چې په يوازې ځان د انگرېزانو بېخ او بنياد وباسي . پورتنى مطلب او نور انگيسي مدارك د قاضي عطاوالله(( د پښتنو تاريخ )) په كتاب كې راغلي ، چې غبار ، فرهنگ ، رښتيا او نورو ليكوالو له هغه څخه نقلا ځينې برخې رااخيستې دي . ملكم په خپلو ليكونو كې خوشالي ښيي ، چې افغان قومي مشران د هغې دسيسې په اثر ، چې د ميا غلام محمد هندي په وسيله ترتيب شوې وه ، وژل شوي او اوس ټول اړوند خلك د شاه زمان پرضد پاڅېدلي دي . مالكم په يوه ليك كې ليكي : د انگليس د ګټو لپاره د خراسان ولايت بايد خپلواك وي او كه چيرې د افغانستان يا ايران تر لاس لاندې وي ، نو ايران تر افغانستان ښه دى ، ځكه چې د ايران د پادشاه ځواك د افغانستان د پادشاه تر ځواكه ډېر كم دى . په بل ليك كې ليكي : شاه زمان په هند كې د انگيسي واكمنۍ يو پياوړى دوښمن دى او دى كولاى شي ، چې بې له بهرنۍ مرستې نه پر هندوستان ورودانگي . په بل ليك كې ليكي : (( د هندوستان د نيولو په برخه كې هېڅ يو شى د شاه زمان مخه نشي نيولاى ، پرته له دې چې دده په ملك كې نفاق پيدا شي او شاه زمان موقع ونه مومي ، چې له هند څخه انگرېزان وشړي )) . بل ځاى ليكي : (( افغانان تر نورو اسيايي خلكو مغرور ، كبرجن او كينه ناك دي )) په بل ليك بيا داسې ليكي : له اوسسنيو حالاتو داسې ښكاري ، چې سږ كال او بل كال به د افغانستا له پلوه كوم خطر هندوستان ته متوجه نه وي ، ځكه محمود له خراسان څخه د كندهار په لوري خوځېدلى او د كندهار شاوخوا سيمې يې نيولې ، ناراضي دراني مشران له محمود سره يو ځاى شوي او شاه زمان د ژمې له واورو نه كندهار ته نشي تللاى . د ايران پادشاه ژمنه كړې ، چې تر هغې به پر خراسان حملې كوي ، چې شازمان مصروف وساتل شي او پر هندوستان د حملې فرصت پيدا نه كړي . د داراني مشرانو نفاق او اختلاف يو ښه وخت مساعد كړى چې ايران افغاني خراسان ونيسي . د ملي تاريخ لوستونكي اوس پوهېداى شي ، چې په ملي گټو نه پوهېدل څومره خطر لري او موږ يې څنگه تباه كړي يو !!! له دغو پېښو نه مخكې شاهزاده همايون هم د مركزي دولت د مخالفت او ياغي كېدو په وجه ړوند شوى وو . كه څه هم نصير خان بلوڅ دده شفاعت وكړ او شاه زمان وباښه ، خو بيا هم په بغاوت سر شو . په كال ۱۷۹۶ ز كې د ډيلي سفير سيد محمود د شاه زمان حضور ته راغى او شاه زمان د ډيلي د پادشاه يو لړ اجراات وكتل او په دې ترڅ كې يې د هند د وليعهد تصديق هم وكړ . دغه وخت د سردار پاينده خان زوى فتح خان ايران ته وتښتېد او له ياغي محمود سره يو ځاى شو . سردار پاينده خان د ميا غلام محمد هندي په دسيسه كې اعدام شوى وو . د اعليحضرت شاه زمان ټول پوځ سل زره سپاره او نور پياده بلل كېدل . لوى افغانستان د اسيا لوى طاقت د انګليس ، ايران ، شاهزادگانو او سردارانو د شومو هدفونو ښكاري كيږي . {...} نه وزير فتح خان وزير باتدبير وو ، نه دوست محمد خان امير باتدبير ، نه عبدالرحمان خان سياست پوه . ټول يو شمېر هرزه برزه او بې كفايته مخلوقات وو . ملي تاريخ به هر هغه څوك محكوم كړي ، چې له بهرنيو هېوادو نه د سياسي قدرت د اخيستلو لپاره مرسته وغواړي . شاه زمان خپل سفير د ايران پادشاه ته واستاوه ، چې د محمود او نورو شاهزادگانو له حمايې نه لاس واخلي او د ايران پادشاه هم ومنله ، ځكه چې وزير رحمت الله خان ( وفادار خان ) ويلي ، چې د افغانستان لښكر له هر ډول پېښې سره مفابلې ته چمتو دى . اعليحضرت شاه زمان له هراته بېرته كندهار او كابل ته راغى . كابل ته خبر راورسېد ، چې محمود او تښتېدلي دراني سرداران د ايران په مرسته پرته له دې ، چې خراسان او هرات ته ولاړ شي ، د ترشيز له لارې فراه ته راغلى او بيا كندهار ته نږدې شوي دي او د كندهار سرلښكر مهرعلي خان د هغوى مقابلې ته وتلى او دومره جنگېدلى ، چې شل ورځې يې خاينه اردو پخپله ځاى درولې وه . خو دننه په ښار كې چمكار خلك پيدا شول . مهر عليخان مخكې تر دې چې كندهار پرېږدې ، په لنډه موده كې يې دوه خاينان حسن خان او امام بخش اعدام كړل . شاه زمان د كندهار خواته روان شو ، خو انگليسي او ايراني جاسوسانو بد تبليغات پيل كړي ول .له بلې خوا د محمود لښكر ډېر او يو موټى شوى وو ، ځكه چې د پاينده خان له وژلو وروسته دراني سرداران د محمود ملگري ول . دغه سرداران په ملي كچه د خپلو اعمالو په نتيجه نه پوهېدل ، چې څومره خطرناك كار كوي . هغه وو چې شاه زمان بېرته كابل ته راغى ، ددې لپاره چې پېښور ته ولاړ شي او يو ښه لښكر برابر كړي . نو شاه زمان ، چې يو هوښيار او مدبر سړى وو ، له ډېر لږو كسانو سره د پېښور په لور وخوځېد . كله چې شينوارو ته ورسېد د ملا عاشق په كلا كې ، چې يوه لويه كلا وه ، د دمې جوړولو لپاره پاتې شو . شاه زمان وليدل ، چې د خاين عاشق په كلا كې بندي دى او د كلا شا وخوا ټوپك والا خلك ولاړ دي . دا مهال محمود كابل ته ورسېد او د شاه زمان له ايسارېدو خبر شو . له كابل نه محمود خلك ولېږل ، اعليحضرت ساه زمان يې ونيو لومړى يې دده سترگې ړندې كړې بيايې بندي كړ . په لوى افغانستان كې تياره شوه .د شاه د سترگو له رڼا سره يو ځاى د لوى افغانستان برم ولاړ . د كابل فتح د محمود او دراني سردارانو له خوا د نيشاپور ، مشهد ، اسفزار او نورو سيمو په بيه تمامه شوه ، چې د ايران لاس ته ورغلې . دا هغه لومړنى لوى خيانت وو ، چې د احمد شاه بابا له روح او اخلاقو سره وشو ، له دغې نېټې نه وروسته لوى افغانستان مخ په ځوړ روان شو او بربادي پيل شوه .
اوس تاسو يوه پلا بيا اعليحضرت شاه زمان وگورئ ، بيا ورسره خداى پاماني وكړئ . په ۱۸۰۸ ز كال كې د انگليسانو يو لوى پلاوى د الفينسټن په مشرۍ له ډيلي نه د پېښور په لور وخوځېد ، چې د الفينسټن په قول د افغان مغرور پادشاه ( كاشكې تر پايه مغرور پاتې واى ) وگوري او د ناپليون د نقشو په اړه خبرې ورسره وكړي . دا چې پلاوى د لوى افغانستان حدودو ته داخليږي ، تر دغه وخته پورې يوازې د خراسان ولايت له لاسه وتلى وو او نوره اميراتوري لا شته او د شاه شجاع لومړۍ دوره پاچاهي ده . پادشاه هم په پېښور كې دى . الفنسټڼ داسې ليكي : د ۱۸۰۹ ز كال د جولاى په لسمه مو له شاه زمان سره وكتل . د شاه زمان ليدنه د پادشاه تر ليدنې موږ ته لږ په زړه پورې نه وه . شاه زمان يو وخت په هندوستان او پارس كې د لوى نامه او اعتبار خاوند وو . دى مو په داسې حال كې وليد ، چې په خېمه كې يې غالۍ او ليمڅي هوار وو . شاه زمان پر يو لوى كوچ ناست وو . موږ ده ته مخامخ تر هغو ولاړ وو ، چې ده د كېناستلو اجازه راكړه . دده لباس ساده او ارت بې لستوڼو كوټ يې اغوستى وو ، چې ورېښمين ګلان پرې ګڼدل شوي ول . پر سر يې توره لونگۍ وه . څېره يې ډېره شاهانه وه ، دغه وخت دى څلوېښت كلن ښكارېده . غږ او حركت يې جگ او منظم وو . اوږد مخ او ښكلې ږيره يې درلوده . دده څېره په هېڅ صورت يوه ړانده ته نه پاتې كېده ، سره له دې چې سترگې يې ژوبلې وې ، خو بيا هم تورې برېښېدلې او دده څېرې ته يې تازه گي بښله . كله چې به چا ورسره خبرې كولې ، مخ به يې هغې خواته اړاوه . دده څېره غمجنه او له خپگان نه ډكه وه . كله چې موږ كېناستو ډېره چوپتيا خپره شوه . خو ده پخپله چوپتيا ماته كړه او د شاه شجاع د بدبختيو په باب يې خبرې وكړې او د شرايطو د ښه كېدو هيله يې وكړه . دا و د نوميالي پادشاه يو اخري انځور چې ومو ليد . د شاه زمان وروستۍ خبره ، چې دى زوړ ، ړوند او ناتوانه وو داده : (( پادشاهي بې تورې او توره بې هدفه نه وي )) . د لوى افغانستان نوميالى امپراتور اعليحضرت شاه زمان په ۱۸۴۴ ز كال كې ومړ او په سرهند كې خاورو ته وسپارل شو .


شاه محمود سدوزى

شاه محمود سدوزى د اعليحضرت تېمور شاه زوى په ۱۷۶۹ ز كال كې زېږېدلى دى . ده له خپل ماما وزير فتح خان سره په گډه او د ايرانيانو په مرسته د نوميالي پادشاه اعليحضرت شاه زمان پر ضد دسيسې جوړې كړې . د ۱۸۰۱ ز كال د جولاى په ۲۵ يې اعليحضرت شاه زمان ، چې دده ناسكه ورور وو ، لومړى ړوند كړ ، بيا يې بندي خانې ته واچاوه ، وا دى پخپله د افغانستان پر پلاز كېناست . دده لومړۍ دوره واكمني تر ۱۸۰۳ پورې دوام وكړ . له ده نه وروسته دده بل ناسكه ورور شاه شجاع د افغانستان پر پلاز كېناست . شاه محمود سدوزي دويم ځل په ۱۸۰۹ ز كال كې د افغانستان پادشاه شو او په ۱۸۱۸ ز كال كې راوپرزول شو . دى په ۱۸۲۹ ز كال كې ومړ .



شاه شجاع
شاه شجاع د اعليحضرت تېمور شاه زوى د ۱۷۸۵ ز كال د نوامبر د مياشتې په ۴ زېږېدلى دى . دده لومړنۍ دوره پاچاهۍ په ۱۸۰۳ ز كال كې د شاه محمود سدوزي له واكمنۍ نه وروسته پيل كيږي او تر ۱۸۰۹ ز كاله پورې دوام كوي . په ۱۸۰۳ ز كال كې د کابل ، لوګر ، كلات او غزني غلځيو په گډه شاه شجاع ته بلنه وركړه ، چې كابل ته راشي . دغه مهال وزير فتح خان په پېښور كې وو . په پايله كې شاه محمود سدوزى يا ياغي محمود خلع شو او شاه شجاع د محمود له درې كلنې واكمنۍ نه وروسته پادشاه شو . خو د لوى افغانستان د خراسان ولايت ، نيشاپور او مشهد له لاسه ووتل . وزير فتح خان چې حالات داسې وليدل ، نو له پېښوره كندهار ته ولاړ او هلته د محمود له زوى كامران سره يوځاى شو . شاه شجاع چې دا مهال د افغانستان پاچا شوى وو ، نو يې جنرال احمد خان نورزايي كندهار ته واستاوه . ملا عاشق يې كابل ته راوغښت . د كوه نور الماس چې دده په كور كې شاه زمان اېښى وو ، هغه يې ځنې واخيست او عاشق يې مړ كړ . وزير فتح خان له شاه شجاع څخه بښنه وغوښته او هغه هم وباښه . كابل ته راغى ، خو كله چې شاه شجاع پېښور ته ولاړ ، فتح خان كندهار ته وتښتېد او شاهزاده قيصر ، چې د كندهار والي وو ، هغه يې راوپاراوه ، چې ځان پادشاه اعلان كړي او هغه هم دا كار وكړ . كله چې شاه شجاع كندهار ته متوجه شو ، فتح خان بيا وتښت او فيصر ته تسليم شو او بېرته د كندهار د والي په توگه وټاكل شو . د شاه شجاع لومړۍ دوره تې يوې اندازې پورې ښه تېريږي ، خو دده دويمه دوره او هغه تړون چې دده ، رنجيت سينگهـ او اتنگليسانو تر منځ ، چې د لاهور د درې اړخيز تړون په نامه ياديږي ، د ملي تاريخ يوه ډېره بدمرغه مرحله ده .
شاه شجاع او د لاهور تړون
په ۱۸۰۹ كې شاه شجاع په لاهور كې وو او په كابل كې هماغه ياغي محمود يا شاه محمود سدوزى د وزير فتح په مرسته د دويم ځل لپاره پر پلاز كېناست . شاه شجاع ددې لپاره چې محمود له پښو وغورځوي او پخپله پادشاه شي نو د لاهور تړون يې داسې ورسره لاسليك او ومانه ، چې كشمير ، اټك ، چچ هزاره كېمبل پور ، پېښور ، هشنغر ، كوهاټ ، هنگو ، ملتان ، ډېره غازي خان ، ډېره اسماعېل خان يې د تل لپاره له لاسه وركړل او رنجيت سېنګهـ او دده وكيلان چې هره پرېكړه د سند په اړه وكړي ، نو شاه شجاع به هغه مني . د لاهور په تړون كې شاه شجاع ته شاه ويل شوي وو ، خو له دې وروسته پادشاهان د جناب ، والي كابل يا امير په نامه ياد شوى او د ولى افغانستان د پوره له منځه وړلو لپاره يې كار پيل كړى او دغه حكم له لندن نه راغى ، چې افغانستان بايد د نړۍ له نقشې نه وايستل شي . خو د افغانستان خلكو دا مقاومت كړى ، چې افغانستان د نړۍ په نقشه كې پاتې شي .
په ۱۸۴۱ ز كال كې مكناټن شاه شجاع ته يو ليك واستاوه ، چې د كابل نور افغاني مشران په يوه پلمه خپل څنگ ته دروغواړه ، بيا به دوى ټول ونيسو ، زه به يې هندوستان ته بوزم او ستا پاچاهي به كراره شي . شاه شجاع د مكناټن د ليك ځواب ور نه كړ ، خو افغان مشران يې لكه عبدالله خان اڅكزى ، امين الله خان لوگرى ، عبدالسلام خان پوپلزى ، سكندر خان ، نواب زمان خان ، محمد شاه خان بابكر خېل ، مير حاجي او نور مشران يې وروغوښتل ، دوى ته يې د منكناټن نيت څرگند كړ او د ځان له پلوه يې دا اختيار وركړ ، هر ډول گام چې دوى ښه گڼي هغسې دې يې اوچت كړي . دوى د شاه شجاع له درپاره ووتل ، د شپې د كابل په يوه كور كې سره جرگه شول او يو لړ پرېكړې يې وكړې . دوى دا سره وتړله ، چې په گډه به ملي پاڅون ته تيارى نيسي او د هېواد گوټ گوټ ته به خبر وركوي . دوى دا پېكړه هم وكړه ، چې ډېل به كوي ، څو د انگرېزانو له خوا يو نوى تېرى وشي ، هماغه به پلمه او د يون كولو بنسټ وگرزوو او په پاك قران يې لوړه سره وكړه . رابرټ برنس ، چې د كابل والي دى ، په انگليسي او هندي ښځو موړ وو . يوې كابلۍ ته يې هوا شوې وه ، چې د خپلو اړېكو په لاره يې د عبدالله خان اڅكزي يوه مينځه وموندله . كله چې غازيان د يوې پلمې په انتظار كې ول ، نو دا يوه ښه پلمه په لاس ورغله چې غزا پيل كړي . غازي عبدالله خان د نوامبر په دويمه د سهار لومنځ وكړ او د نورو غازيانو په سر كې په شنه سهار د برنس كلا ته ورسېدل . د برنس ساتوكي يې وووژل او كورته وردننه شول . دوه انگليسي ، دوه هندي او يوه ې هماغه ښه ونيوله او ويې وژل . برنس په مقاومت لاس پورې كړ ، خو ډېر ژر د غازيانو په لاس ورغى او د كوره د باندې يې د پارېدلو غازيانو ډلې ته وروغوځار كړ . دده مرستيال ، خزانه دار او نوكران د غازيانو په لاس ټوټې شول . غازيانو د كابل د ښار اوسېدونكي انگرېزان يو په بل پسې ونيول . د انگرېزانو له چاوڼۍ نه منظم لښكر راغى ، خو افغاني زمريانو د سوى د غوښې په شان وڅيرل . شاه شجاع له بالاحصار نه په دوربين كې دغه ننداره كوله او له سترگو يې اوښكې بهېدې ، چې زه څه بدمرغه وم ، چې دغسې ننگيالي ملت ته مې انگرېزان راوستل...د كوهدامن ، چهاردهي ، لوگر ، ميدان او نورو شاه وخوا سيمو غازيان راتلل او عبدالله خان اڅكزي ته يې ډاډ وركاوه ، چې جگړې ته دوام وركړي . شاه شجاع له دې نه مخكې افغاني غازيانو ته ويلي وو ، چې زه په دغسې يو چال كې نښتى يم ، خو د غازيانو لپاره له خپلې خزانې څخه خرڅ وركوم . په داسې حال كې چې غزا روانه وه ، غازي عبدالله خان ټپي شو . نور غازيان او كابليان پرېشانه شول . مورخ احمد علي كهزاد ليكي ، چې عبدالله خان په ټپي حالت كې پر اس سپور شو او د كابل په ښار كې وگرزېد ، ددې لپاره چې غازيان نور هم تشويق شي . كله چې عبدالله كور ته راغى ، نو د شپي يې ساه وركړه او شهيد شو . دده جنازه د چهاردهي په قلعه سرخ كې پر يوه غونډۍ دفن كړاى شوه . د جنازې تر خښولو وروسته ملا مومن غلزى ، امين الله خان لوگرى ، شمس الدين باركزى ، گل محمد خان ، عبدالعزيز خان ، محمد شاه خان بابكرخېل ، سكندر خان باميزى او عبدالسلام خان پوپلزى سره جرگه شول او د غزا د دوام پرېكړه يې وكړه . د ۱۸۴۱ ز كال د نوامبر د دويمې نېټې ملي پاڅون دې حالت ته ورسېد ، چې انگرېزان خبرو ته حاضر شوي او وتلو ته چمتو شوي وو . د دوى وسله او توپخانه هم د غازيانو لاس ته ورغلې وه . پاچا او شاهي كلا هم د غازيانو په لاس كې وه ....له هندوستان څخه نوې لښكرې راوخوځېدې ، چې د بخارا پادشاه سردار اكبر خان ته اجازه وركړه ، چې هېواد ته راشي . امير دوست محمد خان چې د كوهستان او كاپيسا بريالي غازيان يې پر ميدان پرې اېښي وو او پخپله مكناټن ته تسليم شوى وو ، دا مهال په هندوستان كې وو او انگرېزان له ده سره هم د خبرو په حال كې ول . مورخين وايي ، چې امير دوست محمد د غازيانو له سترو برياليتوبونو نه بېخي ناخبره وو او دى د پادشاهۍ دومره لېوال وو ، چې ده او نورو سردارانو هېڅكله د ملت توره په نظر كې نه ده نيولې . د سردار اكبر خان په رارسېدو سره مشران خوشاله شول او دى يې خپل مشر ومانه او يو گټلى ميدان يې ده ته وسپاره ، خو د اكبر خان ټول حركات ددې لپاره وو ، چې خپل پلار بېرته پر پلاز كېنوي . ټولو ملي مشرانو دده تود هركلى وكړ . سردار اكبر خان په حالاتو پوه وو ، چې انګرېزانو پوره ماتې خوړلې ده ، نو يې په ډاډه زړه مكناټن ته ليك واستاوه او د خبرو اترو غوښتنه يې وكړه ...
له بلې خوا شاه شجاع د پخوانيو دبدو په حساب خواشينى مالومېده ، نو شاه شجاع د نايب امين الله خان لوگري پر خوا ډېره پاملرنه كوله ، چې دغې پاملرنې د باركزو سردارانو خوا بدوله . دا خبره هم د مكناټن په گټه وه ، خو ورستيو پېښو موضوع بل ډول كړه ، چې ان د شاه شجاع سدوزي په مرگ تمامه شوه . د نواب زمان خان زوى شجاع الدوله ، چې شاه شجاع سدوزي خپل نوم پر هغه اېښى وو ، شاه شجاع سدوزى پر هغه ورځ وواژه ، چې شاه شجاع له انگيسانو سره د جگړې لپاره چمتو شوى وو او له هغه لښكر سره ، چې د كابل په سياه سنگ كې د جلال اباد په لور د حركت په حال كې وو ، وخوځېد . شاه شجاع ناڅاپه د ځينو جوهراتو په فكر بالا حصار ته ولاړ او چې بېرته لښكرځاى ته راستنېده ، شجاع الدوله له خپلو لښكرو سره بريد پرې وكړ او هغه يې وواژه . هغه پروگرام ، چې د غزا لپاره دا مهال شتون درلود ، هغه معطله شو .



