Suicide bombers storm traffic police HQ in Kabul:Suicide bombers storm traffic police HQ in Kabul KABUL (PAN) A group of suicide bombers stormed the Kabul Traffic Police Headquarters where heavy gunfire was heard early Monday morning , a police officer said. The militants sneaked into the compound in the Deh Mazang locality of Kabul at 5.30am, entering a gunbattle with security personnel, the deputy police chief, Daud Amini, told Pajhwok Afghan News. He said two of the attackers were killed by Afghan National Police (ANP) while the rest were trading fire security forces inside the compound, he added. As usual, The Taliban claimed responsibility for the attack. The group's spokesman, Zabihullah Mujahid, said the target was American training centresinside the compound. Many security personnel were killed, he added. Witness Rahmatullah said five heavy explosions and gunfire had been heard so far. A resident of the area, Mohammad Erfan, said he heard gunshots and a heavy explosion 30 minutes later of the firings. The area was cordoned off by security personnel and the quack reaction forces and Afghan Special Forces are fighting terrorists in the area. Kabul Crime Branch chief Brig. Gen. Abdul Zahir said a traffic policeman was among six people injured in the clash. The wounded were taken to hospitals. The building is located near the border police headquarters. .

د افغانستان تاریخ

دشرقی هند د کمپنی له جوړیدوڅخه د افغانستان د پاچا په توګه د درنی احمد شاه تر ټاکنی پوری (۱۶۰۰-۱۷۴۷عیسوی کلونه)

دتاریخ په دی پړاو کی دافغانانو او د انګلیسانو تر مینځ تماسونه اومرودات ډیر کم وه ، یعنی تر دی دمه افغانستان دیو هیواد په بڼه مینځ ته نه وه راغلی ، د پارس صفوی امپراتوری په ختیځ کی ترقندهارپه شمالغرب کی د مغول ترامپراتوریاویوڅه دکابل ترشمال پوری وسعت اوپراختیا درلوده، دهندوکش څخه په هغه غاړه یو څه وچه دافغانی ترکستان په نامه دازبک خان تر واکمنی لاندی وه. دشرقی هند کمپنی خپل لمړنی د سمندرونو سفر دهند په لور په (۱۶۰۰)عیسوی کال پیل وکړ، اوتر (۱۶۱۳)عیسوی کال پوری بی له دی چی دتل دپاره په هند کی میشته شی د یو
ګرځنده سمندري سوداګری سازمان په بڼه خپل دندی ته دوام ورکول، د سورات د فابریکی د جوړیدو څخه وروسته (کال۱۳۱۶) چی په هند کی د شرقی هند دکمپنی لمړنی فابریکه وه ، یولړ ډیرنوری فابریکی هم یودبل پسی دهند په نیمه وچه خصوصاً دهند په شرقی برخو کی په بیړه سره جوړ اوپخپلو دندو او هڅو پیل و کړل .
انګریزان په منطقه کی د مغلود اړیکوپه اړه کوم چی دهغه برخی دخلکواواړینو مقاماتو سره درلودل پوره پوه او باخبروه اودخپل جاسوسانودراپورونو له لاری ترلاسه کول دوی همدارنګه له هغه وروستنی کشمکشونو او یرغل څخه چی د بلخ به اړه تر لاس لاندی نیول شوی وه هم باخبر وه لاکن د رارسیدلی راپورونو پر بنیاد سوداګریزی فعالیتونه په کابل او قندهار کی دومره اهمیت پیداکړی وه چی دیرغل او دجګړی خبره تر پوښتنی لاندی وړی وه ، مګر بیا هم د هندشرقی کمپنی دی ته چمتو نه وه او یا یی نه غوښتل چی په هغه ناقراره منطقه کی فابریکی جوړ کړی .دیادونی وړ خبره دا دی چی په عین وخت کی په پارس کی دکمپنی فابریکی د اتلسم پیړی په پیل کی د افغیونو(افغانانو)په واسطه(غلجیانودمیرمحموداومیراشرف تر مشری)دمشوری پر اساس لوټ شول ،په دی وخت کی

نادر افشار دغلجیانو دشړلود پاره یو منظم نظامی قوت برابرکړچی په دی نظامی قوت کی ډیرسواره نظامیان یی غلجیان اوابدالیان وه ، اونادر افشار نظر ایرانی سپاهیانونه پردوی یعنی پر غلجایی اوابدالی سپاهیانو باندی زیات باور درلود ،چی دا پخپله دهغی دمړنی اود اعدامولو زمینه (کال۱۷۴۷) برابره کړه، اووروسته له هغه دنادری دغه سپاهیان مټی راونغړل او خپل ټول ایرانی مخالفین اودښمنان یی له یوسره له قندهارڅخه وشړل ، اود قندهار د خلکو په مټ اومشوری سره دی فیصلی ته ورسیدل چی پخپل ترتسلط لاندی قلمروکی ځانته یو پاچا او مشر وټاکی ، وروسته له ډیرو خبرو اترو احمدخان یی چی دپوپلزایی له شاخی (پښه) څخه سدوزایی قبیلی پوری مربوط وه دخپل مشر او پاچا په حیث وټاکه او دپاچاهی لنګۍ يې د هغه پر سر وتړله اود افغانستان پاچا شو .
لنډیز: دافغان دسلطنت پیدایښت او د میسیون مونتستورات ایلپستن ماموریت ۱۷۴۷-۱۸۰۹
د خاورې هغه برخی چی د درانی احمدشاه د امپراطوری ترواکمنۍ لاندی پروت وه دکتنی وړوسعت او پراختیا درلوده.
اودهغه پراخوالی په شمال کی دجیحون (امو) اوکافرستان (ننی نورستان)،په لمرختیځ کی ترکشمیراود تبت تر سرحده
اوپه غرب کی ترخراسا نه په شمول دبلوچستان ، سند اود عرب دبحرترتړانګه پوری وه ، اوهم دهغه دامپراطوری په تشکیل کی دایل اودتبارو(قومونو)حکومتونه هم شامل وه دلوی احمدشاه تر مړنی وروسته دهغه امپراطوری پخپل مخکینی حالت داوږدی مودی دپاره پاتی نشوه، تباری اوایلی حکومتونه په خراسان ، سند ، قلات ، بلوچستان ،بلخ ، اود افغانی ترکستان په آقچه کی په بیړه سره په مختلفو نومونو اوالقابوسره ددی لوی امپراطوری په راچپه کولواوانقراض کی ونډه واخیستل، دقاجارکورنی په ایران اود پنجاب سکانو درنجیت سنګه تر مشری د ترلاسه کړل شوی په برخوکی خپل حکومتونه جوړکړل .دهیواد په دننه کی درانیوهم
پوری کړل . پخپل مینځ کی په مخالفتونو اودښمنیو
،دیادونی وړ مطلب دادی چی لوی حمدشاه دخپل پلانونو دمخکی وړلو دپاره به یی تل د نهووایلی قبایلو دمشرانو اوسردارانو سره مشوری کول اوخپلې ټولې ستونزی یې دهغو په کلک ملاتړ سره حلول اوهم یی په ډیر مهارت او درایت سره خپل نظزیات پر هغو باندی منلو ،لاکن تیمورشاه او زمانشاه دواړه دخپل زمامداری په وخت کی وغوښتل چی دنوموړی قومونو دمشرانو له مشوری اخیستلو څخه ځان ګوښه کړی اودهغو دمشوری څخه پرته خپل پلانونه عملی کړی ، یعنی دوی پخپل لاس دنوموړی سردارانو له کلک ملاتړ څخه ځان محروم کړل او د ځینو درباری مشاورینو دمشوری په پام کی نیولو سره دایران دشاهی نظام په څیر دشاهی نظام په جوړولو لاس پوری کړل اود خپل خوښی سره ملکی او نظامی مامورین یی په لوړو مقامونو مقرر او وټاکل . زمانشاه دهغه خودخواهی له مخی چی درلوده،ځان سره دا بند وبست کړ چی پرهندوستان باندی یرغل وکړاوهغه هیواد تر خپل ولکی لاندی راوړی ، مګر هغه پخپل یرغل سره یواځی لاهور تر لاسه کړ او ونشوکړی چی دهند په نیمه وچه کی مسلط شي .دیادونی بل خبره خو دادی چی دهند شرقی کمپنی په دی وخت کی دهند په شمال کی هم خپل دقدرت ریښی زیات ټینګ کړی وه او دفرانسی اود افغانانو د احتمالی یرغل او تهدید څخه په ویره کی نه وه ، نوپه دی بنیاد نوموړی کمپنی خپل یواستاذی دافغانستان دننی اوضاع دپوره معلوماتو د ترلاسه کولو دپاره اود منطقی دوضعی دراپورد وړاندی کولودپاره دزمانشاه دربار ته ولیږل اوپه (۱۷۹۸) کی خپل خاص استا‌ذی دایران شاهی دولت ته ولیږل ، چی دایران دولت پاملرنه دی ته راجلب کړی چی دهغه هیواد په شرقی سرحداتو کی میشته افغانان سره راټول شوی دی چی دا پخپله ستاسی شاهی دولت ته لوی ګواښ دی ، یعنی انګریزی استاذی دایران دولت د افغانانو پر ضد را وپارول او خپل هدف تر لاسه کړ .
له بلی خوا څخه دفتح خان (مشهورپه وزیر فتح خان) محمد زایی اواکرام خان علیزایی په مرسته سره ، محمود میرزا (کال۱۸۰۰) له زمانشاه څخه واک تر لاسه کړ او هغه یی له قدرته رانسکور کړ ، زمانشاه وروسته له نسکوریدو څخه وتښتید اوپه لودیانه کی ځان پټ کړ ،اوهغه په دی باور نه وه چی په مخفیګاه کی دهغه مستمری معاش د شرقی هند دکمپنی له لوری حواله کیږی ؟ په (۱۸۰۳) کی محمودمیرزا دزمانشاه دسکنی ورور شجاع الملک په واسطه سره له واکه را نسکورشو ، شجاع الملک هغه وخت په واک ورسید چی دهیواد په هرګوټ کی اړدوړ کورني جنګونه اوناقراری وه اوولایتونه یو بل پسی له مرکزه خپل تابیعت شلول اوپخپل ځان متکی کیدل . په هر صورت انګریزانو د فرانسی دهغه فعالیتونوپه اړه کوم چی په مینځنی ختیځ کی درلوده اوپه دی هڅه اواند کی وه چی ممکن دافغانستان له لاری ناپیلیون پر هندوستان یرغل وکړی خوابد اوپه ویره کی وه اود ناپیلیون احتمالی یرغل یی ډیر جدی ګڼل ، اود انګریزانو تشوش دهغه لاسته راغلی معلوماتو اواطلاعات له امله کوم چی دخپل جاسوسانو په کمک سره او هم دجورج فورستر دشل کلن مشاهداتو اوکنجکاوی څخه تر لاسه کړی وه په دی فکر ولویدل چی دنوموړی احتمالی حملی د شنډولو دپاره باید څه پریکړی وکړی ،وروسته له يو څه تفکر څخه دی نتیجی ته ورسیدل چی باید یولړ دیپلوماتیکی فعالیتونه په منطقه کی تر سره کړی ، همغه وه چی انګریزانو خپل سیاسی او دیپلوماتیک استاذی هم له لندن اوهم له کلکتی څخه دمونستورات الفستین ترمشری لاندی یوشمیر هیوادونو ته دناپیلیون داحتمالی یرغل دهند په نیمه وچه کی د افغانستان له لاری د پوره معلومات اوراپور ونود وړاندی کولو دپاره ولیږ.ل اودهغود کمک اوحمایت غوښتنه وکړ. دانګریزانو استاذی په لمړی سرکی د ایران شاهی دربار ، دسند امیرنشین ، رنجیت سنګ ته په لاهور اودشاه شجاع دربارته په پیښور کی دسفر بند وبست وکړ ،کله چی دانګریزانو استاذی مونستورات دشاه شجاع دربار ته هغه وخت چی شاه شجاع پخپل پادشاهی تخت کی ناست وه دتشریفاتو دمسول شحص له خوا وروپیژندل شو ، پاچا هغوی ومنل اودهیت سره وروسته له روغبړ په مذاکره کیناست اودیولړ جروبحث څخه وروسته کوم چی دانګریزی استاذی له خوا د فرانسی اویا دایران له خوا پرهند باندی دیرغل خبری دافغانستان له لاری وړاندی کول او دخپل د دولت تشویش دهندوستان دحکومت په نیابت باندی پری رڼا اچول له شاه شجاع څخه غوښتنه یی داوه چی دافغانستان دلاری هیچا ته تاسی باید اجازه ورنکړی چی پرهند باندی یرغل وکړی ، چی ا لبته دغه وړاندیز دشاه شجاع له خوا هم څه نا څه ومنل شو ، اودیو عهد نامی په شکل سره له دواړو خوا څخه په امضا ورسید ، دعهد نامی لیک په یو ډول ډیر ټینګ رنګ سره لیکل شوی وه چی ترډیرو کلونوپوری به دکاغذ پر مخ دیو یادګار په ډول پاتی شی اودابه دمونستورات الفستین یوله کلاسیک کارونو څخه د افغانی او انګلیسی اسنادو دتبادلی په تاریخ کی به تلپاتی وی . په هرصورت کله چی لاس لیک کړل شوی عهد نامه دشرقی هند کمپنی ته ورسید ، هغه وخت وه چی د افغانستان په دننه کی دنفاق او خانه جنګیو اوربل شوی وه اوانګریزانو ته دکوم تشویش ځای پاتی نه وه .
دوام لری