امير دوست محمد خان
امير دوست محمد خان (۲۳ د دېسمبر، ۱۷۹۳ ز. - ۹ د جون، ۱۸۶۳ ز.) د سردار پاينده خان ، چې د باركزۍ كورنۍ مشر وو ، زوى دى او د ۱۷۹۳ ز كال د ډيسمبر په ۲۳ زېږېدلى دى . ( ځينې سرچينې دده د زېږېدو كال ۱۷۹۰ گڼي ) دده مشر ورور وزير فتح خان هغه سړى وو ، چې له شاه محمود سدوزي سره يې يو ځاى څو واره ايران ته پناه يووړه او د لوى افغانستان د نوميالي پاچا اعليحضرت شاه زمان پرضد يې دسيسې جوړولې .كله چې په ۱۸۱۸ ز كال كې شاه محمود سدوزي خپل ماما ، يانې د دوست محمد ورور فتح خان وواژه ، نو له شاه محمود سره د باراكزيو سردارانو اختلافونه زيات شول ، افغانستان ددوى ترمنځ ووېشل شو ، د هېواد د خاورې او ولس پر وړاندې داسې چلند كېده ، لكه د دوى شخصي ملكيت چې وي .




امير شېر علي خان
امير شېر علي خان (۲۱ د فبروري -۱۸۲۵, ۱۸۷۹) د ۱۸۶۳ زېږيز کال نه تر ۱۸۶۶ زېږيز کال پورې او وروسته بيا د ۱۸۶۸ زېږيز کال نه تر خپلې مړينې پورې د افغانستان پاچا وه. هغه د امير دوست محمد خان ، د بارکزيو د حکومت بنسټګر، درېيم ځوی وه.
امير شېر علي خان که څه هم د امير دوست محمد خان درېيم ځوی وه خو کله چې امير دوست محمد خان مړينې ته نژدې وه نو داسې يې وصيت کړی وه چې د هغه د مړينې نه وروسته بايد امير شېر علي خان د هغه ځای ناستی شي. او همداسې هم د امير دوست محمد خان د مړينې نه وروسته هغه د افغانستان پاچا شو، خو ډېر ژر بيا د هغه د مشر ورور امير محمد افضل خان له خوا د پاچاهۍ نه ګوښه کړای شو.
په افغانستان کې چې امير شېر علي خان په دوهم ځل لپاره پاچا شو ( ۱۸۶۸ــ ۱۸۷۸م زېږدي ) په هېواد کې د نوي تمدن پير پيل شو . په دغه پیر کې مطبعه هېواد ته راوړل شوه او په کار ېې پيل وکړ . د شمس النهار اخبار د لومړي ځل لپاره خپور شو . د پوستي ډاګ غونډال فعاله شو او د پوست ټکټونه چاپ شول. همدا رنګه عصري لښکر يا پوځ جوړ شو چې ټولې پوځي اړتيا وې ېې پوره کولې . په همدې پير کې په لومړي ځل باندې کابينه جوړه شوه او د مختلفو چارو لپاره د کار وېش او وزارتخونې جوړې او منځ ته راغلې او د کارونو د ښه والي لپاره د مسلکي کدرونو د روزلو لپاره يوه پوځي او يوه ملکي ښوونځئ پرانيستل شوې

امير محمد افضل خان 
امير محمد افضل خان ( ۱۸۱۱ - ۱۸۶۷ ) د امير دوست محمد مشر زوى وو . محمد افضل د خپل پلار له مړينې نه درې كاله وروسته دافغانستان واك له خپل ورور امير شېر علي خان نه ونيو . دده له مړينې نه وروسته امېر شېرعلي خان بېرته د افغانستان امير شو



غازي محمد ايوب خان
غازي محمد ايوب خان (۱۸۵۷، کابل - د اپرېل ۷، ۱۹۱۴ لاهور) چې انګرېزان يې د مېوند فاتح يا افغان شهزاده چارلي په نومونو هم يادوي. نوموړى د هرات پخوانی والي او د مېوند د جګړې فاتح و. د افغانستان ملي اتل غازي محمد ايوب خان د امير شېر علي خان زوی وو او دده مور د لالپورې د مومندو مشر ، سادت خان لور وه. د ۱۸۸۰ زيږديز کال د جولاى په ۲۷ يې انګرېز جنرال بارو ته د مېوند په جګړه کې ماتې ورکړه او بيا يې په کندهار کې د انګرېزانو پوځ كلابند کړ. د ۱۸۸۰ ز کال د سيپټمبر په ۱ يې د انګرېزي جنرال فرېدرېک روبرټس نه د کندهار په جګړه کې ماتې وخوړه ، او په همدې توګه د افغان انګرېز دويمه جګړه پای ته ورسېده. يو کال وروسته ايوب خان بيا د کندهار د نيولو تکل وکړ ، خو دا ځل بيا د امير عبدالرحمن خان له خوا له ماتې سره مخامخ شو. په ۱۸۸۸ کال کې ايوب خان له ايران نه ولاړ او په برتانوي هند کې تر خپلې مړينې واوسېده. د ايوب خان قبر د پېښور د دُرانيو په هديره کې د شېخ حبيب مقبرې کې ځای لري.
سردار محمد ايوب خان چې د انګرېزانو په مقابل د افغان انګليس په دوهمې جګړې کې برخه درلوده او د اسلامي ولولو له کبله ورته د غازي لقب ور په برخه شوی او لدې کبله د افغانستان ملي اتل هم يادېږي . دی د امير شېر علي خان زوی و . مور ېې د ننګرهار د لالپورې د سعادت خان لور وه .
غازي ايوب خان له خپل مشر ورور سردارمحمد يعقوب خان سره ، چې د پلار لخوا د هرات حکمران مقرر شوی و اوسېده . کله چې سردارمحمد يعقوب خان په ۱۲۵۲ لمريز (۱۸۷۳ ز) کال کابل ته ولاړ ، د خپل پلار لخوا د مخکيني بغاوت په جرم بندي شو او تر سختو جسمي او اروايي ربړو او کړاؤونو لاندې ونيول شو ، نو سردار ايوب خان په دې کار له خپل پلار څخه سخت خپه شو . سره له دې چې امير شېر علي خان د هرات د حکمران په توګه د هغه د مقرررۍ فرمان د مستوفي حبيب الله وردګ او محمد عمر خان په لاس هرات ته ورولېږه ، خو نوموړي ونه مانه او د خپل پلار په وړاندې ېې پاڅون وکړ . امير شېر علي خان د دغه پاڅون د ارامولو له پاره د سر لښکر حسين علي خان او مستوفي حبيب الله وردګ تر مشرۍ لاندې خپل لښکر هرات ته ولېږه . محمد ايوب غازي چې د هغه د مقابلې ځواک په ځان کې ونه ليد، له ډېر لږ مقاومت څخه وروسته اوسيني ايران ته واوښت . هلته ېې پناه واخيسته او په مشهد کې دېره شو . کله چې په ۱۸۷۸ زېږيز کال د ډسمبر په مياشت کې امير شېر علي خان له کابل څخه تېښتې ته اړ او بلخ ته ولاړ ، څو مياشتې وروسته يعقوب خان چې له زندان څخه آزاد او د کابل والي وټاکل شو د واکمنۍ اعلان ېې وکړ . په همدغه مهال سردار ايوب خان له مشهد څخه هرات ته راستون شو او د نايب الحکومه (والي ) په توګه ېې د چارو په سمبالښت لاس پورې کړ
کله چې غازي ايوب خان له ايران څخه راستون شو او د لوېديځې سيمې د چارو واګي ېې سمبال کړل نو پلار ته ېې د بښنې يو ليک له هرات څخه مزار شريف ته واستاوه . امير شېر علي خان د ۱۲۵۸ لمريز کال چې د ۱۸۷۹ زېږيز سره سمون خوري د هماغه کال د کب مياشت په ۳ مه په مزار شريف کې ومړ او افغانستان يو ځل بيا د انګرېزي ښکېلاک تر بريد لاندې راغی .

د افغان انګليس دوهمه جګړه
د ۱۸۷۸ زېږيز کال په نومبر مياشت کې انګرېزي ښکېلاکي ځواکونو د دويم ځل لپاره پر افغانستان تېری وکړ. کابل او کندهار ېې ونيول ، چې پر ضد ېې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پاڅونونه پيل شول. کله چې د ۱۸۷۹ ز کال د مې مياشت په ۲۴مه امير يعقوب خان له يرغلګرو انګرېزانو سره د ګندمک تړون ېې وکړ ، دا هاغه تړون دی چې افغانان ورته د شرمېدلي تړون په سترګه ګوري . دا تړون د انګرېزانو د سفير پيېرې لويېس ناپولېيون کيوانارې سره شوی و نو د کابل خلکو د دغه سفير په مقابل راپاڅېدل او دی ېې وواژه . انګرېزانو د خپل سفير کېوناري د غچ اخيستو په موخه د خيبر ، کرمې او کندهار درېؤ مورچلونو څخه پر افغانستان بريد وکړ . امير محمد يعقوب خان چې د انګرېزانو د مخنيوي په خاطر د لوګر خوشي ته د انګرېزانو قرارګاه ته ورغلی و ، ونيول شو او بيا څو مياشتې وروسته انګرېزانو هغه د واکمنۍ له ګدۍ څخه ګوښه او په ۱۸۷۹ ز کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه ېې د يوې پوځي قطعې په ملتيا برتانوي هند ته تبعيد کړ .

ملي پاڅون ته ولس چمتوکول
سردار ايوب خان دغه وخت په هرات کې و . ددغه ځايه ېې د ملي مشرانو په مشورې د انګرېزانو پر ضد د جهاد او پاڅون هوډ وکړ . له يوې خوا په هرات کې د لښکرو په ترتيب ، نظم او چمتووالي بوخت شو ، له بلېخوا ېې امير عبدالرحمان خان ته بلنه ورکوله او په څنګ کې ېې دا چې هغه په هماغه مهال د ۱۸۸۰ م زېږيز کال په مارچ کې د انګرېزانو له منګولو څخه د هېواد د ژغورنې په تکل ځايي سيمو کې ېې د پاڅون خبرتياوې ځړولې او په دې نوم ېې پر ځان خلک راټولول چې له ده سره د انګرېزانو پر ضد پاڅون او جهاد کې ملګري شي ، تر څو له دؤو خواؤ څخه پر دښمن مرګوني ګوزارونه وکړي . خو عبدالرحمان خان د نوموړي دا بلنه رد کړه او هغه ته ېې په ځوابيه ليک کې وليکل چې : ٫٫( اوس له انګرېزانو سره دښمني کول د افغانستان په ګټه نه ده ، امير شېر علي خان همدغه تېروتنه وکړه ، ځکه له منځه ولاړ ، تاسو هم له انګرېزانو سره د سولې لار ونيسۍ ) ٬٬ نږدې دوه مياشتې وروسته په هرات کې ملي مجاهدينو ته امير عبدالرحمان خان لخوا د دوی رد ځواب ورسېد . هغوی ډېر خواشيني شول او غوسه شول نو هوډ ېې وکړ چې په يوازې ځان به دغه ملي او اسلامي دنده ترسره رسوي ، نو هم هغه و چې د هرات افغاني لښکرې د سردارغازي ايوب خان په مشرۍ د فراه او ګرشک پر لارو کندهار ته د تللو له پاره چمتو شوې. د لښکر شمېر او د چارو سپارل سردار ايوب خان د هرات د حکومت چارې د امير محمد يعقوب خان زوی او وليعهد موسی جان او لوی نايب خوشدل خان ته وسپارلې او په خپله ېې د چمتو کړي لښکر سره چې شمېره ېې په ځينو تاريخونو کې دولس زره ۱۲۰۰۰ ، ځينو کې اته زره ۸۰۰۰ ، او په ځينو نورو کې بيا ۵۵۰۰ تنه سپارو ، پلي او په توپخانه سمبال پوځونه ښودل شوي دي له هرات څخه د کندهار پر لور روان شو .
د ميوند پر دښته جګړه تودېدل
غازي محمد ايوب خان
د ميوند پر دښته د ايوب خان په مشرۍ افغاني لښکر له زرګونو انګرېزي لښکر سره چې په ډول ډول وسلو سمبال و جګړه پيل کړه . له څو ورځو پرله پسې جګړې وروسته له ټول انګرېزي پوځ څخه ۶۰۰ تنه د جګړې له ډګر څخه په تېښته بريالي شول او نور ټول ووژل شول. دا چې د انګرېز وسايل په خيبر ، کابل ، جلال اباد او کوېټه کې ډېر و نو ېې د ځينو مخبره کړېو په لاس د کابل قرارګاه ته د انګرېز يو جنرال ته چې نوم ېې جنرال ستورات و تلګراف ولېږه چې جګړه د لوی کندهار د ميوند په سيمه کې سخته ده او انګرېزي لښکر ټول تباه شوی نو جنرال هک پک او غوسه ورغله نو ېې د يو بل جنرال ته چې نوم ېې رابرټس و امر وکړ چې په چټکۍ سره دې مرسته کندهار ته ورسوي څو نور افغانان وځپي . په ځپل شويوکې د افغان ولسي وګړو هم ډېره مرګ ژوبله ليدلې وه . انګرېز په افغانانو بيا يرغل وکړ او خپلو پاتې شوو ځينو پوستو ته ېې مرستې ورسولې يوه خواته دميوند پر دښته پراته دپرنكي پوځونه په هرډول وسلو او وسايلو سمبال شول له بله خوا افغانان په ډېرو لږو وسلو خو دايمان او عقيدي په وسله سمبال و د هغوى مقابلې ته راوتلي و او په دې نيت او تكل و چي دغه كفري لښكرې له خپلې خاروې څخه وباسي .هلته د غازيانو د جګړې د پای شپو ورځو څخه يوه ورځ دمخه ۱۸۸۰ م ز کې د جولای مياشت په ۲۶مه امير عبدالرحمان خان د کابل په پلاز کېناست او دېخوا د هيواد د ازادي غوښتونکو پاڅون څه نا څه ټکنی و . د تاريخپوهانو له اړخه داسې وايي: د افغاني غازيانو سره په دغه جګړه كې افغانې ميرمنې هم شاملې وې چي ځينو يې غازيانو ته خواړه اوبه او باروت وررسول او ځينو له خپلو پلرونو ، ورونو او ميړونو سره اوږه په اوږه ددښمن مقابلې ته راوتلې وې، يوه له دغو نومياليوښځينه و څخه پېغله ملاله ميوندۍ هم وه. چې وروسته بيا د انګرېزانو لخوا شهيده کړای شوه . د افغانانو تر منځ د ملالې ميوندۍ او د ميوند د جګړې ياد د هغې اتلې له ټپې څخه څرګندېږي .
كه په ميوند كې شهيد نسوې                       خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه
د پښتنو خويندو، ميندو مرستوله کبله هم د انګرېز د ډېرو تمو سره چې کندهار ته به د پوځ مرستې بشپړ پړاؤ پر مخ بيايی او يا به هغوی له افغان جنګياليو څخه خلاسوي بېرته به کوټې ته مخه کوي يو ارمان پاتې شوی و خو بيا د ځينو کورنيو جاسوسانو له خوا ګټلې جګړه د انګرېزانو په دسايسو ټکنۍ شوه او د غازي ايوب خان سره ېې د هغه تره امير عبدالرحمان خان په جګړه ښکېل کړ. هلته د ميوند فاتح غازي ايوب خان لس ورځې د شهيدانو د تدفين او د انګرېزي يرغلګر پوځونو د زرګونو مړو د ښخولو او د لښکر د تنظيم په چارو کې بوخت پاتې شو.
د انګرېز درغلي
په کندهار کې د انګرېزي ځواکونو مشر جنرال پرايمروز وکړای شول چې له يوې خوا د پاتې پوځيانو له پاره اذوقه او اکمالات وربرابر کړي او له بلې خوا د ښار دفاعي مورچلې ټينګې او ځان د اوږدې دفاع له پاره چمتو کړي . په همدغه وخت کې له کابل څخه په کندهار کې د انګرېزي پوځ قوماندانۍ ته دا ډاډ هم ورکړل شوی و چې که تر يوې مياشتې پورې د غازيانو په وړاندې مقاومت وکړای شي د دوی ځواکونه به له کابل څخه د هغوی ژغورنې ته ورورسېږي . کله چې افغاني غازيان د ميوند له فتحې لس ورځې وروسته د کندهار ښار ته ورسېدل ، نو له بېلا بېلو خواؤ څخه ېې پر دښمن بيا بريدونه پيل کړه . ځای په ځای ېې هغوی ته د مرګ ژوبله او مالي زيانونه ورواړول ، تر دې چې د ښار نیول بيخي نږدې شوي و . په همدغه وخت کې د انګرېزي قواؤ بولندوی جنرال پرايمروز يوه حيله (دوکه) په کار واچوله او هغه دا چې د محمد زيو د کورنۍ يوه زړه بوډۍ چې د سردار شېر علي خان نيا او د سردار مهردل خان مور وه او په ټوله کورنۍ کې ېې ډېر نفوذ هم درلود ، انګرېز بولندوی هغې ته مور ويلي و ، هغه ېې د زړه سوي او څه رشوت په مقابل کې دې ته چمتو کړه چې په غازي سردار ايوب خان پسې ولاړه شي او له هغه څخه انګرېزانو ته څلوېښت ورځې مهلت وغواړي ، چې له مخې ېې هغوی د خپلو ځواکونو د وتلو او سفر چارې تنظيم کړي . نو بيا به د کندهار ښار غازيانو ته پوره پرېږدي او انګرېز به په خوښه برتانوي هند ته ولاړ شی . انګرېزانو ته د مهلت غوښتلو لپاره سردار ايوب خان د بوډۍ دغه خبره ومنله . له دې نه و خبر چې هلته په کابل کې انګرېزي ځواکونو له امير عبدالرحمان خان سره موافقې ته رسېدلي دي چې څه پوځونه به ېې د بت خاک په لاره د جلال اباد او بيا پېښور ته درومي او ځينې به کندهار ته خپل کلابند پوځونو د ژغورنې لپاره ځي . وروسته به کندهار امير عبدالرحمان خان ته سپاري او دوی به له کندهار څخه روغ رمټ کوېټې ته اوړي . د همدې موافقې له مخې رابرټ سل له خپلو پوځيانو سره د ۱۸۸۰ م زېږيز د اګست په اتمه ، په داسې حال کې چې د امير عبدالرحمان خان فرمان او ساتونکي د سردار شمس الدين خان زوی سردار عزيز خان ورسره و ، له کابل څخه حرکت کوي . نوموړي په لاره کې د امير هغه فرمان چې خلکو ته ېې په کې د خپلې پاچايۍ او د انګرېزانو د وتلو ډاډ او مبارکي ليکلې وه . ځای په ځای خلکو ته د ډاډ په موخه ښکاره کواوه او دغسې انګرېزي ځواکونه روغ رمټ د اګسټ په ۲۷ مه نېټه کندهار ته ورسېدل . په سبا ېې په ناڅاپه توګه د غازيانو پر مورچلونو بريدونه پيل کړل . دلته ېې د پښتنو قبايلو تر منځ او په تېره د اکا او وراره اعتبار هم تر سوال لاندې راوست چې له مخې ېې عبدالرحمان خان مجبور پر دې شو چې د انګرېز سره د ايوب خان پر ضد ودرېږي . لدې سره غازيان له لږو او ډېر مقاومت څخه وروسته خواره واره او مجبوره شول چې بېرته د هرات په لور ولاړ شي
پاتې ژوند او مړينه
انګرېزانو د کندهار ښار د امير عبدالرحمان خان ځواکونو ته وسپاره و پاتې پوځونه ېې له موقع څخه په استفادې سره روغ رمټ د افغانستان له پولو واوښتل او برتانوي هند ته ولاړل . تر هغه چې د سردار غازي ايوب خان ځواکونه او لښکرې بيا راټولېدې او هرات ته رسېدلې د امير عبدالرحمان خان ځواکونه د عبدالقدوس خان اعتمادالدوله په مشرۍ د هزاره جات پر لار هرات ته رسېدلې او هغه ېې نيولې و. سردار ايوب خان مجبور شو چې له خپلو څو ملګرو سره اوسيني ايران ته بيا ولاړ شي . څه موده ايران کې و ، بيا برتانوي هند ته ولاړ . د ژوند تر پايه ېې په لاهور او راولپنډۍ کې د بېوزلۍ او جلا وطنۍ په حال کې شپې ورځې تېرولې . بالاخره دغه نوميالي غازي د ۱۹۱۴م زېږيز کال د اپرېل په ۱۷مه نېټه لاهور کې د ۵۷ کالو په عمر وفات شو او د هغه د خپل وصيت له مخې چې وېلي ېې و د افغان په خاوره کې بايد خښ شي . د پېښور ښار د سيد حبيب په هديره کې خاورو ته وسپارل شو . د غازي ايوب خان پاتې ټبر نيم په ننګرهار کې اوډېره په پېښور کې مېشته ده


امير عبدالرحمن خان 
ضيا الملت و دين امير المومنين امير عبدالرحمن خان (۱۸۴۴ يا ۱۸۴۰ ز. - ۱ د اکتوبر، ۱۹۰۱ ز.) د ۱۸۸۰ څخه د ۱۹۰۱ کال پورې د افغانستان امير پاتې شوی دی. امير عبدالرحمن خان د افغانستان په تاريخ کې د هغه ځواکمن حاکم په توګه پېژندل کېږي چې په هېواد کې یې له هغو ناخوالو او ګډوديو وروسته چې د افغان- انګرېز له دوهمې جګړې وروسته رامنځ ته شوې وې، بېرته په کابل کې د افغان دولت واک له سره ورغوه.
مخينههغه د امير محمد افضل خان مشر زوی او د دوست محمد خان لمسی و. په بلخ کې يې دوديزې زده کړې ترلاسه کړي.
ماندينې
لومړنی واده يې د سردار فقير محمد خان بارکزي د لور مريم بېګم چې لقب يې بوبو جهان قلای هزارا وه سره وکړ او له هغې يې هېڅ کوم اولاد پيدا نه شو. بيا يې دويم واده د بدخشان د يوه اوزبک مشر د لور بي بي وليده جهان سره وکړ. درېيم واده يې د بخارا د امير اعلحضرت امير المومنين سيد امير مظفر الدين عبدل خان بهادر سلطان د لور سره وکړ. څلورم واده يې د واخان يوې کنيزې، اصل بېګم چې پخوا ګلراز بي بي نومېده وکړ، پينځم واده يې د سيد امير عتيق الله خان لور بي بي حليمېسره چې لقب يې بوبو جهان جاغدار بېګم سره وکړ، شپږم واده يې د مير حکيم خان د شبرغان نظام الدوله د لور سره وکړ. اووم واده يې يوې چترالۍ پېغلې صفورا بېګم چې لقب يې بي بي ستارو وه وکړ، اتم واده يې د بلخ د مزاري سيد د لور پادشا بېګم سره وکړ، نهم واده يې بي بي ګلراز دويمې سره چې د قولاب وه واده وکړ. لسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ، يوولسم واده يې د بدخشان د مير محمد علي خان يفتلي مشرې لور ساجده بېګم سره وکړ چې له هغې يې هم اولاد و نه شو. دوولسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ. ديارلسم واده يې يوې چترالۍ سره چې نوم يې بي بي نېک آدمه وه وکړ څوارلسم واده يې د محمد حسين خان منګ د لور سره واده وکړ. د امير عبدالرحمن خان نه دوولس زامن او څلور لوڼې پاتې شوې.
زامن او لوڼې
1.    سردار عبدالله خان (د مريم بېګم زوی)
4.    سردار فتح الله خان (د اصل بېګم زوی)
5.    سردار عبدالفحد خان (د اصل بېګم زوی)
6.    سردار شمس الدين خان (د بي بي حليمې زوی)
7.    سردار حفيظ الله خان (د بي بي ګلراز زوی)
8.    سردار محمد امين خان (د بي بي نېک قدم زوی)
9.    سردار اسد الله خان (د قولابۍ کنيزې زوی)
10.  سردار محمد افضل خان (د پادشا بېګم زوی)
11.  سردار محمد عمر خان (د بي بي حليمې زوی)
12.  سردار غلام علي جان (سخي داد خان) (د پادشا بېګم زوی)
13.  ګوهر خانم (د بي بي وليده جهان لور)
14.  روقيه خانم (دصفورا بېګم لور)
15.  فاطمه بېګم (د بي بي زهرا لور)
16.  حاجره بېګم (د صفورا بېګم لور)
سياست
کله چي انګرېزانو امير عبدالرحمن د سردار محمد افضل خان زوی د تاشکند څخه راوغوښت نو يې د ده سره د يو شمېر مرستو قول و کړ پدې شرط چي که دی په خارجي سياست کي د انګرېزانو سره مشوره و کړي . امير عبدالرحمن هم د مجبوريت له مخي قبوله کړه . دی ډېر تجربه کاره سړی وو ، دی پوهېدئ چي د قومي خلکو سره څرنګه چلند و کړي او هم د انګرېزانو سره څرنګه په خپله ګټه په نرمي چلند و کړي .
ده و کولای شول چي د څو ورځو په مدت کي په کابل کي امنيت راولي او بيا د افغانستان نورو ښارونو ته پام شو . او پدې ډول د افغان او انګليس دويمه جګړه پای ته و رسېده .
امير عبدالرحمن په ډېر لږ وخت کي په هيواد کي خپل مخالفان يا له مينځه يوړه ، يا يې بنديان او يا يې فراره کړه . انګرېزانو هم د ده سره مرستي کولې . په ١٨٨٠ م کال کي يې پنځه لکه روپۍ ، څو سوه توپونه او څو زره توپکان امير ته ور کړه او هر کال به يې ١٨٠٠٠ پونډه مرسته ور سره کوله .
ده ډېر ژر ټوله بلواګر لکه د غزني غلجيان او د منځني افغانستان هزاره ګان د ځان تابع کړه . د سپاه سالار جنرال غلام حيدر خان چرخي په واسطه يې د هيواد ټولي هغه برخي چي د افغاني دولت له لاسه وتلي وې بيرته په لاس راوړې . په نورستان کي يې د اسلام دين خپور کړ او هغه ځای يې د نورستان په نامه و باله .
امير په هيواد کي د جاسوسۍ دايره جوړه او قوي کړه ، تکړه قاضيان يې مقرر کړ ه، د پوستې دفترونه يې خلاص کړه ، شرعي محکمې يې د سره خلاصي کړې ، د کابل په شاهي مدرسه کي يې ديني عالمان مقرر کړه ، چاپخانه يې بيا خلاصه کړه ، په کابل کي يې د توپک جوړولو فابرکه په کار واچول . د ماليې دفترونه يې خلاص کړه ، د لارو غله يې له منځه يوړه .
د خارجي سياست په برخه کي يې په نرمي ګام اخيسئ . په ١٨٨٥ م کال کي تزاري روسيې پر شمالي پنجده حمله وکړه او هغه يې و نيوله . که څه هم انګرېزانو بايد پدې هکله د ده سره مرسته کړې وای خو و يې نه کړه .
امير عبدالرحمن خان يوه لويه غلطي چي کړېده هغه د ډيورنډ معاهده ده چي بېله د ملت د نمايندګانو د خبرتيا يې په خپل سر امضا کړه . پدې معاهده کي افغانستان په شرقي او جنوبي سيمو کي ډيري مځکي له لاسه ور کړې ١٨٩٣ م . امير عبدالرحمن خان په کابل کي په ١٩٠١ کال کي مړ سو او پر ځای يې د ده زوی سردار حبيب الله خان پاچا سو .


امير حبيب الله خان
سراج الملت و دين امير المومنين حبيب الله شاه سرکار والا چې په لنډه توګه د امير حبيب الله خان يا امير حبيب الله شاه په نامه هم يادېږي (۲ د جولای، ۱۸۷۲ ز. - ۶ د جولای، ۱۹۲۹ ز.) (په انګرېزي) له ۱ د اکتوبر، ۱۹۰۱ ز. - ۶ د جولای، ۱۹۲۹ ز. د افغانستان واکمن پاچا و. هغه د امير عبدالرحمن خان دويم زوی و او د خپل پلار تر مړينې وروسته پاچا شو. ده ته د پلار ارام هيواد ور پاته شو. د هيواد خلک د امير عبدالرحمن څخه ډېر په ډار کي وه، حتی د ده تر مرګ وروسته خلکو تر ډېره وخته باور نه کاوه چي امير مړ دئ .
امير حبيب الله خان چي عصري زده کړي درلودې و يې غوښتل چي په هيواد کي تعليم او تمدن مينځ ته راشي ، هغه وو چي د حبيبيې لېسه او شاهي مدرسه يې جوړي کړې او حربي ښوونځی هم د ده د کارونو څخه ده . يو اخبار يې د سراج الاخبار په نامه را وايستئ چي مسئول مدير يې محمد بيګ طرزی وو کوم چي د لوړو زده کړو څښتن وو . د برېښنا فابريکه يې په جبل سراج کي جوړه کړه .
د امير د پاچاهۍ په دوره کي لومړی نړيوال جنګ پيل سو. د جرمني او ترکيې د حکومتونو له خوا د امير نه و غوښتل سوه چي پدې جګړه کي د انګرېزانو پر ضد د دوی سره ملګری سي، خو امير د دوی نمايندګان ښه و نازول او هغو ته يې خپله بې طرفۍ و ښودله. دی هم د امير عبدالرحمن په شان د انګرېزانو د ګټو ساتونکئ وو او د انګرېزانو له خوا حمايه کېدئ . دا وخت په هيواد کي د خلکو سره مترقي فکرونه پيدا سوي وه او نه يې غوښتل چي نور د انګرېزانو تر حمايې لاندي ژوند و کړي او هم يې په افغانستان کي د دا ډول حکومت سره کوم چي امير حبيب الله خان يې په سر کي ناست وو مخالفت درلود. خو امير غوښتل چي دغه د ترقۍ فکرونه په زور او زياتي د خلکو له مغزو څخه و باسي څو هغه وو چي په ١٩١٩ کال کي د خلکو له خوا د كله ګوش به تفريحي كميب د خيمو په يوه کمپ کي په توپنګچه وويشتل شو او ځای پر ځای مړ شو . او پر ځای يې د ده زوی امير امان الله خان پاچا شو

غازي امان الله خان
غازي امان الله خان (زېږېدنه: ١ د جون، ١٨٩٢ - مړينه: ٢٥ د اپرېل، ١٩٦٠) له ١٩١٩ زېږيز کال نه تر ١٩٢٩ زېږيز کال پورې د افغانستان پاچا وو. امان الله خان د افغانستان هغه پاچا دى ، چې په ١٩١٩ زېږيز كال يې د خپل ملت په ملاتړ انګرېزان له هېواد څخه وشړل او يو خپلواك او سرلوړى حكومت يې جوړ كړ او په همدې توګه د افغانستان د خپلواکۍ ګټيالی بلل کېږي. د غازي امان الله خان د حکومت وختونه د افغانستان په تاريخ کې د يو بې ساري ولسواکۍ او ټولنيزو بدلونونو دوران وو . امان الله خان په ١٣٠٩هـ. ق كال د كابل په پغمان كې زېږېدلى، دی د امير حبيب الله خان زوی ، د امير عبدالرحمن خان لمسی ، د امير محمد افضل خان كړوسى او د امير دوست محمد خان كودى دى . د امان الله خان مور سرور سلطان بېګم نومېده . کله چې په ٢٠ د فبروري، ١٩١٩ زېږيز کال کې دده پلار په د لغمان په كله ګوش کې شهيد شو ، نو په هغه وخت کې امان الله خان د کابل والي وو او د کابل د پوځ او خزانې ټول واک دده په لاس کې وه . په دې وخت کې امان الله خان په كابل كې پاچا شو او د خپلې پاچاهۍ له اعلان سره سم يې له انګرېزانو څخه د افغانستان خپلواكي اعلان كړه او د انګرېزانو پر ضد يې په ټول هېواد كې د خپلواكۍ د غزا ډول وغږاوه . نوموړي ډېر ژر د افغانستان د خلکو او قبايلو ملاتړ ترلاسه کړ او په همدې توګه لس کاله د افغانستان پاچا پاتې شو. اعليحضرت امان الله خان دې ته ډېر لېواله و ، چې هېواد يې پرمختګ وكړي او د نړۍ له پرمختلليو هېوادونو سره سيال شي، ده په همدې موخه د هېواد په بېلا بېلو ځايونو كې د نجونو او هلكانو لپاره ښوونځي جوړ كړل .
لومړنۍ زده كړې يې په شاهي دربار او بيا يې نورې زده كړې په حربيه مدرسه (حربيه ښوونځي) كې تر سره كړي . په پوځي زده كړه كې يې ځانګړى استاد هم درلود چې محمود سامي پاشاه نومېد . امان الله خان د خپل پلار په دربار كې زيات محبوبيت او مينه وال لرل . كله به چې امير چېرته په سفر ولاړ ، نو د خپل عادت له مخې به يې خپل مشران زامن په نوبت سره ځايناستي ګرځول او كله به چې امان الله خان ته نوبت ورسېد، نو له درباريانو سره به يې خورا غوره چلند كاوه ، له بنديانو سره به يې ډېره نرمي كوله ، او ان كله به يې پټ ليده كاته هم ورسره كول او پر پوځيانو به يې ځانګړى پام و . همدا لامل و چې كله يې خپله پاچاهي اعلان كړه ، نو په دربار كې له كومې ځانګړې ستونزې سره مخ نه شو . امان الله خان ډېر زغم درلود ، هوښيار او مدبر سړى و ، په ډېره صريحه او څرګنده لهجه يې خبرې كولې او كله به يې چې وينا كوله مقابل لورى به يې ډېر زيات تر خپل اغېز لاندې راووست . كله چې د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په دوران كې روڼ اندو د مشروطيت غورځنګ جوړ كړ ، نو امان الله خان د همدې غورځنګ په فعاليتونو كې هم بشپړه ونډه واخيسته . د ځينو فعاليتونو له امله امير حبيب الله د همدې غورځنګ غړي بنديان كړل ، نو اعليحضرت امان الله د خپلې پاچاهۍ په لومړيو ورځو كې له زندان څخه را خلاص كړل او په دې توګه يې غوښتل چې د همدغو روڼ اندانو له پوهې څخه د هېواد په پرمختيا كې كار واخلي. امان الله خان يو ځوان هېوادپال شخصيت و ، چې د افغانستان د سمسورتيا او پرمختيا لپاره يې ډېرې هلې ځلې وكړې ، خو له بده مرغه چې د پرمختيا او سمسورتيا په لار كې ورته يوه مكار دښمن كمين نيولى و او امان الله خان يې په دغه لار وړاندې تګ ته پرېنښود . امان الله خان د خپل پلار د مرګ پر اوومه ورځ ملت ته په وينا كې داسې وويل: “اى د افغانستان معظم ملته! ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وكالت په كابل كې پر غږړه درلود او اوس په هغه اصالت د امانت دروند بار متوكلاً او متعصماً پر غږړه اخلم. كله چې ستر ملت زما پر سر د پاچاهۍ جوغه كېښودله، ما عهد وكړ چې د افغانستان دولت به لكه د نړۍ نورو مستقلو قدرتونو د هېواد په داخل او خارج كې ازاد او مستقل وي ، د افغانستان خلك به د قانون تابع وي ، بېګار او نور جبري كارونه به بند وي . دلته به ډېر اصلاحات راځي، چې هېواد په نړۍ كې خپل مناسب ځاى ومومي، زه به د “شاورهم فى الامر” پر اساس د هېواد چارې اجرا كوم، تاسې به د خپل دين او هېواد په چارو كې ډېر هوښيار اوسئ او په بيدارۍ به وطن ساتئ. زه تاسو، ټول اهل اسلام او ټول بني نوع انسان ته خير او سعادت غواړم.” كله چې اعليحضرت امان الله خان انګرېزانو ته د افغانستان خپلواكي اعلان كړه، انګرېزانو هېڅ غوږ پرې ونه ګراوه، نو ځكه اعليحضرت اړ شو چې د انګرېزانو په وړاندې د غزا او جهاد اعلان وكړي. افغان ملت په ډېر لإ وخت كې انګرېزانو ته ماته وركړه. انګرېزانو چالاكي وكړه، د خپلې شرمېدونكې ماتې د پردې كولو لپاره يې د سولې خبرې پيل كړې او د افغان غږزيانو د لا نورې پرمختيا مخنيوى يې وكړ. د هېواد د فرهنګ د غوړېدا په لړ كې د اعليحضرت امان الله خان لومړى ګام د امان افغان خپرول وو، چې لومړۍ گڼه يې د ١٩١٩ زېږيز كال د اپرېل پر ١٢مه د عبدالـهادي داوي په مديريت خپره شوه. دغې خپرونې د خلكو د ذهنونو په روښانولو كې پوره ونډه واخيسته او هېوادوالو ته يې د هېواد د پرمختيا لورى په ګوته كړ. د مطبوعاتو په برخه كې بيا وروسته په لسګونو نورې جريدې او مجلې خپرې شوې او په هر ولايت كې يوې جريدې خپرونې كولې. همدا وخت د ارشاد النسوان په نامه د ښځو يوه خپرونه هم وه. د قانون جوړلو په برخه كې امان الله خان د ١٩٢٢ زېږیز كال د فبروري پر ٢٩مه په جلال اّباد كې د ملت د٨٧٢ استازيو په ګأون لويه جرګه جوړه كړه، او په 1923 کی د افغانستان لومړنى اساسي قانون يې تصويب كړ. په اقتصادي برخه كې يې د صنايعو انكشاف ته پوره پام وكړ او په بانديني تجارت كې افغاني پيداوارو د نړۍ ماركېټونو ته لاره ومونده. په عمراني برخه كې نوي ښارونه جوړ شول او د كابل ښار له پخوا څخه څو چنده پراخ شو. د ولايتونو تر منځ لارې او سړكونو له سره جوړ شول او په لارو كې د مساپرو د هوسايۍ لپاره هوټلونه په كار ولوېدل. اعليحضرت افغان زده كوونكي د لوړو زده كړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته په دې موخه واستول چې د هېواد په بشپړه اّبادۍ او سمسورۍ كې برخه واخلي. خو له بده مرغه ځينو شر غوښتونكيو د پاچا دغو ټولو ښو كارونو ته بل نوم او عنوان وركړ، پاچا ته يې سردرد او د پرمختيا د كارونو په وړاندې يې خنډونه جوړ كړل. كله چې اعليحضرت امان الله خان د هېواد د لا پرمختيا په هيله د ١٩٢٧ زېږيز كال په وروستيو كې د اروپا په سفر ووت او چې بېرته له سفره راستون شو ، د پاچا د اصلاحي كارونو په وړاندې خنډونه لا نور هم زيات كړل شول. او بيا د سقاو زوى اړى ګړى جوړ كړ. اعليحضرت و نه غوښتل چې په هېواد كې يې وينه تويه شي او د ١٩٢٩ زېږيز كال د جنوري په لومړۍ اوونۍ كې يې استعفاء وركړه او پر ځاى يې خپل ورور عنايت الله په پاچاهۍ وټاكه. خو د سقاو د زوى حبيب الله كلكاني په سر كې د پاچاهۍ نشه وه، ارګ يې محاصره كړ او اعليحضرت عنايت الله هم له پاچاهۍ لاس په سر شو. همدا مهال اعليحضرت امان الله خان د كندهار، له لارې هند او له هغه ځايه بيا ايټاليا ته لاړ، هملته يې له هېواده لرې ژوند غوره كړ او د ١٩٦٠ كال د اپرېل پر ٢٦مه يې له دې نړۍ سترګې پټې كړې. اروا يې ښاده . د اعليحضرت د وصيت له مخې د هغه جنازه افغانستان ته راوړل شوه او په جلال اّباد كې د خپل پلار د مرقد تر څنګ خاورو ته وسپارل شو