لنډیز:دشاه شجاع له نسکوریدوڅخه دافغان ـ انګلیس تر لمړی جګړی پوری (۱۸۰۹-۱۸۳۸ عیسوی)
دوهمه برخه

دافغانستان دمعاصر تاریخ په دوام

پس له هغه چی دبریتانیا په دیپلوماتیکی هلوځلواو اقداماتو سره د ایران پاچا د هرات له محاصری او قلعه بندی څخه لاس واخیست ، اود انګریزانو تشویش او ډار دافغانستان له لوری له مینځه لاړ ،پس له هغه نه دهندوستان حکومت په دی لټه کی شو چی شاه شجاع سره دهغه دتخت او تاج په بیا لاس ته راوړلو اواعاده کولو کی مرسته وکړی ، په لمړی سرکی پلان داسی وه چی شاه شجاع درنجیت سنګ په مرسته او د انګریزانو په اقلی اوکم کمک سره چی مشتمل له یوڅه شمیرمشاورین اونقدی پیسی وه پرافغانستان یرغل وکړی ، نو دهمدی پلان په نظرکی نیولو سره دهند اود انګریز په ( ۲۱۰۰۰) لښکریانو اوسپاهیانو او درنجیت سنګ دلږ کمک سره دسند او بلوچستان له لاری نه دسکانو له قلمروڅخه پر افغانستان باندی دیرغل بند وبست وشو، دانګریزی نظامیانو په مینځ کی جناب ویلهیم مکناټن دشاه شجاع په دربار کی داستاذی او وزیر مختار په حیث وټاکل شو او همدارنګه دسیاسی نمایندګی دهییت تشکیل هم جوړ اوومنل شو چی دهمدی تشکیل له مخی الکسندر برنس دشاه شجاع دمشاور په حیث تعین شو ،ددی اداری څخه دتشکیل مقصد دهندوستانیان او انګریزانو داوه چی دوست محمد خان دخپل واکمنی په وخت کی دا ډول اداری تشکیل نه درلود او له همدی کبله وه چی هغه دخپل تر تسلط لاندی قلمرو کی د خلکو باور ځان ته نشو جلبولی اوتل د ستونزو سره مخامخ وه ، نو په دی اساس دغه نو تشکیل اداره به وشی کولای چی ټول پرابلمونه اوستونزی به مخکی دمخکی حل او شاه شجاع ته دهغه په ورځنی کارونو کی به ډیر ممد واقع شی .
دهندوستان د لوی او غیرفعال لښکر اواردو د نا بلتیا او د ناقص اوسرسری سازماندهی څخه هغه وخت چی نوموړی لښکر ددښمن له قلمرو یعنی سند او بلوچستان څخه تیریدل دسیاسي اوجیوپولیتیک له نظره دهغه تلفاتو اوضایعاتوڅخه چی حتی دقندهار درانیولو توان یی هم نه دلودل څرګند شو او ددی اردو څخه د یولړ نورو لاسته راوړنو هیلی غلط اویو ناقص اوبی بنیاد پریکړه وه چی نیول شوی وه .

دوست محمد خان په لمړی سرکی د مقابل خوا ټول وړاندیزونه رد کړ اوهم کله چی دخپل پلویانو له موقف څخه معلومات تر لاسه کړ ، پریکړه وکړ چی بخارا ته لاړ شی او هلته پناهنده ګی ورکړی نو په دی ډول دوست محمدخان میدان خوشی کړ اود سدوزیو دکورنی سلسله بی له جنګ اوجګړی په کابل کی له سره اعاده شو،اودانګلیس دسیاست پوهانو ته موجوده حالات وښودل چی د حالاتو تر ښه کیدو پوری باید د هغوی قوتونه دافغانستان په دننه کی پاتی شي ، اود هغوی سیاسی کارپوهان دکابل څخه دباندی خپل شبکی باید پراخی کړی ، خپل کورنی را وغواړی اوددی هیوادټول چاری حتی تر الحاق پوری د شاه شجاع تر ماسک لاندی پخپل لاس کی ونیسی او خپل ماموریت تر سره کړی ، دغه نظر د مکناټن د ډیر جدی اونه ستړی کیدونکی هلو ځلوسره په نظر کی ونیول شو ، او له شاه شجاع څخه غوښتنه وشو چی هر کار او هر فعالیت دهغه باید د بریتانیا د موظفو مامورینو او استاذی په اشاره او موافقه سره تر سره شی . لاکن د اشغالګر قوا یعنی د انګریزانو دسیاست پوهانو او دهغو د نظامیګرانو تر مینځ له یوی خوا او دهنددشرقی د کمپنی دمامورینو او دافرادو دځانګړی او سلیقوی اختلافاتو څخه له بل طرفه نقاضتونه او اختلا فات لا پسی زیات شو او دانګریزانو د پراخ غوښتنی پالیسی د ناکامی سره مخامخ شو، په دی وخت کی د دوست محمد خان پلویان ځینی بریالیتوبونه تر لاس کړ،اود مکناټن شاوخوا را ونیول اوهغه یی دی ته وهڅول چی دوست محمد خان باید دخپل کورنی سره هند ته ولیږل شي ، دوست محمد خان دخپل کورنی سره هند ته د مکناټن په هدایت لاړ مګر دهغه ځوی محمد اکبر خان په کابل کی پاتی شو اود هند له تللو څخه صرف نظر وکړ .
په هرات کی یارمحمد خان دهغه تعهد نامی په اړه کوم چی دایران دپاچا او په تهران کی دروسی د وزیر مختار په اړین له دسیسی او توطی څخه ډک پروتوکول وه اوپه هغه کی حتی د برده ګانو او غلامانو دتجارت اوسوداګری دمنع کیدونښی نښانی پکښی نه لیدل کیده خپل اعتراض او نارضایتی وښودل ،اوهغه یی ونه منل ، میجر تود چی د پوتنجریوبریالی اورسیدلی جاسوس وه ، هغه هم په دی باور وه ، چی دهغه ژوند اود بریتانیا موقف او پرستیژ ته که هغه په ښار کی وی یا دښاره دباندی دکوم خطر سره که مخامخ شي ، نو هغه ته به دشرم ځای وی چی بیرته بیا هغه مخکینی یوشان اوهمغه ډول دندی ته بیرته وګرځی په پای کی یارمحمد شاه کامران په قتل ورسول خپله قدرت ترلاسه کړاوهرات یی دایران دپاچا ترچتر او حمایی لاندی راوست .

د انګریزی قوتونو د حضور او موجودیت لګښت په افغانستان کی له هغه څه چی اټکل کیده لا ډیر زیات وه ،سره د هغه چی د سرتمبه قبیلوی سردارانو د مشرانو مستمری معاشونه او اقتصادی مرستی دحکومت دفیصلی په اساس بندی اوقطع شوی وه ،بیا هم دپاملرنی وړ مطلب او دلایل چی پر هغه باندی باور کیدل ، داوه چی حتی موجوده مالی وضع کفایت نه کول چی قبیلی او قومونه راضی وساتی او هغوی د خپل حمایت اوپلوی پخوا را جلب او جذب کړی . له بلی خوا څخه یو زوړ او له کاره ولویدلی جنرال ویلهیم الفنستون په افغانستان کی دانګریزی قواو د قوماندان په حیث وټاکل شو ، انګریزی سپاهیان اوقوتونه له مصوُ ن بالاحصار څخه وویستل شو اود ښار څخه دباندی د شیر پور په ګار نیزیون او په نورو ساحو کی سره تیت او ځای په ځای شول ،او خلکو ددی سپاهیانو په لید و سره ډیر خواشینی شو او خپل کرکه او خصومت د انګریزانو په مقابل کی دهر ورځ په تیریدو سره څرګندول اوهم د ژمی درا رسیدو اود یخنی د زیاتیدو په نتیجه کی له یو خوا ارتباطات سره نه نیول کیدل او بلی خوا د اقوامو دښمنی دانګریزانو سره ورځ په ورځ زیاتیدل ، محمد اکبر خان دهیواد په شمال کی دخپل پلویانوپه راغونډولو مصروف وه .د(۱۸۴۱)عیسوی کال دنومبر په میاشت کی دغچ اخیستنی او دقیام جرقی اولمبی دخلکو له خوا په کابل کی را پورته شو ، انګریزانو په واسواس او تشویش سره پخپل نا امن بارکونو کی محاصره او قلعه بند شول ، شاه شجاع دحالاتو دلیدو له امله چیری ځان خوندی کړ اوتر میاشتو میاشتو نه په سترګه کیده ، اوپه یو غیر موثر موجود بدل شوی وه ،همدارنګه د انګریزانو د مذاکری کولو چانس د کابل د ژمی دډير یخنی له امله دلاسه وتلی وه ،او انګریزان دپوره نا امیدی سره مخامخ وه ، محمد اکبر خان له شماله کابل ته ځان ورسول ، او د ټولو سردارانو او دقوم د مشرانو د یو منلی اوستر رهبر او پیشوا مقام تر لاسه کړی وه او دیو قومی مشر په حیث دمبارزی میدان ته ور ودانګل اود ویلهیم مکناټن سره دمذاکری په وخت ناسازګار شو او مکناټن یی مخامخ په رڼا ورځ ووژل او انګریزان یی په ویره کی واچول ، دمکناټن د وژل کیدو نه وروسته انګریزان دسردارانو اودافغانی مشرانو هیلو او وړاندیزونو ته سر ټیټ کړل او ومنل چی له افغانستان څخه کډه وکړی اوووځی ،کله چی انګریزانو دجلال آباد په لوری وخوځیدل نو دهغو دمارش سره یو لړ ستونزی هم موجود وه اوهغه داچی له یو خوا ډیر یخنی وه او بلی خوا څخه داقوامو او د قبیلو له طرفه پر هغو ډزی هم کیدل او دانګریزانو په لښکریانو کی له خدمت څخه فرار او تیښته هم پیل شوی وه محمد اکبر خان د برمتواو دګروګانانو په تبادله او ساتنه کی افغانی قول اوتعهد سپارلی وه ، او دګروګانانو په ساتلو کی خپل تعهد اوژمنی پوره تر سره کړ ، نو په هر صورت سره له (۱۶۰۰۰) انګریزی جنګی سپاهیانو څخه چی له کابله وتله غیر دڅوتنو ګروګانانوڅخه یواځی داکتر براید ن تر جلال آباد پوری د جنرال سالی ګارنیزون ته ځان ورساوه چی ګارنیزون هم دوتلو په حال کی وه ، کابل د مختلفوډلو او قومی ګروپونو په مینځ کی پاتی شو اوپه داخلی جنګ او جګړو سره اخته شو . دجنرال پولک تر مشری لاندی یو ډله سپاهیان او لښکر دغچ اخیستو په نیت له هند څخه دخیبر پرلاره جلال آباد ته ځان ورسول اود کابل په لوری مارش وکړل ، اوکله چی د جنرال نووټ دلښکریان او سپاهیانو سره کوم چی له قندهار څخه راغلی وه یوځای شو ، هم یی خپل انګریزی بندیان او ګروګانان یی له بنده آزاد کړ او هم دکابل لوی بازار (چته) ته دخپل کینی په ښودلو او غچ اخیستلو سره اور واچول او هغه تاریخی بازار یی په ایرو بدله کړل . دانګریزانو له وتلو څخه یو څومودی وروسته دهیواد په دننه کی تازه داخلی جګړه پیل شو ، دوست محمد خان بیرته کابل ته راغی ،(او دهغه ورور کهند ل خان قندهار ته لاړ) او دهیواد حالات یو څه آرام شو ، اوددوست محمد خان په لمړیو دری کال پاچاهی کی دهغه بریا له کبله چی تر لاسه شوی وه څه پیښی مینځ ته رانغله ، مګر دبریتانیا پرستیژ او حیثیت ته غټه صدمه او تاوان ورسید چی هیڅکله به هیره نشی . په درناوی دوام لری