حبیب الله کلکاني
حبیب الله کلکاني (۱۸۹۰ـاوکټوبر ـ ۱۹۲۹) (په انګرېزي: مشهوره د بچه سقاؤ (په انګرېزي: په نوم وروسته د هغه نه چې د ډيورنډ کرښې سره څېرمه پاړه چنار کې په غلا ونیول شو نو د يوولسو میاشتو په بند محکوم شو. خو څو ورځو تېرولو نه وروسته په مرموزه توګه خوشې شو او د افغانستان شمال شرقي سیمه د پروان او د کاپيسا ولایاتو ته ولاړ. په کاپيسا او پروان کې ېې څو اوزګاره کوڅه ډبو سره لاس يو کړ او غلا ېې خپل کسب وګرځاؤ.
بچه سقاؤ د امير امان الله خان د حکومت پر وخت په شمالي ولایاتو کې غلاوې، چور او تاړاکونه کول، پلار ېې يو عادي نالوستی سړی و، پلرنی ټاټوبی ېې د ترکمنستان خوا سیمه بلل شوې خو وروسته بیا د کلکان په سیمه کې افغانستان کې مېشت شول. بچه سقاؤ به د شپې کورونه لوټل او غلاوې به ېې کولې د ورځې به بیا په غرونو کې پټ و ، همداراز چا به چې ورسره مقاومت وکړ نو د خپلو غلو ملګرو سره يوځای به ېې سر ورپرې کړ او ایسته به ېې نورو ته د ډار به تکل وروښود. پاکستاني تاريخپوهان بچه سقا د پېښور د سيمې د انګرېزانو يو ملازم يا کاکوونکی ګڼي . همدا رنګه زياتوي چې ده په پېښور کې سقاوې يا د نايي په دکان کې کار کاوه، همدا رنګه ځينې نورې سرچینې د سقاؤ د زوی تر شا د وخت د نقشبندي (مجددي) کورنۍ د غړو لاسونه ګڼي. ددې جملې څخه يو د کلکان ملک محسن کلکاني يادېږي چې په خفا کې به ېې بچه سقاؤ ته لارښودنې کولې او پتنځايونه به ېې ورته ښودل چې د پولیس له منګولو نه به وساتل شو. همداسې ورو ورو د بچه سقاؤ ډله ډېرېده او د شمال ډېر خلک ېې په عذاب کړي و او په خلکو ېې دومره ډار ايښی و چې کله به د چا کورته د شپې مهل ورواووښت نو کس به ورته ډوډۍ او هرڅه ورکړل او د وخت پولیس او مقامات ېې نشوای خبرولای. د لړم په پای ورځو شپو کې چې کله د شینوارو تر منځ پاڅون رامنځ ته شوی و نو امان الله خان د ختيځ زون ته ډېر متوجه و ، په همدې وخت کې د وخت نه په ګټې سره د سقاؤ زوی د شمالي لارو او د کابل تر منځ د لارو بندولو کوښښ پیل کړ



محمد نادر شاه
محمد نادر شاه په ١٢٦٢ هـ ل کال د حمل پر ٢١ يا د ١٨٨٣ م کال د اپريل پر ٩ زېږېدلئ دئ . د هغي پوهي په سبب چي په عسکري چارو کي يې درلوده د وخت د پاچا له خوا د دفاع د وزير په توګه و ټاکل سو . د امير حبيب الله خان تر مرگ وروسته د پاچا امان الله خان په دربار کي د ده عزت کېدئ .په ١٣٠٣ هـ ل کال کي په فرانسه کي د افغانستان د سفير په توګه و ټاکل سو . په ١٣٠٥ هـ ل کال کي يې د سفارت څخه استعفی و کړه او هلته پاتي سو . کله چي پاچا امان الله ته د نا ارامۍ اور بل سو او حبيب الله کلکاني ته د هيواد چاري و رسېدلې نو نادر خان هيواد ته راغئ ، لښکر يې برابر کړ . هغه وو چي د ١٣٠٨ هـ ل کال د ميزان پر ١٦ نېټه د نادر خان عسکرو د ده د ورور شاه ولي خان په ملګرتيا کابل و نيوئ . د ميزان پر ٢٣ نېټه يې دمنځه يووړ او دی د هيواد د پاچا په توګه و منل سو    محمد نادر پداسي حال کي چې د نجات د لېسې فارغانو ته يې شهادتنامې ور کولې د يوه زده کوونکي له خوا چي عبدالخالق نومېده په توپنچه و ويشتل شو، ١٣١٢ هـ ل د عقرب ١٦ نېټه . تر ده وروسته يې زوی محمد ظاهر پاچا شو



محمد ظاهر شاه
محمد ظاهر شاه ( ۱۵ د اکتوبر، ۱۹۱۵ ز. کال - ۲۳ د جولای، ۲۰۰۷ ز. کال) د افغانستان وروستی پاچا و. نومړی د اعليحضرت په اصتلاح په افغانستان کې د پاچايۍ رسمي نوملړ باندې نومول شوی او دی لکه خپل پلار د اعليحضرت محمد نادر شاه تر آري پاچايايۍ په سلطنت کښېنول شو . دی د محمد نادر شاه زوی و چې د خپل د پلار د مړينې وروسته د افغانستان پاچا وټاکل شو
د کابل د حبيبيې او استقلال په لېسو کي يې زده کړي و کړې. بيا د پلار سره فرانسې ته ولاړ او هلته يې په زده کړو پيل و کړ. په ۱۳۰۹ هـ ل کال کي بيرته د فرانسې څخه هيواد ته راغئ او په عسکري څانګه کي يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.
يو ځل يې د دفاع د وزارت د وکيل او بيا يې د پوهني د وزارت د وکيل په توګه کار کړئ دئ. د پلار تر مړني وروسته په ١٣١٢ هـ ل کال کي پاچا سو او د ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان تر ٢٥ نېټې پوري د افغانستان پاچا وو. څرنګه چي ظاهر خان د پاچهۍ تجربه نه درلوده نو زياتره چاري د ده د تره محمد هاشم خان له خوا چي د ده د حکومت صدر اعظم وو سرته رسېدلې . سردار محمد هاشم خان د ١٩٣٣ م کال څخه تر ١٩٤٦ م پوري صدراعظم وو . تر ده وروسته يې د ده ورور شاه محمود خان صدراعظم سو ١٩٤٦ م ـــ ١٩٥٣ م .
تر دوهم نړيوال جنګ وروسته افغانستان د لويو پروژو په منځ ته راوړو پيل و کړ . د هلمند او ارغندداو د بندونو جوړول د امريکا د متحده ايالاتو د تخنيکي او اقتصادي همکاريو څخه دي .
په ١٩٥٣م کال کي سردار محمد داوود صدراعظم سو . د ده په وخت کي د اقتصادي پر مختيا قرارداد د جرمني ، جاپان او ايټاليې سره امضا سو . دا درې هيوادونه د نړۍ د دوهمي جګړې ملګري وه . دا ځکه چي افغانستان د انګرېزانو سره په دغه وختونو کي ښه دوستي نه درلوده . د دوهمي نړيوالي جګړې په پيل کي لا محمد هاشم خان د هيواد بې طرفي اعلان کړه چي دا کار د افغانستان په ګټه وو . دغه د بې طرفۍ سياست ظاهر خان تر اخيره پوري و ساتئ .
په ١٩٤٧م کال کي هند د انګرېزانو څخه ازادي واخيستله . د دغي ازادۍ په نتيجه کي هند د خپلي خاوري يوه برخه د لاسه ورکړه . يوه برخه دغه د هند خاوره او يوه برخه چي انګرېزانو پخوا د افغانستان د خاوري څخه ګرزولي وې د يوه نوي هيواد ( پاکستان ) منځ ته راتلو سبب سوه. کله چي داود خان صدراعظم سو نو يې د پاکستان څخه د افغانستان د هغو خاورو د ازادولو غوښتنه وکړه کوم چي د ډيورنډ د خط په نتيجه کي يې له لاسه ورکړي وې . دا زياتره هغه برخي وې چي پښتانه پکښي اوسېدل او د پښتوونستان په نامه يې يادول . دې خبري د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړې او مشکلات منځ ته راوستل .
ظاهر خان په ١٣٤٣ هـ ل کال کي د افغانستان نوی اساسي قانون مينځ ته راووست . د دغه اساسي قانون له مخي سياسي فعاليتونه په هيواد کي ازاد سوه چي په نتيجه کي يې يو زيات شمېر سياسي ګوندونه منځ ته راغلل . خلکو تر يوې اندازې پوري د خبرو او ليکنو ازادي پيدا کړه . تر دغه وروسته په هيواد کي د فارسي ژبي نوم په دري واوښت .
په ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان پر ٢٦ نېټه سردار محمد داود د يوې کودتا په نتيجه کي د افغانستان لومړی جمهوريت اعلان کړ . ظاهر خان چي د داود خان د کودتا په وخت کي په ايټاليا کي وو د ١٣٥٢ کال د اسد پر ٢١ نېټه يې داود 
خان ته يو ليک را و لېږه چي په هغه کي يې نوي رژيم ته بيعت ور کړ



محمد داود
د افغانستان لومړى ولسمشر محمد داود يوه ناندره ييزه سياسي څېره وه چې گڼ پلويان او همدومره مخالفين لري. د هغه نامه او کارونو د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د دغه هيواد د ژوندانه پر ډېرو گوټونو سيورى غورځولى و. خو سره له دې چې له افغانستان سره مينه يې ډېرئ مني، دغه هدف ته د رسېدونکو لارو پر سموالي يې د ټولو نظر يو نه دى.
نژدې تربور او اوښى يې- ظاهرشاه ښايي تر ټولو ډېر په دې دريځ کې وي چې د هغه شخصيت په عيني ډول وارزوي. هغه يې نژدې همزولى، د تره زوى، اوښى، کله کله همراز او په دفاع وزارت او صدارت کې مخامخ مادون و.
ظاهرشاه د داود خان په شخصيت کې تر ټولو لومړى ژور احساساتي والى او بې پولې خوش باوري ليدله. هغه ويل:" داسې خلک شته چې په دوست پسې گرځي او خدمتگار لټوي، او داسې کسان هم شته چې غلام لټوي. داود خان د هغو شخصيتونو له ډلې و چې غلام يې لټاوه. هغو کسانو ورته هېڅ ارزښت نه لاره چې سلو کې سل به يې د باور وړ نه وو."
خو ظاهر شاه داود خان ته د يوه پياوړى صدراعظم په توگه درناوى کاوه، که څه هم ويل يې چې ډېر هوښيار نه و او ژر په قهر کېده.
يو شمېر څېړونکي په افغانستان کې د جمهوريت اعلان په سلطنتي کورنۍ کې د اختلافونو زېږنده بولي چې سټه يې د ١٣٥٢ کال د چنگاښ تر کودتا وړاندې د يوې لسيزې په سياسي پرمختياوو کې نغښتې ده.
د دوى په وينا داود خان تر هغه وروسته چې په نوي اساسي قانون کې د صدارت له څوکۍ بې برخې شو، له پاچا نه مرور شو او بيا يې په ١٣٥٢ کال کې د کيڼ لاسو افسرانو په ملاتړ خپله دغه عقده حل کړه. مانا دا چې کينه کښ و.
له کيڼ لاسو افسرانو سره نژدې کېدل يوه بله تېروتنه وه چې افغان مورخين يې داود خان ته منسوبوي. د دوى په عقيده شوروي پلوو افسرانو واک ته د ده رسول د يوې بلې کودتا له پاره د لارې هوارول بلل چې په پايله کې يې بايد د خلک ديموکراتيک گوند واک ته رسېدلى واى.
ظاهر شاه هم د چنگاښ تر کودتا وروسته د خپل دغسې يوه احساس يادونه کړې: " زه د روم په سفارت کې وم چې د جمهوريت اخبار را ورسېده او ومې ليدل چې پوځي افسران... کټ مټ هماغه لکه د مصر د کودتا په شان. همالته مې وويل چې خداى دې خير پيښ کړي، دا لاره چې زه وينم سمه نه ده".
ظاهرشاه د خپل ژوندانه په وروستۍ مرکه کې بي بي سي ته وويل چې داود خان پر واک مين و او هڅه يې کوله چې تر لاسه يې کړي. مخکني افغان ټولواک په همدې تړاو له يوه پټ راز نه هم پرده پورته کړه او زياته يې کړه: غوښتل يې چې سلطنت په خپله خوښه داود خان ته پرېږدي، خو هغه ډارېده او نه يې غوښتل چې مخامخ د ده پر څوکۍ کېني.
ظاهرشاه دغه راز فکر کاوه چې داود خان تر احساساتو لاندې په آسانۍ د ښه او بد توپير نه شواى کولى. يوه بېلگه يې د هغه په وينا سلطنتي نظام ته د نورو په اشاره د "خوسا" ټکي کارول و. خو وايي چې کله يې له داود خان نه وروسته پر ټېلېفون وپوښتل چې ولې يې هغه نظام چې دوه ځله يې پخپله صدراعظم و، خوسا بللى، نو دهغه ځواب دا و: "نورو پرې دا خبره تپلې وه" – يعنې په کودتا کې ملگرو افسرانو.خو ښايي د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داود د شخصيت تر ټولو بشپړه ارزونه د ظاهر شاه په دې څو ټکو کې ومومو. هغه بي بي سي ته ويلي وو:
"داود خان خاين نه و. داود خان ځان غوښتونکى و، خو هېڅکله يې د خپل هېواد په وړاندې د خيانت فکر نه لاره. زه فکر کوم چې ډېر هوښيار نه و، کله به چې شاو خوا کسانو لږ څه وښوراوه، ډېر ژر به په هيجان راغى . زه تل ورته درناوى لرم د يوه صدراعظم په توگه چې يو څه وخت يې ښه کار وکړ. خو د کودتا له امله چې په دغه ډول يې وکړه، هيڅکله يې نه بښم... خداى دې يې وبښي


نور محمد ترکی
نور محمد ترکی (۲۳ د چنګاښ، ۱۲۹۶ هـ. ل. = ۱۵ د جولای، ۱٩۱۳ - ۱۴ سېپتمبر, ۱٩٧٩) د مارکسيستي آندونو پلوی افغان سياستوال، ليكوال، او په ښکاره توګه يو مشهور بلواګر و. نوموړی د ۱۳۵۷ ز كال د غويي د مياشتې له اوومې نېټې څخه ( او ۱۹۷۸ زېږيز کال نه ) په ۱۳۵۸ ل. كال كې تر خپلې مړينې پورې د افغانستان د انقلابي شورا رئس و.
نور محمد تره كى په ۲۳ د چنګاښ، ۱۲۹۶ هـ. ل. کال کې چې د ۱۹۱۷ ز كال د جولاى د مياشتنې ۱۵ نېټې سره سمون خوري، د افغانستان د غزني ولايت د ناوې ولسوالۍ په سره كلي كې زېږېدلې دى. د پلار نوم يې نظر محمد تره کی و. د نور محمد تره کي د رسمي ژوندليك له مخې هغه په ډېر کوچنيوالي كې خواريکښ او په پنځه کلنۍ کې ېې په مزدورۍ لاس پورې کړی و . پلار يې لږه موده وروسته دى په ښوونځي كې شامل كړ او لومړنۍ زده كړې يې په مقر كې ترسه كړې . همدا راز يې د هند په بمبۍ كې لس كاله په انگرېزي ژبه د شپې ښوونځى هم پاى ته ورساوه او هماغلته يې انگرېزي ژبه هم ژده كړه . په بمبۍ كې دده د ژوند د پړاو په اړه داسې مفصل مالومات شتون نه لري ، خو داسې ويل كيږي ، چې زلمي تره كې همدلته له سوسياليستې ایډيې سره پېژند گلوي وكړه . تره كي په ۱۹۳۲ ز كال كې په كندهار كې د مېوې په يوه شركت كې د مېوې د صادرولو په چارو كې د يوه مامور په توگه په دنده پيل وكړ . په دغه شركت كې په كار كې د برياوو په تر لاسه كولو سره دى په بمپۍ كې د كمپنۍ په استازيتابه په كار وگومارل شو .
تره كي خپل فعاليت د سياستوال او مامور په توگه نه ، بلكې لكه د ژباړن او ليكوال په توگه پيل كړ . دده ليكنې په بېلابېلو ورځپاڼو كې چاپېدلې . د شوروي اتحاد د ادبياتو په اړه يې له انگرېزي ژبې څخه ځنې ليكنې ژباړلې . دده لیکنې د نړۍ او د افغانې ټولنې د بېوزلې طبقې پرتله کولو باندې څرخېدې، چې له هغوى څخه يې په ۱۹۵۸ ز كال كې د بنگ مسافري ، په همدغه كال كې د سپين ، په ۱۹۶۲ ز كال كې د څړه ناولونه يادېږي

حفيظ الله امين
وروسته له دې چې نور محمد ترکی بېرته کابل ته راستون شو نو د حفيظ الله امين نه يې وغوښتل چې د هغه سره وګوري. د حفيظ الله امين شرط دا وه چې که چېرته د روسيې سفير الېکساندر پوزانوف د ده د ژوند ضمانت وکړي نو دی به د ترکي سره به وګوري. دا ضمانت هغه ته ورکړ شوی وه خو د ايماندارۍ له مخې نه وه ورکړ شوی.
امين پدې پوهېده چې که د ترکي مقصدونه هر څه وي خو د هغه
کله چې حفيظ الله امين د خلکو ماڼۍ ته راغی نو په دغه وخت کې ډزې وشوې. امين جوړ روغ د دې ځای نه په تېښته بريالی شو، بيا لږه شېبه وروسته حفيظ الله امين د خپلو پلويانو سره ماڼۍ ته راستون شو او د ماڼۍ يو ساتندوی ته يې امر وکړ چې ترکی بندي کړي.
په ۱۴ د سېپټمبر, ١٩٧٩ کال کې امين د حکومت واک په خپل لاس کې ونيوه. يو څو ورځې وروسته د حفيظ الله امين حکومت داسې اعلان وکړ چې ترکی د يوې "ناجوتې ناروغۍ" له امله مړ شو.
حفيظ الله امين د پغمان د قاضي خېلو په کلي کې زېږېدلی او د يوه دولتي مامور زوی و. امين د کابل پوهنتون څخه د شمېرپوهنې او پنځپوهنې په څانګو کې بری ليک ترلاسه کړی و ، او بيا وروسته په يوې لېسې کې د ښوونکي په توګه ېې دنده درلوده. په ١٩٥٧زېږيز کال کې چې کله ده يو تعليمي بورس وګاټه نو بيا امريکا ته ولاړ. هلته په کولمبيا پوهنتون کې د ښوونکي په توګه د روزنپوهنې په نورو زده کړو بوخت و او د زده کړو د بشپړېدو څخه وروسته هېواد ته راستون شو او هلته يې د ښوونکيو د روزلو په اداره کې په ښوونه لاس پورې کړ. په ١٩٦٢ زېږيز کال کې بيا د دوکتورا په نيت يو ځل بيا امريکا ته ولاړ، دا ځل دی د هېواد څخه د باندې د افغانستان د زده کوونکو په ټولنه کې د لومړی ځل لپاره په سياست کې راننوت. د زده کړې په وختونو کې چې کله نوموړی د لنډمهال لپاره د کولمبيا پوهنتون په انګړ کې د زده کوونکيو نړۍ کې اوسېده، دا هماغه مهال وو چې حفيظ الله امين د مارکسيزم سره لېوالتیا ومونده، که څه هم چې د شپېتو لسيزه د ګډوډۍ لسيزه وه چې هر څوک د سياست په ډګر کې نه پرېښودل کېدل، خو د کولمبيا پوهنتون له پلوه کوم داسې خنډ نه وو.

په ١٩٦٥ کال کې حفيظ الله امين پرته د دوکتورا د اخيستلو بېرته خپل هېواد ته راستون شو او د انجونو په يوه لېسه کې يې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله. هغه ډېر ژر د افغانستان د خلق ډيموکراټيک ګوند غړی شو، او د همدغه ګوند يو ډېر وتلی لوړ پوړی مارکسيست خلقی شو.

ولسمشر سردار محمد داود لا د تر اوسه پورې کلابند وه او څرنګه چې حفيظ الله امين او دده ځينې نور ملګري د زندان نه خوشې شول نو نوموړي د کودتا قومنده په لاس کې واخيستله.
د سردار محمد داود خان د مړينې نه وروسته نو بيا د خلق ډيموکراټيک ګوند د افغانستان واکمن ګوند شو او په همدې توګه نور محمد ترکی چې په هغه وخت کې د ګوند مشر وه، ولسمشر وټاکل شو او حفيظ الله امين او ببرک کارمل د ولسمشر د لومړي وزير مرستيالان شول. په همدغه وختونو کې په هېواد کې د مارکسيستي او لېنېني اصلاحاتو د پلی کولو په غبرګون کې ډېر خلک ددوی مخې ته ودرېدل او د خلکو لخوا ګڼ شمېر بلواګانې وشوې.
د ١٩٧٩ کال په فبروري مياشت کې د متحده آيالاتو سفير آډولف ډبس په کابل کې ووژل شو او په همدې توګه د خلق ګوند په پرچم ګوند باندې برلاسي موندلې وه. کارمل چې د پرچم ګوند غړی وه نو د افغانستان نه دباندې اروپا ته ولېږل شو. د ١٩٧٩ کال د مارچ د مياشتې تر پای پورې حفيظ الله امين ښکاره کنټرول يې تر لاسه کړی وه چې بيا د ترکي لخوا د لومړي وزير دنده ورکړل شوه خو ترکی لا تر اوسه پورې خپله دنده درلوده.
په هېواد کې ګډوډۍ همداسې روانې وې او همدغه نوي رژيم د روسيې مرستو ته اړ وه. دا د ترکي او د ليونېد برېژنف تر مېنځ د ليده کاته وه چې د حفيظ الله امين د ګوښه کېدو پرېکړه وشوه.

د ترکي وژنه
\
وروسته له دې چې نور محمد ترکی بېرته کابل ته راستون شو نو د حفيظ الله امين نه يې وغوښتل چې د هغه سره وګوري. د حفيظ الله امين شرط دا وه چې که چېرته د روسيې سفير الېکساندر پوزانوف د ده د ژوند ضمانت وکړي نو دی به د ترکي سره به وګوري. دا ضمانت هغه ته ورکړ شوی وه خو د ايماندارۍ له مخې نه وه ورکړ شوی.
امين پدې پوهېده چې که د ترکي مقصدونه هر څه وي خو د هغه Amin knew however what Taraki's intentions were and the demand for his safety being guaranteed by the Soviet Ambassador, probably a shrewd ploy on the part of Amin to mislead Taraki.
کله چې حفيظ الله امين د خلکو ماڼۍ ته راغی نو په دغه وخت کې ډزې وشوې. امين جوړ روغ د دې ځای نه په تېښته بريالی شو، بيا لږه شېبه وروسته حفيظ الله امين د خپلو پلويانو سره ماڼۍ ته راستون شو او د ماڼۍ يو ساتندوی ته يې امر وکړ چې ترکی بندي کړي.
په ۱۴ د سېپټمبر, ١٩٧٩ کال کې امين د حکومت واک په خپل لاس کې ونيوه. يو څو ورځې وروسته د حفيظ الله امين حکومت داسې اعلان وکړ چې ترکی د يوې "ناجوتې ناروغۍ" له امله مړ شو

د روسانو له خوا د حفيظ الله امين وژل کېدل
حفيظ الله امين د خپلو هم ګونديانو سره د دسمبر میاشتې په ۲۲ مه، روسۍ سلاکارانو افغان وسله والو ځواکونو ته مشوره ورکړه ترڅو د تانکونو او نورو مهمو تجهیزاتو څخه د ساتنې لپاره لاس په کار شي. په همدې حال کې، له کابل څخه د باندې سیمو ته مخابراتي اړیکې د شلیدو په حال کې وې او په دې توګه د پلازمینې مخابراتي اړیکې د هیواد له نورو سیمو سره پرې شوې. ددې حالت په لیدو، امین د ولسمشری دفتر د تاج بیګ ماڼۍ ته ولیږدوه او په دې فکر کې وو چې دا ځای به د نیواک په وخت کې په اسانی سره وساتل شي. پنځه ورځې وروسته د دسمبر په ۲۷ مه، د شوروي اتحاد د استخباراتي ادارې (KGB)د ځانګړو ځواکونو د (Alpha Group)چې د افغاني سرتیرو جامې یې اغوستې وې، په کابل کې د ولسمشرۍ په مانۍ باندې برید وکړ او د لږ تلفاتو په زغمولو سره یې ولسمشر حفیظ الله امین او د هغه ۲۰۰ ساتونکي ووژل. ددې ترڅنګ د شوروي ځانګړو ځواکونو (Spetsnaz) د کابل د تیلي کمونیکیشن یا مخابراتو مرکز په چاودنه کې له منځه یووړ او په دې توګه د افغانستان وسله وال ځواکونه فلج شول او تر هغه جوخت د ماښام په ۷:۰۰ بجو کې یې د کورنیو چارو وزارت هم ونیوه. په ترمز کې د شوروي پوځي قومانداني د امین تر نیول کیدو پورې انتظار ونه ایست او سمدلاسه یې د کابل رادیو له لارې د ببرک کارمل یو غږیز پیام چې له وړاندې ثبت شوی وو او په هغه کې ویل شوي وو چې افغانستان نور د امین له واکمنۍ څخه خلاص شوی دی، خپور کړ. د شوروي د کمونست ګوند سیاسي بیرو وویل چې هغو دا کار یوازې ددې لپاره ترسره کړ ترڅو د افغانستان او شوروي ترمنځ د ۱۹۷۸ کال هغې معاهدې ته چې د ولسمشر ترکي لخوا د دوستۍ د معاهدې، همکارۍ او ښه ګاوندیتوب په موخه لاسلیک شوی وو، خپله وفادارۍ په ډاګه کړی. د شورویانو له قوله د حفیظ الله امین وژل کیدل د افغانستان د انقلابي شورا پریکړه وه چې وروسته یې ببرک کارمل چې له دې وړاندې په مسکو کې د جلاوطنۍ ژوند تیراوو، د ولسمشر په توګه انتخاب کړ


ببرک کارمل

ببرک کارمل د ١٩٢٩ز کال د جنورۍ په ٦مه، زېږېدلی او د ١٩٩٦ د ډسمبر په ٣مه مړ شو. نوموړی د ١٩٨٠ نه تر ١٩٨٦ پورې د افغانستان د کمونستي رژيم درېيم ولسمشر و. هغه په ژبه کې ډېر تکړه ممثل، او يو ډېر ماهره مشمشه ګر و. کارمل په مارکسيستي لارښوونې کې ډېر نوم درلود.
وروسته له دې چې د روسانو لخوا په قدرت کېنول شو، خو هغه بيا پدې و نه توانېدو چې د خپل واک پياوړی کړي او په همدې توګه په ١٩٨٦ کال کې يې ډاکټر نجيب الله ځای ناستی شو. وروسته له دې چې د ولسمشرۍ د دندې نه ګوښه شو بيا نو ببرک کارمل چا د افغانستان په سياسي سټېج کې و نه ليده او د ولسمشرۍ نه وروسته ده هم افغانستان پرېښود او مسکو کې پاتې شو. بيا په ١٩٨٩ کال کې يو ځل بيا کابل ته راستون شو، خو د ژوند وروستۍ شېبې يې په مسکو کې تېرې کړې او په هماغه ښار کې ومړ.
ببرک کارمل د افغانستان د يو پوځي جنرال زوی و، که څه هم چې په يوې شتمنې تاجکې کورنۍ چې اصل او نصب يې کشمير دی، د کابل ختيزې خوا ته پروت کلی، کمري کې زېږېدلی. په ماشومتوب کې يې چې کله مور مړه شوه نو ده هم ډېرې سختې شپې او ورځې تېرې کړې.
د ځوانۍ د وختونو په لېسه کې يو عام زده کوونکی و او وروسته د فارغېدو نه د کابل پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې خپلې زده کړې ترسره کړې او ډېر ژر د ژبني فصاحت او تمثيل له مخې د پوهنتون په زده کړه پالو کې نوم ووېسته او د زده کړه پالو په ټولنه کې هم ډېر کوانده او فعال وه. بيا وروسته د مارکسيستي اندونو خاوندانو سره د تړاو له مخې د هغوی د سياسي ګوند غړی شو او په همدې توګه په سياسي چارو کې د فعاليت پخاطر پينځه کاله په بندي شو.
په بنديخانې کې کارمل د يوې نوي سياسي څېرې، مير اکبر خېبر سره اشنا شو. دده درېيم ملګری مير محمد صديق فرهنګ هم د روس پلوی کيڼ لاسی وه او د ببرک کارمل هم انده سړی. وروسته له دې چې د پوهنتون نه خلاص شو ببرک کارمل د پلان په وزارت کې دنده درلوده او هغو کسانو سره چې د کمونېزم په هکله يې مالومات درلودل خپلې اړيکې وساتلې، پدغو کې يو مير محمد صديق فرهنګ او بل علي محمد زهما، د کابل د پوهنتون يو پروفېسر وه