لنډیز: دامیر دوست محمد خان له استقرار څخه تر د افغان- انګلیس دوهمی جګړی پوری

( ۱۸۴۳-۱۸۷۸)
لکه هسی چی په ( ۱۸۲۶) کی امیر دوست محمد خان دهیواد په دننه کی سوله او امنیت برقرار او د خلکو تر مینځ یووالی اوپه کابل کی آزاد مرکزی دولت سره له هغه چی یار محمد خان په هرات کی یعنی د افغانستان په قلمرو کی سیالی ته ملا تړلی وه جوړ اوبرقرار کړ ، نو په دی لټه کی شو چی د کابل حاکمیت د هیواد په ټول قلمرو کی ټینګ کړی او ټول مخکینی دلاسه وتلی ولایتونه دهندوکش اود آمو تر غاړی پوری بیرته ونیسی اود مرکزی دولت سره وتړی يا ضمیمه کړی ،مګر دیادونی وړ مطلب دا دی چی په جنوب کی دغلجایانو د قومونوتر مینځ تلپاتی شخړی

اوستونزی دا اسانتیا نه برابرول چی ددری لویو ښارونو یعنی کابل ، قندهار اوهرات حالاتو ته تغیر ورکړ شی اودښه کېیدو خوا ته ویوړل شی ، ایرانیانو له دی بی ثبات حالت څخه ډیر راضی وه او په دی هڅه او اند کی وه چی په افغانستان کی نارامی دوام وکړی او حکومت تل کمزوری پاتی شی ، تر څو چی د هغوی شوم پلان دهرات په اړه سرته ورسیږی اوعملی شی ،له یاده باید ونه باسو چی دتاریخ په دی پړاو په کابل کی ایرانی پلوه قوی پارټی یا حزب موجود وه چی دایرانیانو دپاره فعالیت کاوه ، مګر دوست محمد خان هیڅکله هم د ایرانیانو وړاندیزونه د انګلیس ضد پیستون سره نه دی رد کړی، په (۱۸۵۵) کی امیر دوست محمد خان د خپل واک له اډانې سره دقندهار د يو ځای کيدو مساله مطرح کړه چی د ډیرو مخالفینو سرخوږی یې را وپارول ، دوست محمد خان دقندهار دیوځای کیدو سره انګریزانو ته یو پلاوی دغلام حیدرخان په مشری ولیږه او هغوی ته يې څرګنده کړه چی قندهار زمونږ خپله ساحه او خاوره ده چی مونږ ته راپاتی ده . په دی وخت کی دبریتانیا د تسلط پراخوالی دهند په نیمه وچه کی دهند له سرحداتو څخه آوښتی او تر خیبر پوری رسیدلی وه ،سند یې هم تر خپل قبضی لاندی راوستی وه ، اوداځکه چې دانګریزانو او دسکانو ددوو جګړو په پایلی کی د رنجیت سنګ دمړینی وروسته دسکانو په ټول قلمرو باندی انګریزانو خپل منګولی ښخی کړې ،اوتر خپل قبضی لاندی یې راوستل ، انګریزانو دخپل پراختیا غوښتنی دپالیسی پر بنیاد ،خپل واکمنی تر دهندوستان هغو ولایاتو پوری چی دهند بریتانوی دسرحداتو څخه دباندی منطقی وه پراختیا ورکړه ، له (۱۸۴۲) څخه یعنی له هغه وخت چی انګریزانو له افغانستان څخه ووتل بیا تر ۱۸۴۹ پوری دوی داسی انګرینه چی ددوو هیوادونو (افغانستان او بریتانوی هند) ترمینځ پرتی سیمی مشترک اوګډ سرحدات دی،سره له هغه چی دغه سرحدی علاقی دقومونو دمشرانو تر تسلط او واکمنی لاندی پرتی منطقی دی او ځکه چی ددی منطقی قومونه د هیچا واکمنی هم نه منی ،په هر صورت ددوست محمد خان اود سکانو د ا تحا د او دوستی څخه وروسته انګریزانو افغانستان ته دیو دوست هیواد په سترګو نه کتل مګر د سمد ستی احتمالی تهدید څخه چی دافغانستان له طرفه په تشویش کی وه مطمین شول .
دافغانستان په اړه د انګریزانو دسیاست پوهانو په مینځ کی دوه نظریی موجودې وې .
لمړی :غیر فعال ماهرانه په داخلی چاروکی د نه لاس وهنی نظر کوم چی د افغان او انګلیس له لمړی جګړی څخه وروسته تعقیب کیدل .
دوهم:دمخکی تګ یا دفارورد نطر یا پالیسي ،کوم چی ددی پالیسی له مخی انګریزانو منلی وه چی خپل نفوذ او پراختیا غوښتنی دهندوکش تر طبعی سرحداتو پوری پراخه کړی ، تر څوچی دروسانو د پراختیا غوښتنی دهیلی په مقابل په مرکزی اسیا کی لوی خنډ اودیوال جوړ کړل شی ، اودافغانستان سوال دروسانودستراتیژی په هنداره کی په یو فرعی مسلی باندی واوړی کله چی بریتانوی هند دخپل پراختیا غوښتنی توان اوقدرت په شمال او غرب کی تر افغانستان پوری وغزوی ، نو په هغه صورت کی روسانوبه په مرکزی اسیا کی دخپل تسلط لمن جنوب اوشرق ته د افغانستان په لوری وغزوی ، په (۱۸۵۳) کی د هغوی نفوذ به د سرې بحیرې تر شا پوری ورسیږی ، له (۱۸۵۴) نه تر (۱۸۵۶) پوری دروسانو او دانګریزانو تر مینځ د کریمیا پر سر جګړه روانه وه ، ایران په دی باور چی د روسانو تراغیزی لاندی دی او داسی انګیرنه کیدل چی روسانو به ممکن دهرات په لوری وخوزیږی ، چی دا پخپله دامپریالیستی ستراتیژستانو په نظر کی دهند دپاره یو اساسی مثله ګڼل کید ل .
لهذا په (۱۸۵۵) کی انګریزانو دی ته چمتووالی درلودچی دامیر دوست محمدخان سره خپل دوستانه اړیکی سمبال او ورغوی ، نو په دی بنیاد په (۱۸۵۷) کی دواړه هیوادونه یو پریکړنی او عملی تړون لاس لیک کړ ، چی ددی تړون په لاس لیک سره د (۱۸۵۵) دتړون ټول مواد اومندرجات چی مخکی ددواړو هیوادونو تر مینځ لاس لیک شوی وه باطل وپیژندل شو .په دی نوی تړون کی تصریح شوی وه چی که دهندوستان حکومت ، هرات دکابل دامیرقلمرو په رسمی ډول ونه منی ، امیر به دمذهبی اوملی احساساتو په نظرکی نیولو سره به دبریتانیا مامورین ته پخپل درباراو ترتسلط لاندی برخو کی دداخلیدواو دورد اجازه ورنکړی ، همدارنګه د هند حکومت مکلف دی چی امیر دوست محمد خان ته به مالی مرستی ورسوی ، چی دهمدی مالی مرستی په ذریعه سره پخپل قلمرو کی هر ډول اختلال او نارامی له مینځه ویسي ، اوهمدارنګه امیر هند ته اجازه ورکړی چی خپل وکیل (استاذی) کابل ته ولیږی او بالمثل هند امیر ته لاره هواره کړی چی خپل وکیل (نماینده ) پیښور ته ولیږی چی هلته مستقر اومیشته شي ، نو په دی بنیاد انګریزانو خپل پلاوی د میجر-اچ-پی-لومسدان تر مشری لاندی غوښتل چی قندهار ته ولیږی چی د ورکړل شوی کمکی پیسي کوم چی دهند بریتانوی له خوا ورکول کیږی دهغه صورت حساب ملاحظه کړی او هم دهغه دلکښت په اړه مناسب مشوری ورکړی ، اما کله چی د هند په دننه کی دانګریزانو په مقابل کی په (۱۸۵۷) کی شورش پیل شو ، دلو مسدن ماموریت د مخاطری او ستونزی سره مخامخ شو، په دی وخت کی امیر دوست محمد خان له موقع څخه د هغه ستونزی له کبله چی انګریزانو په هند کی دهغه سره مخامخ شوی وه خپل فشار ديوڅه لاس ته راوړنی په مقصد په چټکتیا سره زیات کړ بی له دی چی د انګریزانو دتسلط داعاده کول وسیله په هند کی وګرځی .
دداخلی اوکورنی جنګونو په موده کی وروسته د دوست محمد خان له مړنی څخه انګریزانو په دی هڅه اواند کی شو چی دخپل ماهرانه عدم مداخله پالیسی د افغانستان په اړه په کار ویسي ،په دی معنی چی انګریزانو نه باید دمخالفو قوتونو درقابت په عرصه کی چا ته دمرستی ورکولو اود پلوی وعدی ورکړی ، هغوی باید د دیفکتو دنقش له پالیسی څخه ملا تړ وکړی ، او په دی باندی باید موافقه وشي چی په روانو چارو کی ککړو ګوندونو او ډلو ته ، که چیری پرهغو باندی دخپل حکومت له لوری فشار راشی په هند بریتانوی کی د پناه خوندی ځایونه برابر کړل شي، خصوصاً کله چی شیرعلی خان په افغانستان کی واک تر لاسه کړی ،او دهغه له وضیعت اوکار څخه څرګند شي چه هغه دروسانودملا تړ په انتظار کی دی، په هر صورت کله چی امیر شیرعلی خان په واک ورسید ،انګریزانو په بیړه سره باید څه کمکی پیسي برابر اوشیرعلی خان په امبله کی دمذاکرات دپاره دعوت کړی ،اودهند حکومت په هیڅ ډول هغه ته دسرحداتو د لیږدولو ضمانت ونکړی او په هیڅ ډول سرحدی علا قی دامیر مورثی برخی ونه منی او دامیر دقلمرو رسمی ساحه ونه منل شی ، اوهم هغه په رسمی ډول د افغانستان د امیر په صفت ونه پیژندل شي ،بلکه انګریزانو دا وپتیلل چی امیر سره د دوستی لاس ورکړی ، هغه سره مالی مرستی وکړی اودهغه په داخلی چاروکی لاس وهنه ونکړی ،اوامیر دی ته مجبورونکړشی چی دبریتانیا استاذی په کابل کی ومنی اویا دانګریزانود نمایندګی دفتر په کابل کی جوړ شي .
سره دټولو پورتنی یادونو څخه ،امیر په دی هڅه او اند کی شو چی افغانستان د نوی کیدو (مدرن) په لوری بوزی او دیو لړ ریفورمونو د تحقق بند وبست وکړ ، مګر له بده مرغه دهغه ریفورمونه دقومی ، مذهبی او د زړی نظریاتو اود مخالفتونو له امله اوهم د کافی مالی وجوهو په نه لرلو سره عملی نشو اوپه ثمر ونه رسید اوهم دهغه ځامن هریو محمد یعقوب خان او محمد ایوب خان ، کله چی امیر خپل بل ځوی عبدالله جان ولیعهد وټاکل په مخالفت را پاڅیدل او د امیر له اوامرو څخه سرکشی وکړل ، امیر شیرعلی خان سمدلاسه خپل ځوی محمد یعقوب خان په جیل کی واچول او محمد ایوب خان ایران ته وتښتید .
په دی وخت کی امیر په دی فکر ولویدل چی خپل سرحدات دګاونډیانو سره په رسمی توګه وټاکی ،ځکه چی ایران د افغانستان دداخلی جګړی په دوام سره دسیستان ډیری برخی تر خپل ولکی لاندی راوستی وه اونورهم د خپل پراختیا غوښتنی په لټه کی وه، نوپه دی بنیاد هم ایران اوهم افغانستان په دی توافق ورسیدل چی بین المللی حکم دی د بریتانیا استاذی ومنی اودواړه خوا دحکم پریکړه بی له کوم مخالفت باید ومنی ، هماغه وه چی میجرګولډ سمت انګلیسی حکم ددواړو هیوادونو تر مینځ سرحد وټاکل ، له بلی خوا څخه روسانو په (۱۸۶۹) کی هغه وخت چی د بخارا امیر دسزار دولت ته تسلیم اوتابع وګرځیدد خپل تسلط ساحه تر آمو دریا پوری غزولی وه ، او له بلی خوا څخه په (۱۸۷۳) کی روسانو اوانګریزانو په مرکزی اسیا کی دخپل د نفوذ دساحی په ټاکنه کی بی له دی چی دمحلی حکمرانانو مشوری ومنی سره په موافقه رسیدلی وه ، نو ددغی پیچلی حالاتو په نظر کی نیولو سره شیرعلی خان د دوه نړیوال زبر ځو اکو په مینځ کی ایسار شواو دافغانستان امیر ددواړو قوتونو او حتی د ترکیی ددولت له خوا هم تر فشار لاندی و نیول شو چی امیر باید خپل مناسبات د انګریزانو سره ښه کړی ، مګر امیر په پوره تعقل سره خپل بی طرفی وسا تل او دهغه ټول هڅی اواند دافغانستان د سمسور تیا په پلو معطوف شوی وه.