ډاکټر نجيب الله

ډاکټر نجيب الله (١٩٤٧– سېپتمبر ٢٧, ١٩٩٦) د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت په کمونېسټي وختونو کې څلورم او وروستنی مارکسيست او لننيسټپال ولسمشر وه. ده د خپل د حکومت په شپږو مسلسلو او بدلېدونکو ناکراريو کې مقاومت وښود ، خو د نړېوالو په ملاتړ د افغان مجاهدينو برسېره ېې د حکومت دننه پوځي کړيو ناکراريو ، بډوالي او د فشارله کبله حکومتي چارې له لاسه ووتلې .خو ددې تر څنګ ډېری افغان اکاډميک روڼ اندي او د سياسي پوهنې څېړونکي په هغه دا نيوکه لري چې د حکومت په منځ کې ېې فاشيست عناصر لکه عبدالرشيد دوستم د عوامو د ډار لپاره ساتلي و او سيکولر نظام چې په ټولنه کې د مذهبي افکارو غندنه او ترې واټن نيولو په مانا ده ورته ېې د افغانستان په نالوستې او دودپالې ټولنې کې لومړیتوب ورکاوه چې ېې واک او ځواک نور هم ټکني شول .
هغه د ثور انقلاب د لومړۍ ورځو ټول ريفارمونه باطل کړل او د پرچميانو مارکسيستي مفکوره يې په هېواد کې پياده کړې وه. که څه هم چې د نوموړي حکومت پوځي برلاسي درلودله خو د اسلام پالو جنګياليو فشار ته يې حکومت ټينګ نه شو او همدا وه چې په (١٩٩٢ کال کې) يې واک له لاسه ووت او ډېر ژر کورنۍ جګړې پيل شوې
نوموړي په ١٣٣١ کال کې خپله لومړنۍ زده کړه د کابل د ده افغانانو په لومړني ښوونځي کې پيل او په ١٣٤٢ کال يې د کابل د «حبيبيې» لېسې څخه په اعلی درجه بکولريا لاس ته راوړه.
په ١٣٤٤ کال کې د کابل پوهنتون په «M.P.C.B» کورس کې شامل شو، د دغه کورس په بری سره تر بشپړېدو وروسته په پوهنځي کې شامل شو.
ډاکټر نجيب الله د اختر محمد زوی د ١٣٢٥ کال د اسد د مياشتې په ١٥ نېټه د کابل په «مراد خانيو» کې په يوی مسلمانه دينداری پښتنې کورنۍ کې زېرېدلی دی. ډاکټر نجيب الله په کابل کې د احمدزيو غلزي پښتنو کورنۍ کې زېږېدلی. هغه خپلې زده کړې د حبيبيې په لېسه کې پای ته رسولي او وروسته بيا د کابل پوهنتون د طب پوهنځۍ کې ومنل شو او په ١٩٧٥ کال کې د هماغه پوهنځي نه طبيب وواته.
نوموړی په ١٩٦٥ کال کې د افغانستان د پرچم ګوند غړی شو، سره له دې چې دی يو ډېر پوه سړی وه خو د خپلو نورو ملګرو په مېنځ کې د تکړه جوسې له مخې د نجيب ګو په نامه مشهوره شوی وه. په ١٩٧٨ کال کې چې کله خلقيانو او پرچميانو پر سردار محمد داود خان کودتا وکړله او خلقيان د واک خاوندان شوه نو ښاغلی نجيب الله يې د هېواد نه دباندې ايران ته ولېږه او دی هلته په تهران کې د افغانستان سفير شو. خو بيا وروسته ډاکټر نجيب الله يې د دندې نه ګوښه کړ او نوموړی د روسانو تر راتګ پورې په اروپا کې اوسېده.
په ١٩٧٧ کال کې ډاکټر نجيب الله د مرکزي کميټې غړی شو او په ١٩٧٨ کال کې د انقلابي شورا غړيتوب يې واخيست. کله چې د خلقيانو سياسي فشار پر پرچميانو زيات شو نو د هماغه وخت حکومت پرېکړه وکړه چې ډاکټر نجيب الله د هېواد څخه دباندې واستوي او په همدې توګه يې نوموړی ايران ته د سفير په توګه ولېږه. او ډېرې لنډې مودې وروسته هغه د سفير له دندې نه ګوښه او په همدې توګه د افغاني طابعت نه هم بې برخې کړای شو.
کله چې روسانو په ١٩٧٩ کال کې پر افغانستان يرغل وکړ نو پدغه وخت کې ډاکټر نجيب الله هم بېرته کابل ته راستون شو. په ١٩٨٠ کال کې د خاد د ريس په توګه وټاکل شو. داسې وييل کېږي چې د خاد رياست، د ډاکټر نجيب الله د مشرتابه په وختونو کې ډېر کسان بندي کړل او په زرګونو شمېر افغانان يې په زندانونو کې وزورول او په اعدام يې محکوم کړل. بيا په ١٩٨١ کال کې نوموړي ته د سياسي بېرو بشپړ غړيتوب ورکړ شو.
په ٤ د مۍ، ١٩٨٦ زېږيز کال کې ببرک کارمل خپل د دندې نه لاس په سر شو او پر ځای يې ډاکټر نجيب الله د افغانستان ولسمشر شو. که څه هم چې کارمل د يو څه مودې لپاره د ولسمشرۍ پر چوکۍ ناست وو خو ډاکټر نجيب الله ته د ولسمشرۍ واک ورسپارل شوی وو.
د شوروي لخوا نه د ډاکټر نجيب الله د ولسمشر کېدلو ټاکل په ښکاره توګه د خاد په رياست کې د هغه د کاميابه رياست نتيجه وه، په هغه وختونو کې د خاد څارګره اداره په ټول افغانستان کې يوه واکمنه او برلاسې اداره وه.
د ١٩٨٦ کال په نومبر مياشت کې ډاکټر نجيب الله د افغانستان ولسمشر وټاکل شو او په همدې توګه د افغانستان لپاره يوه نوې بنسټيزه کړنلاره (اساسي قانون) هم جوړه شوه. بيا په همدې وخت کې ځينې نوي ابتکارونو او زياتونو په اساسي قانون کې د افغانستا سياسي ډګر د يو ګونديز نظام نه څو ګونديز حکومتي نظام جوړ کړو، په بنسټيزه کړنلاره کې د بيان آزادۍ د ساتلو او د يو اسلامي قانون يا شرعيت پر بنسټ خپلواک قضايي نظام جوړ شو.
که څه هم چې ددغو اصلاحګانو سره سره ولسمشر چې د لوی واک او برلاسۍ خاوند وه چې د پوځ او د پوليسو د امر واکدار و خو دغه انډول د حزب وطن يا د وطن ګوند بې توله کاوه او ددغه ګوند د کنټرول نه پرته يې هېڅ نه شو کولی. حزب وطن يا د وطن ګوند په ١٩٨٨ زېږيز کال کې جوړ شوی وه. په سېپټمبر د هماغه کال ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې په نامه يو کميسيون جوړ کړ، او ددغه کميسون دنده دا وه چې د حکومت ضد جنګياليو سره اړيکې ټينګې کړي او د حکومت او د حکومت ضدو جنګياليو ترمېنځ سوله راولي. په دغو وختونو کې څه د پاسه ٤٠٠٠٠ جنګياليو سره اړيکې ونيول شوې او هغوی د حکومت بلنې ته هرکلی وويل.
په همدې توګه نجيب الله په سيمه کې خپل سياسي حيثيت ټينګ وساته تر هغه حده پورې چې مسکو يې دې ته اړ کړ چې خپل پوځونه د هېواد نه وباسي او په ٢٠ د جولای ١٩٨٧ زېږيز کال کې د افغانستان له خاورې د روسيې د وروستي سرتېري د وتلو خبر خپور شو.
دا د ډاکټر نجيب الله د ولسمشرۍ وختونه وه کله چې په ١٩٨٥ او ١٩٨٦ کلونو کې په افغانستان کې د جړې ډګر ډېر تود وه. په همدغه کلونو کې روسي پوځونو د پاکستان پولې ته څېرمه د مجاهدينو پر ضد خپل تر ټولو لوی او ګټور عمليات پيل کړي وه. د همدغو عملياتو په پايله کې په هرات او کندهار کې هم مجاهدينو دفاعي عمليات ترسره کړل
په ١٣٤٤ کال کې کله چې لا د «M.P.C.B» د کورس محصل ؤو، عملي سياست ته يې ودانګل. د همدغه کال په بهير کې ؤ چې د همدې کورس د درې سؤو څخه زياتو زده کوؤنکو هغه د حکومت سره د خبرو لپاره د هغه کړکېچ په هکله چی د عقرب د مياشتې د درېيمې ورځې په پايله کې پيدا شوی ؤو، د کانديدولونه وروسته وټاکه. په دغه وخت کې نجيب الله لا د هېڅ يوه سياسی بهير غړی نه وو. وروسته بيا هغه د ١٣٤٤ کال د جدي په مياشت کې د افغانستان د خلک د دموکراتيک ګوند غړيتوب تر لاسه کړ.
د خپل ګوند په نمايندګئ يې په مظاهرو، غونډو او ميټنګونو کې فعاله ونډه اخيسته او د دغه دوران د پښتو او دري ژبو يو پياوړی او سر اېستلی وياند ؤ. په پښتو او دري ژبو يې روانې خبری کولې او په انګليسی او اردو ژبو هم پوهېده. د پوهنتون په ټول تحصلي ژوند کې د داکټر نجيب الله له نوم سره ځوانان آشنا ؤ او مينه يې ورسره لرله.
له يو شمېر نورو محصلينو سره يې د ١٣٤٨ کال په اوله نيمايي کې په سياست کې د فعالې برخې اخيستنې له امله څلور مياشتې بندي شو. ١٣٤٨ کال د افغانستان په تاریخ کې د مظاهرو او اعتصابونو د کال په نوم شهرت لري
يو ځل بيا نجيب الله له يو شمېر نورو محصلينو سره د ١٣٤٩ کال د جدي په مياشت کې له دې کبله پوره ٩ مياشتې بندي شو چې د کابل د ځينو ښاريانو له خوا د امريکې د جمهور رئيس ريچارډ نېکسن د معاون سپيرو اگنيو په موټر چې د افغانستان د حکومت مېلمه ؤ; د خوسا هګيو ګوزارونه ترسره کړي و او د هغه مخې ته ېې د امريکی رپی (بيرغ) سوی و.
دوه ځله بندي کېدلو هغه د نورمال تحصلي بهير څخه درې کاله شاته وغورځاوه. په ١٣٥٤ کې د کابل پوهنتون د طب له پوهنځي نه فارغ شو او ورپسې يې د قرغې د احتياطو د ضابطانو په غنډ کې ٦ مياشتې د عسکري خدمت سر ته رسولی دی.
د ١٣٥٦ کال د اسد په مياشت کې يې د افغانستان د خلک د دموکراتيک ګوند د مرکزي کوميټې غړيتوب تر لاسه کړ او د کابل ښار د ښاري ګوندي کوميټی مشر وټاکل شو
ډاکتر نجيب الله دخپل دوران يو سر ايستلی وياند او سياست پوه ؤ . دده په وينا عام خلک ښه پو هيدل او په خلکو کی يی ژوره جاذبه لرله. نجيب الله دخپل وطن او خلکو زړه ورسپاهی ، مهربان ، صابر ، استوار او د يو پيش بين او نوښت گر شخصيت خاوند ؤ. هغه لکه په کوم ډول چه خلکو ته يی لارښؤونه کوله ، دخلکو او شرايطو څخه يی زده کړه هم کوله . دهمدغی زده کړی په نتيجه کی ؤ چې هغه د١٣٦٤ کال په اوږدو کې دافغانستان دبحران دحل دپاره دکورنی او بهرنی وضعی دعينی کرکتنې او تجزيې نه وروسته ځان ته معينی طرحی او نظريه پيدا کړی وه . دغه نظريه چې وروسته بيا په گوند او خلکوکې په يو فکري خط بدله شوه - دايديولوژيکي چوکاټونو نه فاصله نيول او په عمل کې دتيرو تپل شوو ايديالوژيکي چوکاټونو پريښؤول، په سوله ايز ډول د افغانستان دلانجی حل، په جگړه کې دښکيلو خوا و تر مينځ د ديالوگ او خبرواترو لاره پرانستل، دافغانستان څخه د شوروي دنظاميانو دوتلو دپاره زمينه برابرول، دسياسي پلوراليزم پر بنسټ ددموکراسۍ رواج او په عمل کی پلی کول - دغه نظريه دډاکتر نجيب الله له خوا دگوند دسياسی دفتر په غونډو کې او همدا راز دشوروی دوخت مقاماتوته په هر اړ خيزه ډول توضېح شوی وه او همدا راز يې دشوروي دوخت مقاماتو ته په ښکاره ويلي ؤ چې دغه نوی سياسی دريځ به د اړينو بدلونونو سره غبرگ د دواړو هېوادونو په گټه وي .
نجيب الله د١٣٦٤ کال دحوت دمياشتې په پيل کې ددولتي خدمتونو له اطلاعاتي ادارې نه ګوښه کړی شو او د دې سره د ګوند د مرکزي کميټې د دارالانشاء د منشي په توګه او بيا د ١٣٦٥ کال د ثور دمياشتې په ١٤ مه نېټه د ګوند په اتلسم فوق العاده پلنوم کې د ګوند دعمومي منشي په توګه وټاکل شو. د دې نوي مشرتابه له ټاکلو سره سم د ګوندي او دولتي سياست لور بدل شو . ډاکتر نجيب الله وروسته له دی چې د ګوند عمومي منشي وټاکل شو، د خلکو د غوښتنو او د ګوند په ليکو کې د سالم تفکر د خاوندانو په پلوي او دهېواد د عينی واقعيتونو پر بنسټ خپله طرحه چې په حقيقت کې دشخړو د هوارؤلو نوې لاره وه او د ژورې انساني محتوی په لرلو سره، له جګړې نه د افغانانو د ژغورولو او دتلپاتې سولې ور په برخه کولو یواځنۍ لاره وه، د ١٣٦٥ کال د مرغومي دمياشتې په ١٣ مه نېټه په ګوندي جلسه کې د يو ستراتيژيک هدف په توګه وړاندی کړه، چې په پای کې د غونډی دګډونکو له خوا تصويب شوه، او دهمدغې ورځې د غرمې نه وروسته په يوې درنې افغاني غونډه کې چې سرايستلي ګوندي او غېرګوندي مشران په کې راټول شوي وه، د ملي روغې جوړې دغه رغنده نوښتګر سياست د ډاکتر نجيب اله له خوا رسماً اعلان شو. او په عمل کې د ١٣٦٥ کال د مرغومي په ٢٥ مه نېټه يو اړخيز اوربند ېې اعلان او د دغې انساني مشی پلي کېدل يې پيل کړل. همدا ډول د نوي سياست څخه په پيروي د همدغه کال د دسلواغې د مياشتې په لومړۍ نېټه دسياسي بنديانو دآزادولو په هکله د ډاکتر نجيب الله له خوا دبښنې عمومي فرمان صادر شو، چې دهغه په اساس په زر ګونو بنديان خوشې کړی شول. د ملي روغې جوړې سياست هغه وخت په لاندنيو څلورو ستنو ولاړؤ  :
له پوځي پلوه په ټول افغانستان کې دسولې بسيا کېدل (يعنې د وسلې ټولول او يوې قانوني افغاني مرجع ته ورسپارل .)
په سياسي ډګر کې اېتلاف ، سياسي پلوراليزم، دموکراسي او پراخ بنسټه حقوقي اداره جوړول .
له اقتصادي اجتماعي پلوه د اقتصاد دټولو ډولونو همزمان ممکنه وده او پر مختيا او د آزاد بازار د اقتصادي سيستم غښتنوالی .
د ملي روغې جوړې په خپرونه کې درې مسئلې دړومبني عملي اقدام په توګه په ګوته شوي وې
يو شپږ مياشتنی يو اړخيز اوربند .
د وسله وال اپوزيسون په ګډون « دملي وحدت حکومت » جوړول.
تقريباً دپنځه ميليونو په شاوخوا کې دافغاني مهاجرينو له پاکستان او ايران نه بېرته خپل هیواد ته ستنېدل .
ددی سیاست معنی داوه چې د افغانانو تر منځ دوینی تویو لو او د ورور وژنی بهیر پای ته ورسیږی، خپل منځی مشکلات دتیریدنی او گذشت په روحیه دافغانانو دخپل منځی دیالوگ له لاری دحل امکان پیدا کړی، دقدرت له یو اړخیز انحصار نه ډډه وشي او یوه پراخ بنسټه ملی اداره جوړه شي او داسې فضا رامنځ ته شي چه تول افغانان په خپله دآزادو ټولټاکنو له لاری دخپل برخلیک د ټاکلو وس پیدا کړی . د ډاکتر نجیب الله د سیاست دپلي کولو په پایله کې وؤ چې دنوی اساسی قانون مسوده د١٣٦٦ کال دسر طان په میاشت کې خپره شو او دمخالفینو په شمول دټولو خلکو څخه غوښتنه وشوه چې په دغه مسوده کې دتغییر او بدلون په هکله خپل رغنده نظریات داساسی قانون کمیسیون ته ورواستوي.
څومیاشتی وروسته دنوی اساسی قانون په مسوده باندی دبحث، تأ یید او تصویب لپاره دټول افغانستان نه عنعنوی لویه جرگه دکابل تاریخی ښارته راوبلل شوه، پدی ترتیب دنوی اساسی قانون مسوده له یو لړ تغییراتو او بدلونونونه وروسته دلویی جرگی دبرخه والو له خوا دقوس دمیاشتی په نهمه نیټه د رایو په اتفاق تصویب شوه . همدا ډول دنوی اساسی قانون د حکمونوله مخی دلویی جرگی دبرخه والو له خوا، ډاکتر نجیب الله د رایو په اتفاق دافغانستان دجمهور رئیس په توگه وټاکل شو
 ډاکټر نجيب الله غوښتل چې د کابل نه وتښتي، خو د عبدالرشيد دوستم لخوا يې مخه ونيول شوه . په ١٧م د اپرېل نوموړي په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه يووړله. همدا رنګه برهان الدين رباني چې د وخت زورواکی و ، د ډاکټر نجيب الله له افغانستان څخه د وتنې مخنيوی وکړ ، خو هېڅ کله يې د هغه د نيولو او بندي کولو هڅه هم و نه کړه .
په کومه ورځ چې سروبي د طالبانو تر ولکې ورغله، ډاکټر نجيب الله ملګرو ملتونو ته په اسلام آباد کې يو پېغام ولېږه. په پيغام کې ېې له هغوی څخه د خپل او د خپل د ورور شاهپور احمدزي او دده د ځينو ساتونکو د ژغورنې او تخليې د مرستې غوښتنه وکړه، خو په دې مسله کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی-اس-آی د لاسوهنې په سبب د ملګرو ملتونو دفتر هېڅ کوم ځواب ورنه کړ.
د ډاکټر نجيب الله ښځه فتانه او د هغه درې لورګانې د ١٩٩٢ کال نه په نوي ډېلي کې ژوند کاوه. هغه خپل د ژوند پاتې شپې ورځې په نظر بندۍ کې تېرولې او تر سېپتمبر ١٩٩٦ پورې کله چې طالبانو کابل ونيول هماغلته وو.
احمد شاه مسعود، د برهان الدين رباني د پوځي قطعاتو آمر خپل يو لوړپوړی جنرال ده ته ورلېږلی وه او د هغه څخه يې غوښتنه کړې وه چې ددوی د جنګياليو سره يوځای مخ پرشا ولاړ شي، او د شمال پر لورې يې د خوندي تګ ژمنه کړې وه، خو ډاکټر نجيب الله ورسره نه وه منلې. ځينې خلک داسې انګېري چې هغه نه غوښتل د تاجکانو جنګي ډلګۍ سره ولاړ شي دا ځکه چې هغه د پښتنو د غبرګون څخه وېرېده ، ځينې هم داسې انګېري چې ډاکټر نجيب الله ځکه د احمد شاه مسعود غوښتنه ونه منله ښايي احمدشاه مسعود به د پرچميانو د ډېرو جنرالانو سره پټې ليدنې کتنې او تړونونه درلودل چې له مخه ېې د ډاکټر نجيب الله څخه د ملاتړ تمه درلوده .
نجيب الله د وروستي ځل له پاره په اسلام آباد کې د ملګرو ملتونو دفتر ته خپل بې سيمه پيغام واستاوه او د مرستې غوښتنه يې وکړه. خو دا ځل ډېر ځنډ شوی و. داسې وييل کېږي چې د طالبانو په نوم د پاکستان د آی اس آی د کسانو له خوا يو ٥ کسيزه ډله چې ددې دندې لپاره په ځانګړي توګه ګومارل شوي و، او په وسلو سمبال و، د ملګرو ملتونو دفتر ته ورننوتل. ډاکټر نجيب الله يې د ملګرو ملتونو د دفتر څخه دباندې په زور راووېسته. هغوی لومړی دی ډېر وکړاوه او هڅه يې دا وه چې د نوموړي ولسمشر څخه د ډيورنډ د کرښې د رسمي منلو په کاغذونو باندې لاسليک ترېنه واخلي. بيا يې د ولسمشر ورور او دی دواړه په ټويټا موټر پسې وتړل او د ولسمشر تر ماڼۍ پورې يې په موټر پسې راوکاږل. هغوی ډاکټر نجيب الله او د هغه ورور په ګولۍ وويشتل او په آخر ه کې يې دواړه د ملګرو ملتونو د دفتر څخه يو څو مټره لرې د ولسمشر د ماڼۍ مخې ته په ټرافيکي ستنه وځړول. دا هغه ځای و چې ښاغلي ولسمشر د جلال آباد په جګړه کې د پاکستان په ښکېلتيا سخته نيوکه کړې وه.
پدې وخت کې بيا ملا محمد رباني چې د کابل د نيولو وروسته د طالبانو په واکمنۍ کې د مرستيال ولسمشرۍ دنده ور په غاړه شوه دا انګېرنې کولې چې ډاکټر نجيب الله ته د مړينې سزا د طالبانو له خوا ورکړل شوې او دا دليل يې وړاندې کړ چې هغه يو وژونکی او کمونېسټ و. او ښايي بيا ملا محمد رباني د پخواني ولسمشر د مړي پر خښولو هم بنديز د خپلو همغاړو په فتوا ولګولی و .
د پخواني افغان ولسمشر د مړينې د خبر په خپرېدو سره نړېوالو او په ځانګړي توګه د اسلامي نړۍ اړونده هېوادونو د طالبانو دې غير اسلامي کړنو باندې خواشينی وښود . تر اوسه پورې د ډېرو پلويانو له خوا ېې تلين په بهرنيو هېوادنو کې نمانځل کېږي . همدا رنګه ډېری افغانان د دغه پخواني ولسمشر په ناسوبه کړاؤ سره مړينه غندي او غير اسلامي عمل ېې ګڼي همدا رنګه د دغې کړنې پړه د ملګرو ملتونو په بې پامه استازو لکه بنن سېوان اچوي . د ملګرو ملتونو استازي بنن سېوان چې په بډو وهلو عراق کې ګير شو ، همدا رنګه ېې افغانستان کې خپله دنده په صداقت نده تر سره کړې خو د ملګرو ملتونو لخوا په بې پرېوالي سره ندی پوښتل شوی او يوازې ېې له کار څخه ګوښه کړی . د نړېوال قانون له مخې د هاګ په ستره محکمه کې د دغسې ډپلوماټنو څخه هم ګروېږنې کېږي . بنن سېوان اوس دا وخت په قبرس ټاپو کې ژوند کوي. ماخذ . د هغه مړی بيا د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ته څېرمه د احمدزيو د ټبر له خوا ولېږدول شو او کوم ځای کې چې زوکړه کړې وه هماغلته خاورو ته وسپارل شو

صبغت الله مجددي
صبغت الله مجددي ( ١٩٢٦ - ). په ١٩٩٢ کال کې د کمونېسټي رژيم د راپرځېدو وروسته د افغانستان د اسلامي دولت د لومړني ولسمشر په توګه دنده درلوده. صبغت الله مجددي د نجات اسلامي افغانستان د ګوند مشر هم دی.
ښاغلی مجددي په پاکستان کې د مجاهدينو تر منځ د يوه پخواني تړون پر بنسټ د افغانستان د اسلامي دولت ولسمشر شو. نوموړی تر دوو مياشتو پورې د افغانستان ولسمشر و چې بيا تر ده وروسته برهان الدين رباني د ولسمشرۍ په چوکۍ کېناسته. هغه په دې هېڅکله و نه توانېده چې د مجاهدينو د بېلابېلو ګوندونو او تنظيمونو تر مېنځ پخلاينه راولي.
په اوسينيو سياسي پېښو کې، مجددي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ځان د سياست نه ګوښه کړی وه. د ٢٠٠٣ کال په ډېسمبر مياشت کې د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ښاغلی مجددي د لويې جرګې د ريس په توګه وټاکل شو.
ښاغلی مجددي په ١٩٢٦ زېږيز کال کې د افغانستان لويديځ ولايت هرات کې زېږېدلی. نوموړی د مجددي له کورنۍ نه ده چې نصب يې د احمد سرهندي مجددي پورې رسېږي
صبغت الله مجددي د يوولس ورځو وروسته په کابل کې د مېشتو ګوندونو لخوا د هغه تړون له مخې د دوه مياشتو لپاره ولسمشر وټاکل شو چې په هغه تړون کې د ګلبدين حکمتيار د حزب اسلامي ګوند او شعيه ګوندونه په تړون کې نه ؤ شامل شوي. په همدې تړون کې داسې هم راغلي وه چې د صبغت الله مجددي د ولسمشرۍ د مودې وروسته به د جمعيت اسلامي ګوند مشر برهان الدين رباني د څلورو کالونو لپاره د افغانستان ولسمشر وټاکل شی.
د ۱۹۹۲ د جون په مياشت کې د مجددي د ولسمشرۍ موده پای ته ورسېده او واک يې د رهبرۍ شورا ته وسپاره، چې تر دې وروسته رهبرۍ شورا برهان الدين رباني د ولسمشر په توګه ونوماوه. د همدې ډول ترتيباتو د مخالفت پر اساس حکمتيار پر کابل باندې راکټي بريدونه پيل کړل چې همدا بريدونه تر درې کالونو پورې پرله پسې توګه کېدل او په همدې توګه د ۱۹۹۵ د فبرورۍ په مياشت کې حکمتيار کابل پرېښودلو ته مجبوره شو

برهان الدين رباني
برهان الدين رباني (دري: برهان الدين ربانی) - (۱۹۴۰ - ۲۰ د سېپتمبر، ۲۰۱۱ ز. کال) د ۱۹۹۲ - ۱۹۹۶ ز. کال پورې د افغانستان ولسمشر و. همداراز هغه د سولې د شورا مشر او د جميعت اسلام د ګوند مشر او پخوانی جهادي جنګيالی هم پاتې شوی. نوموړی د توکم له پلوه دېګانی دی. نوموړی د افغانستان د ژغورنې د جبهه ېې ملي تر نامه لاندې سياسي ګوند لارښود هم وه، چې همدا وروستی نومېدلی ګوند د بېلابېلو پخوانيو کورنيو جګړو کې ښکېلو ډلګيو يوه سياسي اېتلافي جبهه ده چې په افغانستان کې يې د طالبانو د غورځنګ په وړاندې د جګړې لپاره لاس يو کړی دی. رباني د افغانستان د ولسمشر په توګه تر هغه مهال پر کابل کې خپل واک چلاوه تر څو چې د طالبانو له غورځنګ سره په ټکر کې او د کابل په نيولو سره د کابل ښار نه تېښتې ته اړ شو. د هغه دولت د ملګرو ملتونو او د ګڼ شمېر نورو هېوادونو لخوا يو پېژندل شوی دولت و.
برهان الدين رباني د محمد يوسف ځوی دی چې په ۱۹۴۰ ز.کال کې د افغانستان سهېلي ولايت بدخشان کې زېږېدلی. له ۱۹۹۲ ز څخه تر ۱۹۹۵ ز پورې د افغانستان په کورنيو جګړو کې ښکېل و ، او د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د څانګې له خوا چې وايي ، ده افغانستان کې ېې توکمپالنې او تبعيض ته لار هواره کړه او د خپل په حکومتي دوره کې ېې پر بې ګناه ولسونو هر راز غیر بشري تېري ترسره کړل تورن دی همدارنګه ېې دی د افغانستان د ډېرو لرغونو اثارو پر لوټلو او د بیت المال پر خرڅولو هم د بشر د حقوقو له خوا تورن دی.
وروسته له دې چې يې خپلې لومړنۍ زده کړې په بدخشان کې پای ته ورسولې نو بيا کابل ته ولاړ او هلته يې د ابو حنيفه په دارالعلوم شرعي کې خپلې زده کړې پرمخ بيولې. وروسته له دې چې نوموړی د همدغه دارلعلوم نه بری وواته نو بيا يې د کابل پوهنتون کې د اسلامي قوانينو او شرعياتو فاکولتې کې لاره وموندله. په کابل پوهنتون کې د څلورو کالونو د مودې وروسته يې په اسلامي زده کړو کې نوم ترلاسه کړ چې ډېر ژر بيا په ۱۹۶۳ ز.کال کې په هماغه پوهنتون کې د استاد په توګه دنده ترسره کوله. د دې لپاره چې خپله اسلامي زده کړه نوره هم پراخه کړي، نو په همدې تکل په ۱۹۶۶ ز. کال کې مصر ته ولاړ او هلته يې په قاهره کې د الازهر په اسلامي پوهنتون کې په زده کړو پيل وکړ او د هماغه پوهنتون نه يې په اسلامي علومو او اسلامي فلسفه کې د ماسټرۍ بری ليک ترلاسه کړ.
کله چې برهان الدين رباني په ۱۹۶۸ ز. کال کې بېرته افغانستان ته راستون شو نو بيا يې د جميعت اسلامي افغانستان ګوند لپاره په سياسي فعاليتونو پيل وکړ. هغه د پوهنتون په غولي کې د محصيلينو په جذب او منظمولو پيل کړی و. چې د همدغه فعاليت په پايله کې د ۱۹۷۲ ز. کال په ګونديزو ټاکنو کې د يوه ۱۵ کسيزه ډلګۍ او د جميعت اسلامي د بنسټګر، غلام محمد نيازي لخوا د جميعت اسلامي د ګوند مشر وټاکل شو.
کله چې په ۱۹۷۴ ز. کال کې افغان پوليس د کابل پوهنتون ته د ده د نيولو په تکل راغلل نو برهان الدين رباني د خپلو پلويانو لخوا پټ شو او پوليس و نه توانېدل چې هغه ونيسي او په همدې توګه هغه پاکستان ته په تښتېدلو کې بريالی شو. کله چې رباني پېښور ته ورسېده نو هماغلته يې د خپل ګوند مرکز تاسيس کړ او له هماغه ځايه يې د جميعت اسلامي د ګوند لارښوونه کوله. په پاکستان کې د نورو جهادي ګوندونو تر څنګ يې د روسانو او د هغه وخت د حکومت په وړاندې د جهاد اعلان وکړ او بيا د امريکا په وسلو او پېسو او د پاکستان په پوځي او سياسي لارښوونو د روسانو د يرغل په واندې ودرېده. کله چې په ۱۹۹۲ ز. کال کې د ډاکټر نجيب الله دولت د يوې کودتا په ترڅ کې ړنګ شو نو د رباني په مشرۍ د مجاهدينو لومړنۍ ملېشې کابل ته راننوتلې چې بيا تر ډېر مهاله يې د کابل واک په خپل لاس کې نيولی وه.
د ملګرو ملتونو د نړېوالو حقوقي څانګو لخوا په ښاغلي رباني باندې د هغه د حکومت په وخت په عامه وګړو باندې د هر ډول تېريو د مخ نه نيولو نيوکه روانه ده او همدا رنګه د ده ډلو په حکومتي واک باندې خپلسري وېش اچولو او په منځ کې د نه جوړجاړي له لامله د خلکو شتمني ويجاړولو ، د خلکو ناروا وژنې او د کابل ښار ټولنيزه ښاري ودانيو د ورانيو تورونه پې لګېدلي دي
برهان الدين رباني د ۲۰۱۱ ز کال د سپتمبر پر ٢٠ مه ، د ٧٠ کلو په عمر ، مازدیګر ناوخته د کابل په زړه وزير اکبرخان مېنه کې په خپل کور کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو

ملا محمد عمر
محمد عمر (زېږېدنه، ١٩٥٩-) (په انګرېزي:Mullah Mohammed Omar) چې د ملا محمد عمر او يا هم په ساده توګه د ملا عمر په نامه يادېږي، په افغانستان کې د طالبانو د غورځنګ مشر دی. نوموړی چې اوس په يو نامالوم ځای کې پټ دی له ١٩٩٦ زېږيز کال نه تر ٢٠٠١ کې د افغانستان د حکومت هغه مشر و چې په ولسواکيزه توګه نه و ټاکل شوی. د هغه پلويان ښاغلي عمر ته د اميرالمومنين خطاب کوي او دا لقب دده د پلويانو لخوا په ١٩٩٤ زېږيز کال کې ورته ورکړ شوی.
ملا محمد عمر د ٢٠٠١ زېږيز کال نه راپدېخوا، کله چې امريکايانو په افغانستان کې جګړه پيل کړې ده په يوه نامالومه ځای کې پټ دی. ملا عمر هغه کس دی چې امريکا يې د نيولو په لټون بوخته ده او غواړي چې دی او د القاعدې د ډلې مشران او نور غړي ونيسي. د امريکا حکومت هغه په ٢٠٠١ کال کې د نيويارک په سوداګريزو مرکزونو باندې بريدونو کې د لاس لرلو او د اسامه بن لادن او د القاعدې د ترهګرې ډلې د غړو د نه سپارلو په خاطر تورن کړی دی. داسې اټکل کېږي چې ملا عمر د افغانستان او پاکستان د پولې تر مېنځ په قبايلي غره ايزو سيمو کې پټ دی.
که څه هم چې ملا محمد عمر په افغانستان کې د ٢٥ ميليونو وګړو ولسمشر وه خو د حېرانتيا خبره دا ده چې د يوه هېواد د ولسمشرۍ سره سره دده په هکله ډېر لږ مالومات شته. د هغه له قوله هغه هېڅوخت هم په خپل هېواد کې په الوتکه کې سفر نه دی کړی، او هېڅکله د افغانستان نه دباندې هم نه دی تللی. خو يو څو ځلې يې د ډيورنډ پولې ته نژدې قبايلي سيمو ته سفر کړی دی. ملا عمر داسې يو سړی دی چې ډېرې لږې مرکې يې کړي، ډېر لږ ځله يې د غېر مسلمينو سره کتلي، او د هغه خورا لږ داسې انځورونه دي چې خلک پرې خبر دي چې همدا ملا محمد عمر دی. ډيپلوماټان د ملا عمر څرګندونه پدې ډول کوي؛ ملا محمد عمر يو ډېر حياناکه او شرمندوکه سړی دی، د بهرنيانو سره ډېرې خبرې نه کوي.
د هغه د واکمنۍ پر مهال د هېواد نه دباندۍ نورې نړۍ سره ټول امرونه او کارونه د هغه وخت د باندنيو چارو وزير، مولوي وکيل احمد متوکل پرمخ بېول
ملا عمر يو پښتون دی او د خلکو د بيان له مخې هغه لويه جوسه او دنګه ونه لري (ځينې وايي چې ١.٩٨ متره يا ٦'٦" فوټه يې ونه ده، خو کېدای شي چې خلک پدغه هکله مبالغه هم کړې وي). هغه د يوه کرونده ګر زوی دی او کندهار ښار ته نژدې د سنګېسار د کلي په خټين کور کې ستر شوی (او يا هم ، د ځينو راپورونو له مخې، نوده). ملا محمد عمر په ماشومتوب کې د پلار له سيوري نه محروم پاتې شوی، او په ډېر لږ عمر کې د خپلې کورنۍ مسؤليت ورپه غاړې شوی. داسې وييل کېږي چې هغه د اسامه بن لادن د لور سره واده کړی دی او پينځه ماشومان هم لري چې د ملا عمر په مدرسه کې په سبقونو بوخت دي. ددغه راپور پخلی نه دی شوی او ځينې په دې باور هم دي چې دا خوشې يو ګونګوسی دی چې خلک پدې پوه شي چې يعنې ملا عمر د اوسامه بن لادن سره د خپلوي په خاطر هغه يې افغانستان کې د پاتې کېدلو لپاره پرې ايښی وی.
ملا عمر روسانو پر ضد د جهاد په وختونو کې د حرکت انقلابې اسلامي يو چريکي جنګيالی وه. نوموړی څلور ځله په جګړه کې زخمي شوی چې په همدغو پايلو کې يې په يوې پېښه کې د يوې چاودنې له کبله خپله يوه سترګه له لاسه ورکړې. د دې پېښې په هکله د طالبانو تر مېنځ داسې يوه توده کيسه وه چې کله ملا محمد عمر په سترګه ټپي شو، او د يوې چاودنې له امله يې يوه چره په سترګه ولګېده نو ده پخپله دا چره د خپلې سترګې نه پخپل لاس راووېستله او خپل د سترګو ګاټی يې لرې کړ، بيا يې خپل سترغلي پخپل لاس سره وګنډل او د سترګو سوری يې پټ کړ. خو د نړېوال سره صليب د راپور له مخې د پاکستان پولې ته نژدې د سره صليب په يوه کمپ کې د ده درملنه شوې وه، او د ملا عمر سترګه په جراحي توګه په همدغه کمپ کې لرې کړای شوې وه.
وروسته له دې چې ملا عمر يوه سترګه له لاسه ورکړه او معيوبه شو، نو بيا يې مدرسې ته مخه کړه او په کوټه کې يې اسلامي زده کړې پيل (خو ځينې بيا وايي چې هغه د پاکستان په ملتان کې په يوه مدرسه اسلامي زده کړې ترلاسه کړي). د زده کړو وروسته يې د کندهار ښار په يوه کليوالي مدرسه کې د ملا په توګه دنده پېل کړې.
کله چې روسي پوځيان په ١٩٨٩ زېږيز کال کې د افغانستان د له خاورې لاس په سر شول او په کابل کې د کمونيستي دولت د ړنګېدو وروسته، هېواد د بېلابېلو جهادي قوماندانانو په لاس کې پرېواته، دا د افغانستان د کورنۍ جګړو پېر و چې هر مجاهد به د سيمو د ترلاندې کولو او خپل واک پلي کولو په هڅه کې ګڼ شمېر بې ګناه وګړي ووژل. پدې وخت کې ملا عمر يو د هغو کسانو څخه وه چې ددې ګډوډۍ د حل لپاره يې د طالبانو مشري پخپله غاړه واخيستله او ددغه نوي تحريک پيل يې وکړ. د هغه ټول پلويان د مدرسو طالبان وه چې د روسانو د يرغل وروسته پاکستان ته مهاجر شوي وه او هلته په کمپونو کې اوسېدل. په پيل کې سيمه ايزو خلکو د طالبانو پلوي کوله، دا ځکه چې دوی تر ډېره حده په دولت کې د درغلۍ، غلا او لوټمارۍ مخه نيولې وه. دوی ډېر ژر د افغانستان سويلي سيمې د خپل واک تر ولکې لاندې راوستې او ګڼ شمېر جهادي قومندانان هم د دوی سره يوځای شول.
د راپورونو له مخې [1] ، د ١٩٩٤ کال په پېل کې، ملا محمد عمر د ٣٠ کسانو په مرسته چې يواځې ١٦ يې په ټوپکونو سمبال وه، هغه دوه انجونې چې د سيمه ايزو قومندانانو لخوا تښتول شوي وې او عزت يې لوټ شوی وه، وژغورلې. په هماغه کال کې د دوی تحريک نور هم په چټکۍ سره روان وه او د کال تر پايه يې ډېر نوم پېدا کړ. ډېر ژر يې د اسلامي مدرسو نه سرتېري برتي کړل. د ١٩٩٤ زېږيز کال تر نومبر مياشتې پورې ملا عمر دومره سرتېري درلودل چې اوس يې د ټول کندهار واک په لاس کې نيولی وه، او دا هغه مهال وه چې د طالبانو غورځنګ رامېنځ ته شو.
په ١٩٩٦ زېږيز کال کې کله چې ملا محمد عمر د خرقې زيارت نه دباندې د حضرت محمد (ص) خرقه چې په صندوق کې کولپ شوې وه راووېستله او د کندهار خلکو ته يې وښودله نو د ملا محمد عمر پلويانو نوموړي ته د اميرالمومنين لقب ورکړ، (أمير المؤمنين, "د ايمان لرونکو امير يا قومندان."[2]) ، د خلکو ترمېنځ داسې وييل کېده چې هر هغه څوک چې خرقه د خپل صندوق نه راوباسي نو هغه به د مسلمانانو لوی لارښود يا "اميرالمومنين" وي. [3]. چې تر همدغې پېښې وروسته ډېر ژر په ١٩٩٦ زېږيز کال کې کابل د ملا محمد عمر د پوځونو له خوا ونيول شو.
کله چې د افغانستان ډېرۍ سيمې او ولايتونه د طالبانو د واک ترلاندې راغلل نو په افغانستان کې ځينې نوي دولتي ادارې جوړې شوې چې پخوا په حکومت کې نوې. طالبانو په افغانستان کې د امر بل معروف او نهي عن المنکر په نوم يو وزارت جوړ کړ چې ددې وزارت دنده دا وه چې د عامو وګړو ورځيني چارچلند وڅاري چې آيا دوی شرعي احکام پلي کوي او که نه. په همدې توګه طالبانو د ١٩٩٧ زېږيز کال د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان رسمي نوم هم بدل کړ او د افغانستان اسلامي امارات په نوم يې ونوماوه. که څه هم چې کابل د پېړيو راپدېخوا د افغانستان پلازمېنه ده، خو ملا عمر د خپلې واکمنۍ پر مهال د خپل پلارني ټاټوبي نه کابل ته و نه کوچېده. وييل کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ايله دوه ځله ملا محمد عمر د کابل نه ليدنه کړې. هغه کندهار کې اوسېدنه غوره ګڼله او د واک له لاسه ورکولو پورې همالته په کې اوسېده.