دیادونی وړ مطلب دادی چی په دی وخت کی دتاریخ پاڼی واغوښتل اوپه اروپا کی د انګریزانو او د روسانو دشدید سیالی او رقابت په نتیجه کی له یو خوا اوبلی خوا څخه په انګلستان کی محافظه کار دولت قدرت تر لاسه کړ دعدم مداخلی ماهرانه پالیسی په فارورد پالیسي باندی تبدیل شو اود هندوستان حکومت د موقع شناس لاردلایتون تر مشری ، دانګریزد دولت تقاضا اوهلیی خصوصاً کله چی دروسانو یو مسلمان استاذی دافغانستان ددولت له خوا په کابل کی دنماینده په صفت ومنل شودی ته معطوف شو چی دهغوی نماینده او استاذی په کابل کی خپل دفتر پرانیځی ، دانګریزانو اود روسانو تر مینځ د سولی د تامین مثله په تشنج اومخاصمت واغوښت اود انګریزانو تمایل دافغانستان په لوری زیات شو .او همدی دیپلوماتیکی پالیسي په تعقیب سره حالات لکه د (۱۸۳۸)کال په شان حړ اوپړ شو. دوام لری په درناوی


لنډیز :د افغان او انګلیس دوهمه جګړه (۱۸۷۸-۱۸۸۰)
امیرشیرعلی خان اجازه اوبلنه نه وه ورکړی چی ستولیتف کابل ته راشي اوله سره دهغه ماموریت کابل ته صورت ونه نیول ، انګریزانو ددواړو هیوادونو ددوه اړخیزو حقونو په هیلو سره هغه وخت چی امیر د خپل رښتیانی وارث د مړنی له کبله په ماتم اوفاتحی کی ناست وه ، غوښتل چی یو پلاوی کابل ته ولیږی ، مګر دهند بریتانوی حکومت له خوا نوموړی پلاوی ته چی دښاغلی نبیل چمبرلین ترمشری تر سره کیدل یو پیغام ورسیدل ، اوپه پیغام کی ویل شوی وه چی امیر شیرعلی خان دستولیتف دپاتی کیدو اویا دنه راتګ په هکله روښان دلایل چی انګریزانو ته قناعت بښونکی وی ونشو کړی چی وړاندی کړی نو په دی اساس تاسی خپل ماموریت مه تر سره کوی اوبیرته راوګرځی ، انګریزانو دهمدی بهانی پر بنیاد له مختلفولارو څخه دخپل دری نظامی جزتام سره پر افغانستان باندی یرغل وکړ اود پاملرنی وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړل ، ,هغه وخت چی امیر دروسانو سره معاهده تر سره کړی وه ، انګریزان امیر ته دهغه دوستانه تمایلات پر بنیاد چی د روسانو سره درلود ،یادونه وکړ چی استو لیتف له کابله اوباسه او بیرته روسی ته ولیږه ، امیر شیر علی خان دانګریزانو دا غوښتنه ونه منل اووروسته دسزار دسلطتنت د نماینده له موجودیت څخه په کابل کی او د هغه له هستوګنځی څخه بلکل انکار وکړ.

یعقوب خان د خپل پلار د مړینی نه وروسته ولید چی انګریزانو قندهار اوجلال آباد تر خپل ولکی لاندی راوستي ، یعنی قندهار او جلال آباد یی نیولی دی ، نودی ته چمتو شو چی دانګریزانو وړاندیزته دیو معاهدی په لاس لیک کولو سره غاړه کیږدی ، نوهمغه وه چی دګندمک تړون ومنل او هغه یی لاس لیک کړ ، ددی تړون له مخی کرم ، پشین او سیبي د بریتانوی هند پوری ملحق اووتړل شو، اوهم انګریزانو ته حق ورکړل شو چی خیبر او مشینی پا س ترخپل کنترول لاندی ونیسی ، او د تړون د مند رجاتو په نظر کی نیولو سره یعقوب خان ته یوڅه مستمری پیسي ورکړی اوهم دهغه تاج اوتخت دپردیو له تجاوز اوتیری څخه وساتی ،مګر دانګریزانو او دامیر یعقوب خان دغه دګندمک معاهده دافغانستان د خلکو له خوا ونه منل شو او خلک خپل کرکه او مخالفت څرګند کړل.

یو څه لنډ موده وروسته کله چی ښاغلی لوویس کیوناری کابل ته ورسید او با لا حصار ته نژدی په یو ټاکل شوی مقر کی میشته شو، په دی وخت کی له هراته کابل ته یو شمیر افغانی حکومتی اتباع او کارمندان ولیږل شو ،د دغه راغلی شمیر افغانی دولتی کارمندان په اړه هیڅ فکر نه کیدل چی دوی به د انګریزانو سره په جګړه کی ښکیل شي او تر یو کال پوری دانګریزی لوړ پوړو مقاماتو له خوا هغوی ته پاملرنه ونشو،حال دا چی دغه خلک دانګریزانو پرضد جګړی ته تیاری نیول او دامیر یعقوبخان څخه رویګردان او له هغه څخه کرکه کول ،نوپه نتیجه کی دروان او نارام حالاتو کوم چی په کابل کی موجود وه دغه له هراته راغلی دولتی کارمندان د کابل دښاریانو په مینځ کی داخل او دکابل ښاریان یی وهڅول چی دانګریزانو په ضد شورش او قیام وکړی .
دانګریزانو دهستوګنی د تعمیر جوړښت او ساختمان دفاعی اسانتیاوی نه درلود ، هغه وخت (دسپتمبر دریم کال ۱۸۷۹) کوم چی انګریزانو دشورشیانو او د کابل د خلکود پاڅون په نتیجه کی پخپل مقرکی کلا بند شوی، او دامیر یعقوب خان هلی ځلی دانګریزانو دآزادلو او دمحاصری په ماتولوکی ناکام اوڅه ګټه ونکړ ، وروسته دیو اوږدی جنګ او جګړی څخه ټول کلا بند شوی انګریزان په قتل ورسید.

په دی وخت کی انګریزانو یو کوچنی نظامی جز وتام له هندوستان څخه په بیړه د جنرال روبرت په مشری کابل ته ولیږل ، جنرال روبرت د یو څه لږ ستونزی اومقاومت په مخامخ کیدو سره کابل تر خپل ولکی لاندی راوست ، دکابل دنیولو څخه دیو لنډ مودی په تیریدو سره امیر یعقوب خان له امارت او پاچاهی څخه ځان کناره کړ او استعفا ورکړ ،او انګریزانو هغه هندوستان ته ولیږل او دافغانستان واکداری جنرال روبرت پخپل لاس کی ونیول اود امیر یعقوب خان په ځای کیناست ، او هڅه یی وکړ چی د (۱۸۴۱) کال اشتباهات اوغلطی له سره تکرار ونشي ،او په دی هڅه اواند کی شو چی د خلکو قیام اوپاڅون آرام کړی ، نو په دی بنیاد خپل نظامیان او سپاهیان یی په ارودوګاه او چونړی کی کلا بند کړ او دستور ور کړ چی د خلکو له انظاره ځان ګوښه کړی ، چی له یوی خوا دهغوی جنګی مورال لوړ کړی اود بلی خوا بل شوی اور باندی اوبه وشیندی،په همدی موده کی یو نوی اوتازه دم انګریزی جزوتام له هند څخه جلال آباد ته را ورسید ، چی دهمدی نوی جزوتام په رسیدو سره خپل نظامیان له کلا بندی څخه ازاد کړ.

دحالاتو په نظر کی نیولو سره مختلفی نظریی دافغانستان په اړه انګریزانو سره پیدا شو چی څه باید وکړی ، وروسته دیو لړ تحلیلی اندیښنو څخه دواړه یعنی لاردلیتون او جنرال رابرت دی موافقی ته ورسید چی افغانستان د سیاسی تاریخی او جغرافیوی جوړښتونو پر بنیاد باید په وړو برخو وویشی او په ویشل شوی برخوکی هغه افغانی حاکمان وټاکی چی دانګریزانو د ګټی ساتندو وی ، او دانګریزانو تر قیادت لاندی دولتی چاری تر سره کړی ، نوهمغه وه چی په قندهار کی باید واک دقندهاری سردارانو اولاد ته کوم چی دانګریزانو ګټی په نظر کی ولری وسپاری ، په هرات کی د یعقوب خان ورور محمد ایوب خان په واک کی وه ، اوکابل بی له کوم حاکم چی دانګریزانو ګټی په نظر کی ولری اوانګریزانو ته دمنلو وړ وی بی افغانی حاکم پاتی شو.

په دی وخت کی ښاغلی لیپیل ګریفن انګریزی سیاسی سلا کارد جنرال روبرت سره په دی پریکړه ورسیدل چی عبد الرحمان خان باید کابل ته را دعوت شی او هغه سره کمک وشی چی پرهرات باندی یرغل وکړی اود محمد ایوب خان څخه واک تر لاسه کړی ، او هم عبد الرحمان خان سره باید داسی تعهد لاس لیک شی چی که چیری هغه د افغانستان امیر شی ، د هند بریتانوی حکومت به دهغه په داخلی بی له بهرنی سیاسي چارو کی به لاس وهنه نه کوی او عبد الرحمان ته به یو څه مستمری پیسی به هم ورکول کیږی ،او دبلی خوا څخه د عبد الرحمان خان په موافقه سره د هندوستتان له خوا کابل ته به یو مسلمان استاذی ولیږل شی ، او په تعهد کی دا هم یادونه شوی وه چی انګریزانو به د ګندمک د تړون پر بنیاد دافغانستان هغه برخی چی ترلاسه کړی دی بیرته افغانستان پوری نه الحاق کوی اوپخپل تصرف کی ساتی اما دقندهار په اړه په دی تړون کی څه یادونه نه وه شوی،ددی پروتوکول اوتعهد نامی په کاراچول اویا ددی معاملی تحقق د یو لړ روښان اوتاریخی بدبینی او بدګمانی په نظر کی نیولو سره چی دانګریزانو او افغانانو تر مینځ له کلونو کلونو راهیسی موحود وه اسانه نه وه ، نو په هرصورت دغه تړون چی عبد الرحمان خان باید دافغانستان امیر شی د جولای په میاشت (۱۸۸۰) کی کابل ته نژدی د جنرال رابرت سره لاس لیک شو ، ددی تړون د لاس لیک کیدو لا انګریزانو جشن نه وه نیولی چی محمد ایوب خان په میوند کی انګریزی قواو ته ماتی ورکړا و انګریزی لښکر یی په ګونډه کړاوهغوی یی تار اومار کړ ، او دښار واک یی تر ولکه کړ ، ددی خبری په اوریدو سره انګریزانو دیو افسانوی لښکر سره میوند ته لاړ اووروسته له سختی جګړی څخه ایوب خان ته اود هغه لښکریانو ته ماتی ورکړ.

د (۱۸۸۰) کال په پای کی انګریزانو خپل نظامی قوتونه بی له قندهاره له افغانستان څخه وویستل اود عبد الرحمان خان او ښاغلی لیپل ګرفین تر مینڅ ددواړو ملتونود ګټو په نظر کی نیولو سره نوی مناسبات او اړیکی ټینګ شو.

لنډیز: د امیرعبدالرحمان خان اود امیرحبیب الله خان پاچاهی (۱۸۸۱-۱۹۱۹)

دهند حکومت د افغانستان پرخارجی پالیسی او چارو کی د کنترول واک او صلاحیت ترلاسه کړاوهم ددواړو هیوادونو ترمینځ سرحدی برخی په نښه شواو امیر عبد الرحمان خان ته دهغه نقشه ولیږل شو ، په هر صورت په سنتی ډول سره د سرحد میشته افغانی قومونه چی د دوو قوتونو تر مینځ پروت خلک دی د هغواړیکی د حکومت سره لا تر اوسه برقرار او حکومت هم ادعا کوی چی هغوی د حکومت مطیع قومونه دی ، سره د ټولو خبرو امیر عبد الرحمان خان ددی سرحدی قومونو په اړین لکه دهند دحکومت په څیر دفارورد له پالیسی څخه کار اخیستل.
حتا وروسته ددیورند دخط له لاس لیک کیدو څخه کوم چی دهند اود افغان د حکومتنوتر مینځ سرحدی نقطی په نښه شوی هم وه ، دافغانی له لوری حکمرانان او پاچاهان هیڅکله له خپل سلطی اوواک څخه په دی سرحدی برخوکی سترګی نه دی پټی کړی او هیڅکله هم یی دا خط او په نښه شوی سرحد په رسمیت نه دی پیژندلی ،اوهم ددی منطقی میشته قومونه بالمثل له خپل افغانی خلکو څخه ځان په رسمی ډول بیل نه دی ګڼلی ، په (۱۸۹۷) کی هغه شورش او پاڅون چی سرحدی میشته خلکو د انګریزانو پرضدوکړ انګریزانو دهغه محرک امیر عبد الرحمان خان وګڼل او پر امیر باندی شک وکړ چی دی سرحدی خلک د انګریزانو په مقابل را پارولی دی ،چی دا مطلب لا تراوسه د بحث وړ مطلب دی ، په هرصورت باید وویل شی چی پردغه قومونوباندی رښتیانی کنترول دحکومت له خوا پوره نه دی تر سره شوی اویا نه تر سره کید ه.
په کابل کی دبریتانیاداستاذی اوداجنت ټاکنه په دی پړاو کی یو څه ستوزمن وه اوهغه داچی ټاکل شوی نماینده که دیو خوا دهند بریتانوی دهیلو دسرته رسولودپاره یو مناسب شخص باید ووسی ، نو د بلی خوا څخه باید چی د هغه کرکتر اودهغه هویت او پیژندګلوی امیرعبد الرحمان خان ته دمنلو وړ وی ، یعنی کم تر کم دعقیدی په لحاظ نوموړی نماینده باید چی یوهندی سنی مسلمان وی ، مخکی دبریتانیا یو شمیر استاذی چی په کابل کی ټاکل کیدل اکثراً هغوی د بنګال د سواره نظام له نایب السلطنتی افسرانو څخه انتخابیدل اوانتخاب شوی ا ستاذی ته د لییو تینانت کلونیل لقب او یا نوم ورکول کیده ، او ستونزه داوه چی دغه ټاکل شوی استاذی د راپورونو په ټولولو اودهغه په جمعبندی او حکومت ته په لیږلو کی هم دستونزی سره مخامخ کیدل اوهم غیر موثر او مضر پایلی درلود.
باید وویل شی چی امیر عبد الرحمان خان دخپل تر تسلط لاندی قلمرو باندی د خپل د نفوذ اود کنترول د کجی په زیاتیدو باندی له هیڅ ډول هڅی اواند څخه لاس نه اخیست اوپه ډیر جدیت سره کار کول ،امیر له هغه مستمری پیسی څخه چی دهند بریتانوی څخه تر لاسه کول ، دخپل اردو په سمبالولو او دهغو دجنګی مورال په پورته وړلو لګول او هم له باندی څخه اسلحی او جنکی مهمات پری رانیول او سرکش قومونو ځان ته تابع ګرځول ، امیر سربیره په جنګ اوزور په بل طریق هم سرکش خلک خپل رعیت ګرځول اوهغه داچی ، دسرکشو قومونو له بانفوذو مشرانو سره خیښی کول یعنی دهغو دلور اویا د هغو د خور سره کوژده او واده کول اوسرکش قومونه په دی ډول ځانته رابلل او خپل رعیت ګرځول ، همدارنګه امیر یوشمیر نور فعالیتونه ددی دپاره چی خلک دهغه تابع شی تر سره کول چی عبارت وه له : د سنتی قومونو په مینځ کی رقابت او سیالی ته دتابیعت په لحاظ لمن وهل ،مذهبی اختلافات او تفاوتونه کوم چی د سنی او د شیعه مسلمانانو په مینځ اویا دمسلمان او نامسلمان خلکو تر مینځ وه دمختلفو مانورونو په سرته رسولو سره تر خپل پوره کنترول لاندی راوستل هغه خلک او سرکشان چی دامیر متابعت نه کول او دهغه دکارونوپه مقابل کی خنډ ګرځیدل هغوی یی له یوځای څخه بل ځای اویا ولایت ته لیږل اویا تبعیدول ،هغه، غیر پښتون قومونه د پښتنو سره د سرانه مالیی په لغوه کولو سره مصالحی او پخلاینی ته رابلل ، هغه بانفوذ سرداران او لیدران دافغانستان له ګوټ ، ګوټ څخه کابل ته غوښتل اوپه اصطلاح سره برمته رانیول.

امیرعبد الرحمان خان پخپله د ریفورم اود مدرنیزی یو پلو غوښتنکی اوجانبدار پاچا وه ، هغه دخپل ریفورمونو په سر کی ، لمړی پخپل اردو کی یو لړ اصلاحات راوړل ، او دا په دی بنیاد ،کوم چی هغه دخپل دولت په خارجی چارو کی استقلالیت نه درلود نودخپل داخلی مخالفینودآرامولو اودهغو د سرکشی اوبغاوت دمخنیوی په اړین دخپل اردو په چارو کی اصلاحات راوړل ،همدارنګه هغه په اداری ، قضایی چارو کی په رسمی او په برابر انډول سره اصلاحات را مینځ ته کړ،هغه مذهبی اوسنتی ډلی ټپلی او افراطی پیروان تر خپل شدید کنترول لاندی راوست اودهغو لاس وهنه په دولتی اوحکومتی چارو کی لنډ کړ اود مذهبی افراطیت پر عامیلینو باندی بندیزونه ولږول ، هغه په پوره جدیت سره معارف ،روغتیا آو د خلکو روغتیایی حالت ته پام واړول او یو لړ ریفورمونه یی په نوموړی ساحه کی پلی کړ ، هغه همدارنګه یو لړ ریفورمونه دسوداګری او دمخابراتو په چارو کی ( دځنی سیاسی ملحوظاتو په پام کی لرونو سره هغه ونه غوښتل چی د اوسپنی پټلی او د تیلیګراف چاری تر سره کړی اویا په هیواد کی دهغه نهادونو بنسټ کیږدی ) هم تر سره کړ ، هغه دخپل ریفورمونو دپلی کولو دپاره له بهره یو شمیر اروپایی ماهران را وغوښتل او خپل ریفورمونه یی پلی کړ.

امیرعبدالرحمانخان په عوض ددی چی خپل ځوی حبیب الله خان د هیواد په دننه کی په کوم ولایت کی دوالی په صفت وټاکی،هغه یی ترخپل کلک پاملرنی لاندی ونیول او مخکی له مخکی هغه ته د دولتمداری او د اداری چارو په اړین روزنه ورکړ او همدارنګه هغه یی له هر ډول تربګنی او ورور وژنی څخه وژغورل او دهغه له زړه څخه هر دول کینه او حسد لری کړ ، چی د همدی روزنی پر بنیاد امیر حبیب الله خان په کال ۱۹۰۱ کی دپوره تجربی خاوند وه حبیب الله خان د خپل پلار پالیسی مخ ته وړل ،او په پوره احتیاط او د یو لړ محدود اصلاحاتو د راوستو په پام کی لرونو سره خارجی عصری تکنالوژی ته مخه وکړ ،او په پراخ حوصیلی سره خپل اصلاحی چار ی یو بل پسی په کار واچول اوله اعتدال څخه کار واخیست، حبیب ا لله خان تر یو مودی پوری دسیا سی اړخ له پلوه دملی ، تجدید پسند او سیاست پوه محمود طرزی تر اغیزی لاندی پریوتی وه اما د حبیب الله خان عملی پالیسی دهغه دپلار د پالیسی سره یوشان ته نه وه ،هغه نظروخپل پلار ته یو څه زیات مذهبی تمایل درلود ، د امیر حبیب الله دپاچاهی په دوران کی دوه پارټی یا حزبونه مینځ ته راغی چی یویی مذهبی اوبل یی عصری اومترقی پارټی وه ، دمذهبی پارټی مشری د امیر حبیب الله خان د ورور شهزاده نصر الله خان په غاړه او د مترقی اود عصری پارټی مشری دامیر د ځوی امان الله خان په غاړه وه ، او امان الله خان په هر اړخیز ډول د محمود طرزی تر اغیزی لاندی خپل چاری مخ ته وړل . دواړه یعنی امیر عبد الرحمان خان او دهغه ځوی امیر حبیب الله خان له مختلفی لاری او په اکثرو مواردو او وختونو کی په دی هڅه اواند کی وه چی خپل هیواد د هندوستان له تسلط اولاس وهنی څخه وژغوری ، او خيل خارجی مستقل سیاست تر لاسه کړی او دهندوستان سره یو متساوی الحقوق آزاد دیپلوماتیک اړیکی ولری . مګر سره له هغه هم کوم چی ددواړوهیوادونو تر مینځ د سرحدی قومونو برخه لیک نامعلوم اوپیچلی وه مګر دهغوی (یعنی هنمد اوافغانستان) په اړیکو کی کوم خنډ او اصطکاک مینځ ته رانغله اوتر اخره پوری په ښه اتموسفیر کی دوام درلود اګرچه د افغانستان د بیطرفی سیاست په بین المللی مناسباتو کی دوام درلود سره له هغه چی په لمړی نړیوال جګړه کی افغانستان دترکی تر فشار لاندی وه.
د افغانستان او د بریتانیا تر مینځ نسبی مناسبات ښه وه ، مګر دواړه یعنی مذهبی او ملی مترقی حزبونه کوم چی د امیر حبیب الله خان په مخالفت سره فعالیت کول غوښتل چی ددواړو هیوادونو تر مینځ دوستانه مناسبات خړ اوپړ وکړی مګر د امیر دژوند تر اخره پوری نوموړی مناسبات کی څه خلل مینځ ته رانغی ،ترڅوچی امیرپه شلم دفبروری کال (۱۹۱۹) کی د کوم نامعلوم اونه پیژندل شوی سړی په واسطه سره په شهادت ورسید ، اود افغانستان او بریتانیا د اړیکو اود مناسباتو تاریخی عرصه خپل اخری پړاو ته ورسید .

په درناوی

دوام لری


لنډیز:

دامیرحبیب الله خان له ترور څخه تر



د امیر امان ا لله خان ګوښه کیدوپوری

(۱۹۱۹-۱۹۲۸)
د افغانستان د معاصر تاریخ په دوام (پنځمه برخه)

شهزاده نصرالله خان په افغانستان کی هغه وخت چی د خپل ورور امیر حبیب ا لله خان له ترور څخه خبر تر لاسه کړ ، له جلال اباد څخه دخپل امارت او پاچاهی اعلان وکړ ، هغه ددی دپاره چی د افغانستان امیر شی، یولړ ښه مساعد شرایط اوزمینی درلود ، دهغه له جملی څخه د امیر حبیب الله خان مشر ځوی عنایت ا لله خان کوم چی په سلطنتی دربار کی دپوره نفوذ او صلاحیت څښتن وه دیو شمیر نورو درباریانو سره یو ځای په جلال آباد کی د نصرالله خان په پلوی کی وه د بلی خوا څخه خپله نصر الله خان کوم چی د مذهبی او سنتی ګوند پیشوا او رهبر وه نو په مذهبی کړیو کی د پوره نفوذ او صلاحیت سړی وه ، نوددی دوه قوی دلایلو په نظر کی نیولو سره خپل ځان په افغانستان کی د پاچاهی مستحق ګڼل اوله همدی وجهی څخه دپاچاهی اعلان وکړ .
امان الله خان کوم چی په کابل کی والی اوهم دخپل پلار په غیابت کی سلطنتی چاری په مخکی وړل ، د ملکی او عسکری نظامی مهمات او ددولت خزانه او دولتی چاری دهغه په کنترول کی وه خپل ځان د پاچاهی وارث ګنل او په همدی بنیاد باندی دپاچاهی اعلان وکړ اوله خلکو څخه بعیت وغوښتل او په پاچاهی ورسید .
په هغه پړاو کی چی امان الله خان د افغانستان د پاچاهی پر تخت کیناست ، د افغانستان داخلی وضیعت سم نه وه ، د افغانستان اردو د حبیب الله خان د نامعلوم ترور د نصر الله خان د بندی کیدو اود مصاحبینو دوروڼوله بندڅخه دآزادیدوله وجهی څخه نارام او نا راضی وه ، کله چی امان الله خان د مدرنیست ګوند رهبر او مشر په دی پوه شو چی د نصرالله خان په مشری دمذهبی اوسنتی ګوند ځنی کړی د نصر الله خان په پلوی ولاړ دی ،نوپه پوره هوښیاری سره سمدلاسه د هند بریتانوی په ضد دآزادی خواهی او استقلال دتر لاس کولو دپاره جهاد اعلان کړ چی دهمدی اعلان په بنیاد سره د دواړه حزبونو پلویان اود افغانستان خلک د جهاد هرکلی وکړ او له بریتانیوی هند څخه د آزادی د لاس ته راوړو لو په نیت چمتو او میدان ته را ودانګل ، امان الله خان په دی پوره شکمن شوی وه اویا په دی باندی پوه شوی وه چی که چیری د هند بریتانوی په ضد جهاد اعلان کړی نو د ددیورند دکرښی څخه هغه غاړی پشتانه به هم د امان الله خان ملا تړ وکړی لکه چی همغسی هم و شو ، یعنی د هغه غاړی خلک هم د اما ن ا لله خان په څنګ ودرید اوجګړی ته چمتو شول .

لنډه داچی دافغانستان او دانګریزانو دریم جګړه په داسی وخت کی شروع شو چی د انګریزانو اردو له هر پلوه څه دمهماتو په لرلو او څه د پوره مهارتونو او لوړ تکنالوژی په لرلوسره له هرجهته دافغانستان پراردو او لښکریانو باندی ډیر زیات تفوق او برلاسی درلود .