د ملا محمد عمر د حکومت په کلونو کې طالبانو يو ډېر سخت دريزه قانون پلي کاوه. د طالبانو د واکمنيو په کلونو کې ښځو دباندې د کار حق نه درلود. يواځينی ځای چېرته چې ښځو کار کولای شو هغه د روغتيا څانګه وه چېرته چې ښځينه ډاکټرانو او رنځورپالانو د نورو ښځينه ناروغانو درملنه او پالنه کوله. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځينه ښوونځي نه وه او همدا هم يو سبب دی چې د افغانستان ښځينه برخه بې زده کړو او نالوستي پاتې شوه. د ښځو د ستر په هکله ډېر سخت دريزۍ نه کار اخيستل کېده او د افغاني دود دستور له مخې يواځې څادر د طالبانو د غوښتنو بسنه نه کوله. دوی پر ښځو باندې د بورقو او چادريو اغوستل هرومرو ګڼل. د طالبانو په وخت کې ښځو ته اجازه نه وه چې پرته د کوم نارينه نژدې خپلوان نه د کور نه دباندې ووځي. څنګه چې په ښځو باندې د طالبانو فرمانونه پلي کېدل همدارنګه سړيو باندې هم ځينې بنديزونه ولګول شول. سړو باندې د ږيرو پرېښودل تحميلي شوه، همدارنګه د غېر اسلامي جامو او وېښتو جوړولو بنديز ولګېده. سينما ګانې او موزيک سنټرونه بند شو. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د غلو لاسونه ترې غوڅېدل، د جنسي جرمونو په تور ښکېل کسان وژل کېدل. په زنا تورن تر هغه مهاله په ډبرو ويشتل کېدل ترڅو ساه ترېنه ختله. په کابل کې دغه ډول سزا ګانې د ټولو خلکو مخ ته د فوټبال په لوبغالي کې ترسره کېدلې. داسې هم وييل کېږي چې طالبانو ډېري کلتوري ميراثونه له مېنځه يووړل او په همدې توګه يې د افغانستان د ملي موزيم لرغوني او هنري آثار ويجاړ کړل. ملا محمد عمر د خپل د فرمانونو په دليل کې يواځې د اسلام د عزت او پياوړتيا خبره کوله. د نړېوالو ټولنو د نيوکو او نارو سره سره طالبانو په باميانو کې د نړۍ تر ټولو لويه بودايي پژۍ له مېنځه يوړله. دا پژۍ چې تاريخي قدامت يې په زرګونو کلونو وه او په ټوله نړۍ کې بې ساري پاتې وه د طالبانو د حکومت لخوا ړنګه شوه.
په ۱۵ د نومبر، ۲۰۰۱ کال کې په امريکا باندې د ۹ د سپتمبر د حملو وروسته او د په طالبانو باندې د امريکا لخوا ځوابي يرغل وروسته، ملا محمد عمر د بي بي سي پښتو راډيو سره په مرکه وکړه چې په دې مرکه کې ملا محمد عمر د طالبانو د وفاداري غوښتنه وکړه او د امريکا د تباهۍ او له مېنځه تللو کار يې يو اوږده جګړه وبلله او په دې لوی کار کې يې د خپلو پلويانو ملاتړ وغوښت او دا يې هم وويل چې انشاالله ددوی جهاد به د امريکا او د هغوی د متحدينو پر وړاندې همداسې روان وي. په دې لړ کې د بي بي سي خبريال د ملا محمد عمر نه دا پوښتنه وکړه چې آيا منځلاري طالبان به د افغان حکومت سره د نوي حکومت په جوړولو کې يوځای شي، نو د ملا محمد عمر ادعا دا وه چې،
په ٢٠٠١ زېږيز کال کې چې کله امريکا او د امريکا متحدينو په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جګړه پېل کړې، له هماغه وخت نه تر اوسه پورې د ملا محمد عمر درک نه دی مالوم. هغه په يو نامالومه ځای کې پټ دی. ځينې خلک وايي چې هغه د پاکستان او افغانستان تر مېنځ پر پوله په قبايلي پښتني سيمو کې پټ دی، خو ددې خبرې پخلی لا تر اوسه پورې نه دی شوی. د امريکا د متحده آيالاتو حکومت د ملا عمر د نيولو لپاره او يا هم د داسې مالوماتو لپاره چې امريکايان د ملا محمد عمر په نيولو کې بريالي شي، د لسو ميليونو امريکايي ډالرو انعام ايښی دی.[5]

داسې وييل کېږي چې د ٢٠٠٦ زېږيز کال په جون مياشت کې ملا محمد عمر يو بيان خپور کړ چې په هغه کې ده په عراق کې د ابو مصعب الزرقاوي په مړينه خپله خواشيني څرګنده کړې وه. په هغه بيان کې زرقوي يو شهيد بلل شوی وه او داسې ژمنه يې هم کړې وه چې په افغانستان او په عراق کې به د امريکايانو او د متحدينو پر ضد جهاد به هېڅکله د هغه په مړينه کمزوری نه شي. [6]
داسې وييل کېږي چې د ٢٠٠٦ کال د سېپټمبر په مياشت کې په وزيرستان کې د وزيري پښتنو او پاکستاني پوځ تر مېنځ جګړه کې هم ملا عمر اهم رول درلوده. ددې تر څنګ دا هم وييل کېږي چې ملا محمد عمر او د طالبانو د غورځنګ مخور پوځي لارښودانو ټولو سره لاس يو کړی چې په دې کې ملا دادالله او جلال الدين حقاني او د پخوانی جهادي مشر ګلبدين حکمتيار ډله هم ګډه ده.
د ٢٠٠٦ زېږيز کال د ډسمبر په مياشت کې ملا محمد عمر يو بيان خپور کړ چې په هغه بيان کې يې د افغانستان نه د بهرنيو پوځونو د وېستلو ډاډ څرګند کړی.[7]
د ٢٠٠٧ زېږيز کال د جنوري په مياشت کې چې کله افغاني چارواکو د طالبانو وياند محمد حنيف ونيوه، نو وروسته د ږروېږنو يې افغاني چارواکو ته وويل چې ملا عمر د پاکستان په کوټه ښار کې اوسېږي او د پاکستاني څارګرې څانګې آی اس آی لخوا يې ساتنه کېږي. همداسې ورته څرګندونه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم په ٢٠٠٦ زېږيز کال کې کړې وه چې بيا وروسته پاکستاني چارواکو يې انکار وکړ

حامد کرزی
حامد کرزی (٢٤ د ډېسمبر، ١٩٥٧ - ) (په انګرېزي: Hamid Karzai) د افغانستان لومړنی ولسمشر دی چې په هېواد کې وروسته د پراخې ټولټاکنې د ولسمشر په توګه وټاکل شو. نوموړی د ٢٠٠١ کال د ډېسمبر له مياشتې راپدېخوا د افغانستان د ولسمشرۍ دنده لري او دوه واره د افغانستان د ولسمشر په توګه ټاکل شوی
کرزی په کندهار کې زېږېدلی. دی پښتون دی او د پوپلزيو په ټبر پورې تړاو لري. د کرزي کورنۍ د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه پلويان دي، نو ددې په خاطر مونږ دا په ډاګه ويلای شو چې دی په سياست کې د ډېر پخوا څخه ښکېل دی.
کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ نو کرزی هندوستان ته وتښتېده او د طالبانو د پرزېدو پورې هماغلته پاتې شو. نوموړي په هندوستان کې د ١٩٧٩ نه تر ١٩٨٣ پورې د شېملې په هماچال پوهنتون کې د سياسي ساينسونو په څانګه کې خپلې زده کړې وکړې او د لېسانس لاسوند يې ترلاسه کړ، بيا دی خپل کاري ژوند ته ننوت او د مجاهدينو مالي ملاتړ يې هم کاوه.
کله چې روسان د افغانستان نه ووتل نو دی د برهان الدين رباني په جوړ شوي حکومت کې د وزير د مرستيال په توګه دنده لرله. همدا رنګه ېې د صبغت الله مجددي ، پير سيد احمد ګيلاني او عبدالرب رسول سياف سره کورنۍ اړيکې درلودې . ښاغلی کرزی متحل دی او زينت کرزۍ يې د مېرمنې نوم دی، زينت کرزۍ ډاکټره ده او په کال ١٩٩٨ کې يې حامد کرزي سره واده کړی. د کرزی په کاله کې د جنورۍ په ٢٥ مه د ٢٠٠٧ م زېږيز کال يو ځوی پېدا شو چې د ميرويس کرزي په نامه ېې ونوماوه.
کله چي په ٩٠ مه مېلادي لسيزه کښي د افغانستان پر سياسي ډګر طالبان راڅرګند شوه، نو کرزي د هغوی په پلويانو کښي و. خو کرزي دطالبانو سره خپلي اړيکي د طالبانو د پاکستاني اړيکو پربنسټ وشلولې. کله چي طالبانو په ١٩٩٦ يم مېلادي کال کښي برهان الدين رباني د واکه وغورځاوه نو کرزي ته وړانديز وکړی چي په ملګرو ملتونو کښي د افغانستان سفير شي. خو کرزي د طالبانو وړانديز ونه مانه. په ١٩٩٧ يم مېلادي کال کې کرزی و امريکا ته ولاړ چيري چي د ده نوره کورنۍ ځای پرځای وه. په امريکا کښي ښاغلي کرزي خپلي هڅي پېل کړي چي د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه بېرته واک تر لاسه کړي. د کرزي پلار احدکرزی د پاکستان په کوټه ښار کښي د١٩٩٩يم مېلادي کال دجولای پر ١٤ د څو وسله والو لخوا ووژل شو. د دغه وژني پړه پر طالبانو واچول شوه او همدا و چي حامد کرزي د بدل په توګه د طالبانو د واګه اچولو اراده وکړه
په ٢٠٠١ کال کې د ١١ د سپتمبر د ټروريستي پېښې نه وروسته، کرزی د ځينو هغو مجاهدينو سره چې د شمالي ټلوالې پلويان وه، يوځای د طالبانو په مخالفت کې ودرېده او د امريکا د متحده آیالتونو د بشپړې ملکارۍ په مرسته د طالبانو د پرځولو لپاره افغانستان ته راغی او د يوې نوې حکومت په جوړولو يې لاس پورې کړ. د هماغه کال د ډېسمبر په مياشت کې د هېواد نه دباندې افغان سياسي مشران چې ډېريو يې په هېواد کې دننه کوم پلويان نه درلودل د جرمني د بون په ښار کې سره راټول شول چې د نوي کابينې په جوړښت کې سره جوړ شي.

د بون د تړون له مخې په ٥ د ډېسمبر کال ٢٠٠١ کې دا پرېکړه وشوه چې افغانستان کې به يو لنډ مهاله حکومت جوړېږي چې ددې ٢٩ کسيزې کابينې مشر به حامد کرزی وي. نو د پلان له مخې حامد کرزي په ٢٢ د ډېسمبر د کابينې د مشرتابه لواړه وکړه. بيا د جون د مياشتې لويې جرګې کې د افغانستان لنډمهالې دورې ولسمشر وټاکل شو او هدايت امين ارسلا يې مرستيال شو.
د کرزي د ولسمشر کېدو سره سره د هغه د واک ولکه د کابل ښار پورې محدوده پاتې شوه او کله ناکله د ملنډو په توګه هغه ته داسې هم ويل کېدل چې کرزی د افغانستان ولسمشر نه دی بلکه د کابل والي دی.
حامد کرزی ٩ د اکتوبر، ٢٠٠٤ کال د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو کې د خپلواک کانديد په توګه ځان کانديد کړی وه. د ملي ملاتړ د نشتوالي سره سره هغه د ٣٤ ولايتونو نه د ٢١ ولايتونو رايې وګټلې، او خپل ٢٢ سيالانو ته يې ماته ورکړه. دا د افغانستان په تاريخ کې لومړی ولسمشر دی چې په هېواد کې د ډيموکراټيکو ټولټاکنو نه وروسته د افغانستان ولسمشر وټاکل شو.
کله چې حامد کرزی ته لا د افغانستان د ولسمشرۍ دنده نه وه ور په غاړه، خو د ډېرو خلکو په مېنځ کې منل شوۍ څېره وه، او د هغه د پلويانو لخوا ډېر ستايل کېده او په دغه موخه چې وروسته د اوږدې مودې جنګ نه دا يواځينی کس دی چې په کورنيو جنګونو کې نه وه ښکېل او د افغانستان د ولسمشری لپاره يوه نېک فال وه. د ولسمشر کېدو بل لامل يې د امريکا د متحده آيالاتو ولسمشر بوش د ادارې لخوا دده ملاتړ هم دی. دا د يوې مياشتې لنډمهاله ټاکنه کې دده د سيالانو په پرتله دده لږ سياسي تبليغ، که څه هم چې د امنيتي ترينګلتياو وېره هم وه خو ټاکنې دده په ګټه پرته د کومې ستونزې پای ته ورسېدې.
وروسته له دې چې دا ښکاره شوه چې په ټولټاکنو کې کارېدونکی رنګ بېرته پاکېدلی شي او په همدې توګه رايه اچوونکو کې د درغلۍ شونتيا هم شته، نو دغه ناندريزه بحث تود شو او د ځينو لخوا دا يوه ناکامه ټولټاکنه وګڼل شوه. خو د ملګرو ملتونو د ټولټاکنې خپلواک کمسيون څېړنې نه وروسته دا خبره جوته شوه چې د ٨.١ ميليونه رايو نه ٤.٣ ميليونه رايې سمې دي او په دغو رايو کې ښاغلي کرزي ٪ ٤، ٥٥ رايې ګټلي او په همدې توګه د نومبر په ٣ مه نېټه ښاغلی کرزی د ټولټاکنو ګټيالی اعلان شو.
کرزي په رسمي توګه په ٧ د ډېسمبر، ٢٠٠٤ کال کې د افغانستان د ولسمشرۍ لواړه په کابل کې د رسمي لمانځنو په بدرګه ترسره کړه. ډېرو خلکو دا لمانځنه په سمبوليک ډول ډېره اهمه وګڼله او د يو دړې وړې ملت لپاره يې يو ښه نوی پېل وګاڼه. پدې لمانځنو کې تر ټولو اهم مېلمانه د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه په ګډون د افغانستان دوه پخواني ولسمشران، صبغت الله مجددي او برهان الدين رباني سره سره د امريکا د متحده آيالاتو د ولسمشر مرستيال ډېک چېني هم ګډون کړی وه
وروسته له دې چې حامد کرزی په ډيموکراټيکو ټولټاکنو کې بريالی شو، نو ډېر خلګ په دې ګومان وه چې دی به د خپلې کابينې نه د شمالي ټلوالې پخواني ټوپک سالاران ګوښه کوي، او کرزی به د يو سخت اصلاح پال دريز خپلوي. خو دې ته ناورته کرزي دا ثابته کړې چې دی ډېر له پام او احتياط نه کار اخيستی د څه شي تمه چې نه کېده او د خپل سوداګرۍ وزير چې تر ټولو ډېر سمون پال او اصلاح پال وه د دندې نه ګوښه کړ.
سره له دې چې ډېر بهرنيان او ماهرين پدې خبره ټينګ دي چې افغانستان ورو ورو د ثبات او سولې پرمخ روان دی، خو د پارلماني ټاکنو دمخه ځينې طالبان په بېلابېلو سيمو کې تاوتريخوالی راوستلی وه. اوسمهال د افغاني پوځ ٢٨ لېواګانې د جنګي عملياتو جوګه شوي، او ډېر لا په تمرينونو بوخت دي. د افغانستان اقتصاد هم د کلونو کلونو راپدېخوا په چټکۍ سره مخ په ودې ده او حکومتي عايدات هم په ډېرېدو دي، خو افغانستان لا تر اوسه پورې په بشپړه توګه پرخپلو پښو نه ده ولاړ او د نړېوالو مرستو ته اړتيا لري.
د ٢٠٠٢ کال د سېپتمبر په ٥ مه، کله چې حامد کرزی د کندهار په دوره تللی وه نو په ده باندې د وژلو ناکامه هڅه وشوه. يوه ټوپکوال چې پوځي کالي يې په ځان وه په ښاغلي کرزي يې ډزې وکړې چې له امله يې د کندهار والي ټپي شو، خو د امريکايي ځانګړي سرتېري لخوا هماغه ټوپکوال وويشتل شو. پدې پېښه کې د ټوپکوال سره سره د ولسمشر يو ساتندوی او د نندارچيانو نه يو نندارچي چې په ټوپکوال يې بريد وکړ هم ومړ کله چې د حامد کرزي ساتندويانو ورباندې ډزې وکړې. د کرزي د وژلو دوهمه هڅه هغه مهال شنډه شوه کله چې نوموړی د سېپتمبر په ١٦ نېټه ٢٠٠٤ کال کې په يوه چورلکه کې د ګردېز لوري ته د يوه نوي ښوونځي پرانيستلو ته روان شوی وه او دده په چورلکه د توغندي بريد وشو.
په ٢٠٠٤ کال کې ښاغلي کرزي د امريکا هغه وړانديز رد کړ چې غوښتل يې د اپيمو په کروندو باندې د کيمياوي دواګانو د پاشلو په نيت سره په افغانستان کې د اپيمو کرکېلې له مېنځه يوسي
حامد کرزی د پښتو، دري يا فارسي، هندي، او انګليسي ژبو سره سره په فرانسوي ژبه هم په ډېره ښه توګه غږېږي.
کرزي په ٢٠٠٤ کال کې د فېلاډېلفيا د خپلواکۍ په مېډال وستايل شو او په ٢٠٠٣ کال کې د ډېرې ستاينې له مخې د برطانيې د پاچايي سرتېري يا Knight نوم هم ورکړل شو. په ۷ د مارچ، ٢٠٠٣ کال يې د هندوستان د هېماچال پوهنتون نه د ادبياتو په څانګه کې ستاينيزه دوګتورا لاس ته راوړه.
حامد کرزی د جامو آغوستلو ځانګړی ډول لري او په ډېرو خلکو کې هم ستايل شوی. په خاصه توګه د هغه چپنه او قره قولي. د ګوچي فېشن شرکت ټام فورډ دی د سيارې تر ټولو ګلالی سړی بللی، او سېلويا فېندي د فېندي فېشن شرکت بيا په کالو آغوستلو کې د خپل د ذوق دخيال ساتلو او په نورو پروا نه کول ستايلي دي.
د کرزي ورور احمد ولي کرزی په کندهار کې د بشري مرستو په ټولولو او په هماغه ولايت کې يې د لګولو په کارونو کې خپله ملکاري کوي. د کرزي ډېر نور وروڼه او خوېندې بيا په امريکا کې د ډېرو خوړنځايونو خاوندان دي. هغوی د سان فرانسيسکو، بالټيمور او کېمبرېډج ماسېچوسېټس په آيالتونو کې د هېلمند په نامه خوړنځايونه لري.
ډېرو نورو سرچينو په ځانګړي توګه د فارېنهايټ ٩/١١ فلم بيا داسې خبر ورکوي چې حامد کرزی د امريکا د تېلو يوې کمپنۍ يونوکال کې د سلاکار په توګه کار کړی. خو ددې خبر نه دواړو د يونوکال شرکت او کرزي د يو بل سره د کوم تړاو د لرلو نه انکار کړی، که څه هم چې دوی د ټولو هغو نورو شرکتونو په هکله چې په يونوکال پورې تړاو لري څه نه دي وييلي [1] [2]. داسې وييل کېږي چې په ٩ د ډېسمبر، ٢٠٠١ کال کې په يوې فرانسوي ورځپاڼې لې مونډې کې د لومړي ځل لپاره دا خبر راڅرګند شوی وي. همدا خبره د کرسچيان ساينس مونېټر هم کړې ده[3].
په ٢١ د مې، ٢٠٠٥ کال کې نوموړي ته په رسمي مراسمو کې د خېمې درولو اجازې نه ډډه وشوه چې د بوسټون رېډ ساکس لوبو کې چې په فېنوې پارک کې ترسره کېدلې، دا د حفاظتي او لوژيستيکي اندېښنو پخاطر.
په ٢٥ د مې، ٢٠٠٥ کال کې حامد کرزی د نېبراسکا آيالت وېسټ پواينټ يا لويديځې نقطې مالي تغذيوي ځای نه کتنه وکړه، په همدې لړ کې يې د هماغه آيالت د افغان زده کړو مرکز، نېبراسکا پوهنتون نه ستاينيزه دوکتورا ترلاسه کړه


No comments:

Post a Comment

Dear Readers!
Your Comments will be published soon.