د افغانستان او د بریتانیا د دولتونو د مشروط د یپلوماتیکی مناسباتوپه برقرارولو کی د افغانستان حکومت خپل مخالفت او کرکه د انګریزانو له خوا د هند بریتانوی داستاذی په لیږلواو ټاکنی سره چی باید دهند بریتانوی استاذی توب په کابل کی وکړی په څرګند ډول سره ښکاره کړ .

مګر د انګلستان د باندنیو وزارت له خوا کابل ته داستاذی په ټاکلو سره او دهغه د پوست لیکنه دانګریز د خارجه وزارت د باندنیو مامورینو په لست کی لمړنی قدم وه چی دافغانستان له خوا ومنل شو او بالمقابل د افغانستان د استاذی دمنلو تیاری د انګلستان ددولت له خوا په مساوی صلاحیت سره هغه دیپلوماتیک ملاحظات وه چی د دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکی له سره تامین شو ، په هر صورت دانګریزانو له طرفه د افغانستان وړاندیز ومنل شو او دانګریزی دیپلوما ت مقام او دهغه مقر په هغه فهرست او لست کی دافغانستان د پاره ولیکل شو چی دنورو مستقلو هیوادو دپاره د انګریز دباندی وزارت له خوا لیکل کیدل اودا په دی معنی چی افغانستان دبریتانیا د دولت له خوا ددیپلوماتیک ملاحظاتو په نظر کی نیولو سره دیو آزاد او مستقل هیواد په حيث وپیزندل شو اود دواړو هیوادونو دمناسباتو د برقرارولو دپاره په کابل او لندن کی دنمایندګی یا دسفارت دفترونه پرانستل شو ، نوپه دی بنیاد د بریتانوی هند دسیاسي دفتر له خوا دغه مقام ته مسول دیپلومات په نښه شو اود هغه مقر هم وټاکل شو اوتر (۱۹۴۹) کال پوری دغه نوموړی مقام ته دمسول شخص ټاکنه دبریتانوی هندد حکومت اود هغه دولت دسیاسي خدماتو او ددولت د وزیر پر غاړه وه .
دذکر شوی مقام ددندی دسرته رسولو دپاره داسی یو سیستم هم مینځ ته راغی چی دبریتانیا نماینده یا ټاکل شوی استاذی په کابل کی دبریتانیا په نمایندګی یا سفارت کی دا مسولیت او دندی لری چی سیاسي واقعات او پیښی سره راغونډوی اود هغه راپور دبریتانیا حکومت ته رالیږی او دهغه مستقیم اړیکی په لندن کی د بریتانیا دخارجه وزارت سره وی، یعنی نوموړی مسول مقام لمړی د ټول کړل شوی راپور کاپی دهند بریتانوی حکومت خارجی او سیاسي دفتر او دهندی شعبی دفتر یا دیپارتمنت ته لیږی ، په دی ډول د افغانی احساس او هیلی دساتلو او د ډادګیرنی خبر خپل ټول اړین دفاترو ته د اړیکو د لا پراختیا او د ساتنی په نظرکی نیولو سره اطلاع ورکړ شو ،اود هند بریتانوی خارجه وزارت د افغانستان د موضوعاتو سره خپل نژدی دوستانه مناسبات او همکاری ته دوام ورکړ اوداړیکو په ټینګ ساتلو کی له هیڅ ډول هلو ځلو څخه مضایقه ونکړ ،له هغه وخته چی د افغانستان مناسبات او اړیکی په لمړی سر کی دهندی د یپارتمنت اوشعبی سره دبریتانوی هند په باندنی وزارت کی تامین شوی له همغه وخته د بریتانیا د نمایندګی لګښتونه د هندله هزینی څخه کارسازی کیدل ، داضافی معلوماتودلاس ته راوړلو د پاره دی لاندی ادرس ته دی مراجعه وشي : (IOR:L/P and S/10/959 Afghanistan: correspondence arrangments,1921 -1931)
 

په کابل کی دبریتانیا لمړنی وزیر مختاردانګلستان په سفارت کی جناب برانسس هیمفری وه او دنمایندګی باقی مامورین او کارمندان مشتمل له قونسل ، نظامی اتشه ، جراح ، سکرتر او یوهم آسیایی یا اورینتل سکرتر وه، دسفارت غړی بیغیر له رسمی مراسمونه نه بدرقه کیدل ، هغه وخت چی دبریتانیا د سفارت مامورین کابل ته ورسید ، هغوی ته اجازه وه چی سره په کابل کی ووینی ،دبریتانیا قونسلګری په قندهار او ننګرهار کی هم پرانیستل شو چی دهغه مامورین د هند دولایتی خدماتو له دیپارتمنت څخه تعین شوی وه ، دافغانستان قونسلګری همدارنګه په لندن ،جنرال قونسلګری یی دهندوستان د حکومت په مرکز ، کلکته ، کراچی ،اوبمبی کی اود افغانستان تجارتی نمایندګی په پیښور ، کویټه او پراچنار کی هم پرانیستل شو ،د انګلستان دنمایندګی موجوده تعمیر اویا مقر دکابل په مرکز کی موقیعت درلود ، مګر انګلیسانو په کابل کی د خپل سفارت دپاره د نوی تعمیر پلان طرح او دهغه د آبادولو په لټه کی شوی وه ، ځکه چی دهغوی موجوده تعمیر دهغه اور له کبله چی په (۱۹۲۶) کی لګیدلی وه تعمیر یی بلکل تخریب شوی وه اومخکی د تعمیر د تخریبیدو څخه انګریزانو نقشه درلود چی دسفارت په محوطه کی نوی تعمیر جوړ او سفارت ته یوڅه پراختیا ورکړی چی البته دهغه کار په (۱۹۲۴) کی پیل شوی وه او په کال (۱۹۲۷) کی دهغه کار بشپړ او بهره برداری ته چمتو شوی وه چی په همغه وخت کی دسفارت غړی نوی تعمیر ته نقل مکان شول .
دڅو اولو کلنو د پاره ددواړو هیوادونو تر مینځ مناسبات او اړیکی دسرحدی قومونو د مسایلو په اړه ښه نه وه ، د(۱۹۲۳-۱۹۲۴) کال له بحران څخه وروسته ددواړو هیوادونو تر مینځ د ښه مناسباتو اړیکی له سره پیل شو ، اوامان الله خان په پوره پاملرنی او ملاحظاتو سره د بریتانیا په اړه ځان له هر ډول شک او بدګمانی څخه ساتل هغه په دی لټه کی وه چی د فر انسس همپری مشوری او مصلحتونه تر یو ممکن حده پوری تر لاسه کړی ، هغه دترکیی اود ایران دمعاصر مثالانو په نظر کی نیولو سره غوښتل چی د خپل زمامداری په موده کی ځنی اصلاحی ریفورمونه په افغانستان کی پلی کړی ، امان الله خان د خپل اصلاحی پروګرامونو دپلی کولو د پاره پرته د شوروی او د بریتانیا د ماهران او کار پوهانو څخه د نورو هیوادونو د ماهرانو د راغوښتلو په لټه کی شو ، نو په دی بنیاد هغه یو شمیر ښوونکی ، داکتران ، سیانس پوهان ، انجینران او نور له فرانسی ، جرمنی او ایتالیا څخه د خپل حکومت په لمړیو وختونو کی افغانستان ته را وبلل .
دامان الله خان سفر اروپا ته ډیر بریالی سفر وه او هغه وکولای شو چی خپل هیواد نړی ته وروپیژنی ،او هم کله چی هغه له اروپا څخه بیرته وطن ته ستون شو د خپل اصلاحی ریفورمونو په پلی کولو کی زیات بیړه وکړ ، دهغه دهیواد مالی وضع نا کافی وه ، اودریفورمونو دپلی کولو لګښت نه پوره کول اود بلی خوا دهیواد په ادارو کی فساد موجود اود هغه اردو ضعیف اود پوره مهارت خاوند نه وه ، ددی ټولو نمګړتیاو سره هغه په بیړه سره ښځوته آزادی ورکړ او دښځود مخ لوڅی په فرمان ورکولو سره د ټولنی ټول نهادونه او خلک را وپاریدل اود اروپا دسفرڅخه څه کم شپږ میاشتی وروسته له قدرته ګوښه شو ،او په هیواد کی داخلی جګړه پیل شو .
دوام لری



لنډیز – له کورنی جګړی څخه تر د ظاهرشاه پاچاهی پوری

دافغانستان د معاصر تاریخ په دوام ( شپږمه برخه)

دامان الله خان له ګوښه کیدو نه وروسته سقاو زوی حبیب الله په قدرت ورسید اوتر نهو میاشتو پوری په کابل او د هیواد یوشمیر سیمو یی خپله قبضه کړې وه .هغه د امان الله خان ټول اصلاحی پروګرامونه ودرول، د ، دهند دولت تعهد سپارلی وه چی د افغانستان په داخلی چارو کی به لاس وهنه نه کوی ، هغه دیو ناظر اوکتنوکی په ډول دافغانستان وضع او حالات له یو اړخ کتل اوهم دشوری اتحاد چلند ته چی ایا د افغانستان په اړه څه ډول سیاست مخ ته بیایی ؟ ایا شوروی اتحاد بیطرفه پاتی کیږی او یا داچی ددی په لټه کی دی چی دافغان خلکو یوالی اعاده ، یو مقتدر دولت جوړ او خپل اړیکی د نوموړی دولت سره تامین کړی .په ډیر جدیت سره کتل . د حبیب الله دولت او پاچاهی نظر ودی ته چی هغه چندان مشهور سړی نه وه له مینځه لاړه او نسکور شو

بریتانیا لمړنی هیواد وه چی په (۱۹۲۰ ) کی د نادر شاه رژیم په رسمیت وپیژندل . او په بل کال کی دهندوستان حکومت د نادر شاه درژیم سره په پټه دتحفی په ډول دپیسو ، سلاح اود مهماتو مرسته وکړ ترڅو چی نادرشاه وتوانیږی دهغه مشهور یاغي چې حبیب الله نومیده اود سقاو د زوی په نامه مشهور ؤ، پلویان ارام اوچپ کړی،اودهیوادداخلی وضع نورمال حالت ته واوړوی دبریتانیا دولت دافغانستان دننه اوبیرونی حالات په ډیر دقت سره څارل اوډیر زیات دشوروی خواته پاملرنی اړولی وه و چی شوروی دولت دافغانستان په اړین څه ډول چلند کوی ، نو په دی بنیاد دانګلیس دولت دافغانستان په هکله له هر ډول ښکاره کړنی څخه کوم چی دشوروی اتحاد د لاس وهنی او افغانستان سره د هغه دولت د نژدی والی سبب وګرځی په کلکه سره ډډه کول ، بریتانیا دهغه کمکی پیسی د مضره پروپاګندیو له امله کوم چی نادرشاه ته په نقده ډول ورکړی وه ، سره دمحدودیتونو په نظر کی نیولو سره بیا هم دنادر شاه د رژیم سره علاوه له پیسو ،نظامی ، طبی ، تعلیمی اوعلمی مرستی او هر څومره چی یی په وسه کی وه بیدریغ مرستی وکړ . په هیواد کی نادر شاهی رژیم په دی هڅه اواند کی وه چی سوله اعاده کړی اونارامی ته دپای ټکی کیږدی ، نادرشاه او هاشم خان دبین المللی اړیکو په نظر کی نیولو سره دبی طرفی او دخاموشی سیاست مخ ته وړل،هغوی دامان الله خان دسیاست برخلاف مذهبی کړیواوملایانوسره ښه سلوک ساتل او دسنتی او مذهبی موضوعاتو کامل رعایت کول ، دهغوی تر تسلط لاندی یو منظم اردو دلوړ تعلیم اوتربیی سره مینځ ته راغی ، علاوه داردو له جوړښته ، پولیس ، سوداګری ، مخابرات ، صنعتی موسسات اونهادونه يود بل پسی وده وکړ ، منابع وڅپړل شو ، بیرته پاتی منطقو ته نسبی پاملرنه وشو ، زده کړه او تعلیم ته خلک تشویق شو ، دغچ اخیستو او انتقام جویی مخه ونیول شو ، ددولت د پراګرامونو او پلانونود تحقق دپاره له جرمنی ، ایتالیا ، او چکوسلواکی څخه یو ډله ماهران اوکارپوهانو را وغوښتل شو ،د جاپان سره د هیواد مناسبات وده وکړ ،داسلامی هیوادو سره اړیکی ټینګ شو .
سره له هغه چی د افغانستان خلک انګلیس ته په نفرت اوکرکه کتل د انګریزانو او په ځانګړی ډول د انګلیس د وزیر مختار دوستی او ملګرتیا دشاهی کورنی سره ورځ په ورځ ښه وده کول اود هغوی ترمینځ ډیر دوستانه مناسبات تامین وه .

په (۱۹۴۱) دبحران په موده کی دافغانستان دخلکو سره ملت پالنه اوملی ګرایی وده وکړچی دهمدی دلیل پربنیاد انګلیس تصمیم ونیول کوم چی په کابل کی د انګلیس نماینده Sir Kerr Frazer Tytlerچی وه هغه تعویض اودهغه پرځای بل دیپلومات ولیږی ، اود نوموړی دتبدیلی په اړین باید هیڅ اشاعه اویا اعلامیه کوم چی دانګلستان د پالیسی په ارتباط افغانانو ته کومه بدګمانی پیدا نشی تری ډډه وشی ، اودهغه دتبدیلی سبب او استدلال دا وه چی نوموړی د افغان پر استدلال باندی اتکا کول اود بریتانوی هند په ساحه کی دګڼ شمیر افغانی نفوس میشته خلکو افغان اوپرافغانستان پوری مربوط ګڼل .په هرصورت د (۱۹۴۰) کال په پای کی افغانستان کی یو څه ټیکاو رامینځته شو ، او په تتدریجی بڼه سره د مدرنی نړی په طرف خپل لمړنی قد مونه را وچت کړ،دافغانستان او د بریتانیا تر مینځ اړیکی دهندوستان او پاکستان په آزادی اود باندنی وزارت ته د مسولیت په لیږلو سره ډیر ژور بدلون وموند . لنډیز: دهندوستان له استقلال تردپاکستان مینځ ته راتلو (۱۹۴۷) اود شاهی رژیم ترنسکوریدو (۱۹۷۳) پوری



افغانستان د پاکستان دافغانی میشته نفوس پرقلمرو باندی دخپل خاوری پوری تړلی ساحی باندی خپل ادعا له سره تازه کړاوپه ملګرو ملتو کی دپاکستان دعضویت اوشاملیدوپه اړه خپل مخالفت څرګند کړ،د انګلستان نمایندګی په کابل کی سفارت ته لوړشواودبریتانیا لمړنی سفیر(۱۹۴۸) په نامه مقرراوکابل ته ولیږل شو ، ددی نوی

سناریو Ely E- Palmer

په نظرکی نیولو سره افغانستان په نړی کی دیو مستقل بیرق لرونکی دولت په حیث وپیژندل شواود شوراداومی دوری انتخابات په افغانستان کی په کال (۱۹۴۹) ترسره شو،اودهغه په ترڅ کی د هندبریتانوی ټول مخکینی تړنونه او قراردادونه چی په [ ۱۸۹۳-۱۹۰۵-۱۹۱۹-۱۹۲۱ ] او (۱۹۳۰) کی لاس لیک شوی وه له یوسر باطل او ملغی اعلان شو ، اوله بل طرفه دبد ګمانی او دښمنی تیره دوره دپاکستان دی مسلمان دولت په رازیږیدو له مینځه لاړ اود هند او دپاکستان تر مینځ په کال (۱۹۵۰) کی دسولی اوددوستی تړون لاس لیک شو .

د ظاهرشاه دوم تره شاه محمود خان د افغانستان د لمړی وزیر په حیث د کابینی په جوړولو موظف شو ، اونوی لمړی وزیر د خپل ورور لمړی وزیر هاشم خان هغه سخت دریز اوله کړاونونه ډک بی رحمه پالیسی په یو معتدل او ملایم پالیسی بدل کړ اودهغه ددوری له لاسته راوړونو څخه په شاهی رژیم کی یو هم د شورا مینځ ته راوړل وه چی له اعتبار اویو له مستقل تصمیم نیونکی نهاد څخه په حساب راتلل . سردار محمد داود خان د ظاهر شاه د کاکا ځوی چی یو له ډیر سخت ،جذری ریفورمیست ، مجدد پسند اود پښتونستان دداعی یو له کلک پلویانو څخه وه په (۱۹۵۳) کی دا بریالیتوب تر لاسه کړ چی د افغانستان دلمړی وزیر څوکی ته ورسیږی او خپل کابینه جوړ کړی ، داودخان د افغانستان دنوی کیدودهدف په لرلو سره ډیر بنسټیژ زیربنای پلانونه جوړ او دهغه په پلی کولو کی پوره هڅه او اند تر سره کړ او خپل نژدی اړیکی د خپل پلانونود سرته رسولو او د تحقق دپاره شوری اتحاد سره ټینګ کړ ، نظامی او ملکی افغانی ګڼ شمیر ځوانان د لوړو تحصیلات دپاره شوری اتحادته ولیږل اوپه دی لټه کی شوچی دپاکستان غربی پلو هیوادونو پاملرنی په مخامخ ډول افغانستان خواته را واړوی په هر صورت شوروی اتحاد د پښتونستان دداعی په اړه زړه نازړه سیاست غوره کړی وه او دیو پوره ملاتړ په بڼه ډګر ته را ونه وتل ، په هر صورت په کال (۱۹۶۳) پر داود خان باندی فشار واچول شو چی له خپل سمت اومقام څخه استعفا ورکړی ،اودهغه له ګوښه کیدو څخه وروسته په (۱۹۶۴) کی د افغانستان دپاره نوی اساسي قانون جوړ شو چی هغه دوره ددموکراسی د لسیزی په نامه ونومول شو چی په همدی دوره کی پنځه لمړی وزیران یوبل پسي به بریالیتوب سره خپل دندی تر سره کړ . په (۱۹۶۵) کی د خلق دموکراتیک ګوند جوړ اود مبارزی دپاره میدان ته راووتل ، چی متعاقباً په (۱۹۷۸) کی کودتا وکړ ،دځنو سیاسی کړیو په نظر د ظاهرشاه دوره دسولی اود هوساینی دوره یاد شوی دی . لنډیز: له جمهوری رژیم څخه تر کمونیستی حاکمیته (۱۹۷۳-۱۹۹۲) پوری

  
ددموکراسی لسیزه ونه توانیده چی د افغانستان اقتصادی وضعی ته سمون ورکړی ، نو په دی بنیاد داود خان په (۱۹۷۳) کی په بریالیتوب سره بی له خونریزی کودتا وکړ ، شاهی رژیم یی را نسکور کړ ادهغه په عوض جمهوری نظام را مینځته کړ ، داود خان وروسته دجمهوری رژیم د مینځ ته راتلو څخه په لمړی سرکی پخپل مخکینی متحد یعنی شوروی اتحاد باند تکیه ولګول ، په پاکستان کی پښتانه او بلوچان را وپارول چی خپل حق او خودارادیت تر لاسه کړی ، نو په دی بنیاد دپښتنو او د بلوڅو ملکی اونظامی جنګیالیوته دافغانستان په دننه کی کمپونه جوړ کړ اود هغو کوربه شو ، لاکن وروسته داودخان خپل پالیسی او کړنلاری ته تغیر ورکړ دایران ، سعودی او دغرب سره خپل مناسبات ټینګ کړ اود پاکستان دولت سره هغه خنډونه او د بد بینی دیوالونه ټول ونړول اوددوستی اود ښه ګاونډیتوب لاس وروږد کړ چی دهمدی پالیسی په پر اساس دهغه دحکومت په د ننه د ملګرو او کارمندان د حیرانتیا سبب شو او د هغه ددی پالسی پر ضد داخلی مبارزه پیل اودهغه دکارمندانو دبی میلی اود کینی اوبی ثباتی سبب شو.اودهغه دخودخواهی پلانونه دعمل جامه وا نه غوند اود هغه درژیم په دننه کی نزاع او بی اتفاقی رامینځ ته شو ، کله چی داود خان دشوروی اتحاد ناتوانی د خپل لوی پلانونو د نه تطبیق اود شوروی اتحاد له خوا د نه منلو موضوع احساس وکړبی له کوم سازش په بیړه سره خپل اړیکی د نړی د ساړه جنګ بل اړخ سره ټینګ کړ چی دهغه په نتیجه کی د شوروی اتحاد او دهیواد په دننه کی د شوروی اتحاد متحدین را وپارول چی دهمدی دلیل پر بنیاد دخلک دیموکراتیک ګوند چی تر دی د مه دخلق اود پرچم په دستو ویشل شوی وه له سره متحد شو اود اپریل (۱۹۷۸) کی خونړی کودتا وکړ داود خان اود هغه کورنی اوورسره ملګری یی له یوسره ووژل ،دخلق ددموکراتیک ګوند داپریل (۱۹۷۸) دکودتا مشری دخلق د جناح په سرکردګی تر سره شو چی دافغانستان دتاریخ یو له خونړی پیښو څخه شمیرل کیږی ، دخلقیانو ډله دنورمحمد تره کی اود حفیظ الله امین تر رهبری اومشری واک تر لاسه کړ او په ډیر افراطی ډول سره دسوسیالیزم دنظام د پلی کول دپاره دډیرو ناپوهو اوبی خردو او بی رحمو انسانانو په اتکا باند مټی ونغړول اونه یواځی دخپل متحدین یعنی پرچمیانو سره خپل ایتلاف اوملګرتیا وشلول بلکه دخپل ناروا پالیسی په درلودلو سره دافغانی سنتی ټولنی کرکه هم راوپارول ، دشوروی اتحاد اود هغه سره د نور سوسیالستی متحد هیوادونه نفوذ زیات او دافغانستان اړیکی دغربی او ګاونډی هیوادونو سره وشلیدل چی دا پخپله ډیر یو لوی ټکان وه چی د افغانستان په برخه شو .
دپرچمیان په راوتلو سره له ګوند اوله دولتی او ګوندی مقاماتو دولت او ګوند دلوړ پوړی خلقیانو دناسم فعالیتونو په رڼا کی ویجاړ اودرهم وبرهم شوهمغسی چی نورمحمد تره کی د حفیظ الله امین په مټ اوزور درهبری ترمقام رسیدلی وه د همغه امین په واسطه سره له رهبری ګوښه ، امین خپله دهغه په ځای کی کیناست او په پای کی تره کی اعدام اوووژل شو. امین وروسته له هغه دتره کی دملګروکوم چی زياتره یی له ولایاتو اوله لری ځایو څخه راغلی وه د ځنی شمیر پرچمیانو سره په ګډه کلا بند او محاصره شو ، هغه په ډیر سختی او ناامیدی سره غوښتل چی موضوع د پاکستان سره طرح کړی مګر دهغی د انقلابی حکومت ډیرخطرناکی شیبي او لمحی وه اوخپل هدف ته ونه رسید .
دهیواد نورمال ټیکاو له خپل مدار څخه ووت نارام او په دښمنی اوبی اتفاقی او ناقراری واغوښت ،شوروی اتحاد ددسمبر په میاشت کال (۱۹۷۹) کی پر افغانستان یرغل وکړ اود تره کی دپلویانو په کمک سره د دولت واک د پرچمیانو د رهبر په لاس کی ولوید ، دشوروی اتحاد په تجاوز سره دامریکی ددولت په مرسته خلک را وپارول شو یعنی خلک تحریک شو اودا تحریکات ز یاتر دمهاجرو افغانانوپه کمپونو کی خصوصاً دپاکستان دافغانی مهاجرینو په کمپونو کی زیات لمن ووهل شو اودشوروی اتحاد چوپړ ډول حکومت دببرک کارمل ډیر زیات خنډونه او ستونزو سره مخامخ شو.
په (۱۹۸۵) کی کله چی ګرباچوف دولتی اوګوندی واک په شوروی اتحاد کی تر لاس کړ ، دخپل پروسترویکا اوګلاسنوست دپروګرام په رڼا کی خپل پاملرنه دافغانستان موضوع ته واړول کوم چی د شوروی اتحاد نظامی قوتونه په افغانستان کی په هغه جګړه چی دمجاهیدینو ، غربی نړی او د اسلامی هیوادونو دقوتو (مادی، معنوی ،نظامی )سره بخت اودرګیر وه اود جنګ ګټل اوبایلل هم معلوم نه وه و وغوښتل چی خپل نظامی قوتونه له افغانستان څخه اوباسي ، نو ددی ستونزو او دلایلوپه اړین ضرور وه چی باید دهیواد په وضع کی تغیرات راشی .
داکتر نجیب الله په(۱۹۸۶) کی دهیواد واک تر لاسه کړ اوببرک کارمل ګوښه شو ،اودهیواد سیاسی وضع بدلون وموند اوهغه داچی دوکتور نجیب ا لله د مصالحی پروګرام ټول درګیر خواو ته اعلان وکړ اود جینوا دتړون په اساس د شوروی اتحاد نظامی قطعات په (۱۹۸۹) کی له افغانستان څخه ووتل ،اووروسته له هغه مجاهیدینو دپاکستان ددولت سره دهراړخیز کمک او مرستی سره ونشوکړی چی د نجیب الله ته ماتی ورکړی اویا دهغه دولت را نسکور کړی ، مګر دحزب په دننه کی تاواوتریخوالی او مخالفتونه دنجیب الله په مقابل کی توده شو اودبلی خوا څخه دشوروی اتحاد په پالیسی کی دافغانستان په اړه داسی بدلون راغی چی دنجیب الله دحکومت په رانسکورولو کی پوره ونډه واخیست ، نو په دی بنیاد دافغانستان دولت داپریل په میاشت (۱۹۹۲) کی سقوط وکړ . دوام لری



لنډیز :له مجاهیدینوترطالبان اوبیا ترحامد(کرزی)

پوری [۱۹۹۲-۲۰۰۸ ]
دمجاهدینو لنډ مهاله حکومت د صبغت الله مجددی په رهبری ددوو میاشتو دپاره په کابل کی واک تر لاسه کړ او وروسته له هغه برهان الدین ربانی دمخکینی پریکړی پربنیاد باید دڅلورو میاشتو دپاره دنوموړی حکومت په راس کی پاتی شوی وای ، مګر هغه له خپل مقام څخه تیر نشو او د انتخاباتو دپاره لاره
هواره نکړ ، اوله ټولو مخکینیو پریکړوڅخه کوم چی دهغوی تر مینځ شوی وه سرغړونه وکړ ، نو په دی موده کی منطقوی جنګیالی (جګړه ماران) دباند نیو په مرسته د سلاح دقاچاقبرانو اود مخدره موادو دمافیا په ملا تړ اوکمک سره دهیواد پر ډیرو برخوخپل تسلط ټینګ کړ ، او ربانی تر څلورو کلنو پوری خپل مقام کی پاتی شو، دهیواد په دننه کی دژوند ټول اړخونه په ټپه ودریدل او اقتصادی سکتور بلکل له مینځه لاړ او نابود شو ، دمجاهید ینودمختلفو تنظیمونو او ډلوترمینځ دهیواد دمرکز(کابل) دنیولو پر سر خپل مینځی جګړی شروع شو ، اود هیواد په هر ګوټ او څنډه کی بی نظمی او انرشیزم خپل لمن وغځول ، د ملیشو رهبران او ځایی سیمیزجنګ سالاران دترافیک اود موادو دانتقالاتو لوی لاری ونیول په شمول د سړی تښتونی په زوره د انتقالاتو څخه حق العبور تر لاسه کول چی حتا د ملګرو ملتونو د مرستی خوراکی ټوکی هم ددوی له چنګه په امان نه پاتی کیدل د طالبانو په راتلو اود واک د تر لاسه کولو څخه وروسته اود قدرت د مرکزی کید و پر بنیاد حالات بیرته له سره اعاده شو ، ګرچه طالبانو د حکومت کولو لیاقت او مهارت نه درلودل ، هغوی دهیواد چاری په وچ او بی بندبار اوامرو اوبرخورد چی داسلامی داحکامواومفاهیمو سره چندان یورنګی نه درلود په تحکم سره مخ ته وړل ، دهغوی رهبری د اداری شعباتو په راس کی بیغیر د امنیت د شعبی او د قانون په چارو کی ځنی محدود خلک د امرانو اود مسولیینو اومشرانو په صفت وټاکل خدماتی عمده څانګی لکه داوبو زیرمی،حفظ الصحه اوروغتیایی اودخوراکی ټوکی چاری دمرسته رسونکی نهادونو او سازمانونو په مرسته سره تر سره کیدل، یواځنی اقتصادی پروژه چی دطالبانوله خواسره دخارجی پانګوالودزیات هڅی او اند دپاملرنی وړونه ګرځیدل هغه دګاز دپایپ لین پروژه وه چی دهغه دجوړلو اوسمبالولو ته هیڅ اقدام ونشو ، اودا هغه پروژه وه چی په کال (۱۹۹۰) امریکا د خپل سعودی کانترپارت سره غوښتل چی د ګاز دپیپ لین پروژه جوړ اودافغانستان له مینځ څخه دهغه پایپ لینونه تیر کړی ،چی دهغی په بشپړیدوسره هم دولت ته ګټی ورسیږی اوهم د پایپ لینونو د ساتنی له درکه ګڼ شمیرخلک په کار بخت شی او له همدی درکه څه پیسی هم تر لاسه کړی ، اوبله داچی ددی پروژی په اکمال سره به طلبان خپل مخالفین په شمال کی د ماتی سره مخامخ کړی ، په هر صورت په دی پروژی باندی خارجی پانګی اچونه اوهم د طالبانو دنا اګاهانه اجرایوی ضمانت په نطرکی نیولو سره نوموړی پروژه که له یوی خوا په یو سیاسی موضوع بدله شو نو دبلی خوا څخه پر هغه باندی پانګه اچونه هم بی له خطره نه وه اوپه اصطلاح سره غټ زړه غوښتل چی پانګه واچول شی اویا نه ؟ .
طالبانو دخپل اجراتو په موده کی افغانستان یی دتروریزم په ګرم بستر اود نړی د ټول افراطی مسلمانانوپه یو خوندی او په امن ځای او پناهګاه واړول چی دوی له همدی ځای څخه خپل جهاد دمتمد نی نړی په ضد اعلان اود هغه دپلی کولو دپاره ځان آماده او چمتو کړی ، کله چی د ۹/۱۱ یرغل د نیویارک په تجارتی برجونه او د پنتاګون پر ماڼی باندی کوم چی دهغه په نتیجه کی (۳۰۰۰) امریکایان خپل ژوند دلاسه ورکړ صورت وموند ، وروسته له هغه داسی زمینه برابره شو چی د ملګرو ملتونو د توافق نامی اود اصولو سره دطالبانو دمنفور دولت درا پرځولو اونسکورولو دپاره یو ګډ ایتلاف جوړ او د ګذار او عمل دپاره چمتوشو او په (۲۰۰۱) د نومبر په میاشت کی طالبان له واک ګوښه او دطالبانو پرځای نوی مسولین دهیواد واک تر لاس کړ چی دهغوی عمده هدفونه دامنیت تامینول اود وطن بیا رغونه وه ، نوپه همدی بنیاد دبن د توافق نامی له مخی چی په کال (۲۰۰۱) ددسمبر په میاشت ترسره شو حامد کرزی د موقت حکومت دریس اویا دمشر په صفت وټاکل شو اوموقت حکومت وروسته دلوی جرګی له دایریدو اویا غونډی څخه چی په کال (۲۰۰۲) دجون په میاشت کی غونډه وکړ حامد کرزی یی بیا د انتقالی دولت به راس کی وتاکل ، همدارنګه دبن دغونډی دکړنلاری په پیروی دنوی اساسی قانون تر جوړیدو پوری چی نوموړی غونډه دهغه دجوړلو اود لوی جرګی د رابللو نټه ټاکلی دی نو تر هغه وخته پوری د( ۱۹۶۴) کال اساسی قانون دهیواد دیورسمی سند په توګه باید ومنل شی او د هغه د مندرجاتو په پیروی سره کارونه تر سره شی ، بناً دبن دغونډی او دهغه د مهال ویش په نظر کی نیولو سره [ عمومی انتخابات باید په ۲۰۰۴ کی صورت ومومی ، د نوی اساسی قانون مسوده د نظرخواهی دپاره بایدچمتوشی ، د لویه جرګی درابللو دپاره باید کارونه اواماده ګی دد سمبر (۲۰۰۳) له میاشتی پیل اودجنوری تر څلورمه (۲۰۰۴) پوری بشپړ شی ] غونډه خپل پریکړی تصویب کړ ،نوی اساسی قانون دنوی جمهور ریس(ښاغلی اویا اغلی سره ددوه مرستتیالیانو) دټاکلو اود شورا دتشکیلولوکوم چی داولیسی اود مشرانو له جرګو څخه عبارت دی لاری باید هواره کړی ، داولیسی جرګی غړی دخلکو له خوا په آزادانه اومنصفانه ډول باید وټاکل شی ، اما دمشرانو دجرګی غړی په لاندی ډول سره باید وټاکل اویا ونومول شی :

دهر ولایت شورا باید یو غړی د څلورو کلنو دپاره وټاکی ، او د هر ولایت فرعی شورا باید یوغړی ددری کالو دپاره دخپل وکیل په حیث وټاکی،منتخب جمهور ریس د مشرانو دجرګی ۱/۳برخه دهیواد له متجربو ،پوهو او له هغو خلکو څخه کوم چی په ټولنه کی لرونکی دخاص موقف اومقام وی (په شمول ددوه استاذی دمعایبینو اودوه استاذی د کوچیانو دپاره ) باید دپنځه کالو مودی دپاره ونوموی چی ددی نومول شوی استاذی ۵۰٪ باید چی ښځی وی په هرصورت هغه اداره چی په بن کی د اهدافو د سرته رسولو مسولیت پرغاړه اخیستی وه ونشو کړی چی د افغانستان د بیچاره او مظلوم اولس غوښتنو ته ځواب ووایی ، هغه اداره چی دحامد کرزی تر مشری جوړ اویا دشورا هغه غړی چی دخلکو له خوا انتخاب او په کار پیل وکړ دهغه قوتونو د لاتقویه کیدو سبب شو کوم چی خلکو د هغو په مقابل کی د همغه طالبانو له سختګیر حکومت څخه ملا تړ اوپیشتبانی کول ،اودبلی خوا څخه همدغه اداری نوی په قدرت رسیدلو خلک د حامد کرزی په مخالفت کی سره یو شو او حامد کرزی په نتیجه کی ددوومخالفو قوتونوترمینځ په سندویچ باندی بدل اود ستونزی سره مخامخ شو ،دکرزی تر اداری لاندی دمخدره موادو ترافیک ، قاچاق ، اواداری فساد دبین المللی حلقو ا ود افغانانو د نیوکی زمینه برابره کړ ، مګر د امریکی په مرسته سره هغه تر یو حده پوری هغه څه لاس ته راوړنه تر لاسه کړ ، مګر په دی وختونو کی امریکایان هم د هغه په کړونو اودهغه د توانایی په اړین چی هغه څنګه دهیوادچاری تنظیموی شکمن شوی اودهغه دالترنتیف دټاکلو هڅی پسی روان دی . پای
د افغانستان دمعاصر تاریخ په دوام (اومه برخه) : سرچینی : دانترنیت له ویب سایت څخه .( بریټش لایبراری) ژباړونکی : دوکتور سیدحسام (مل)
د هغو څيړنو پر بنسټ چي د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي تر سره شوي ، د دي هيواد د لرغونې تاريخ جرړی يې ډيري وړاندي او پخوانۍ ښودلې دي . لويس دوپرې * امريکايې څيړونکې د غزنی په ناور دښت کي څيړني او سپړني تر سره کړې چي په نتيجه کي يي داسي ډبريني وسلي او الات تر لاسه کړل چي د انساني ټولنو له خوا کارول شوې وه ، د دې اثارو تقريبي تاريخ د يو سل او پنځوس زره کاله څخه تر سل زره کاله پخوانۍ زمانې ښودل سوېدۍ په اق کپروک ، هزارسم ،قره کمر او يو شمير نورو لرغونو سيمو کي داسې نښانې او اثار تر لاسه شوې چي لر غونتوب يې د څلويښت زره کاله څخه بيا تر پنځه ويشت زره کاله پوري پخوانيو زمانو ته رسيږي ، په بدخشان کي امريکايې لرغونپوه کارلتون س کاون * تر مشرۍ لاندي د کور درې په نوم يوه لرغونې مغاره وسپړل شوه چی د لرغونو انسانانو د فوسيلونو تر څنګ داسې وسايل او الات هم په لاس راغلل چي دټولنيز ژوندانه تر څنک يې د هغه ټولنو معتقيدات او دينې کړه وړه هم برملا کړل . چي تاريخ يې تر ميبلاد 8000 اته زره کاله پخوا زمانو ته رسيږي .
هغه سند چي د افغانستان پنځه زره کلن روښانه تاريخ ويناثابته وې ، د کند هار ښار شمال لويديځ لورې ته پرته يوه لر غونې غونډۍ ده چي د منډيګک په نوم ياديږي د ا لرغونې غونډۍ د فرانسوي لر غونپوهانو له خوا چي مشري يې د مسيو کزل * په غاړه وه د 1951 ميلاديکال څخه بيا تر 1957 ميلادي کال پوري وسپړل شوه . د دي لر غونې غونډۍ د په لاس را غلو اثارو څخه په ډاګه شوه چي د منډيګک د سيمي پخوانيو اوسيدونکو خپل کلتور د مدنيت لوړو پوړيو ته رسولې وو . په دې سيمه کي د کرهڼي منظم سيستم ، ديوه ټاکلې جمعيت يو ځای اوسيدل ، د مسي او برونجي وسا يلو څخه کار اخستنه او د لومړنيو مدنيتونو داسي نوري نښانې تر لاسه شوې چي چي لر غونتوب يې د دري زره پنځه سوه 3500 څخه بيا تر دري زره 3000 کاله پخوا تر ميلاد کالونه ټاکل شويدي .
د منډيګک له سيمي څخه څوارلس کلتوري طبقې چي هريوه يې د يوې اوږدې کلتوري دورې استازيتوب کوي ، سپړل شوې او څيړل شوي دي . د فرانسوي لرغونپوهانو هيئت ( ډا فا ) * چي مشري يې کزل کوله د منډيګک د لاندنۍ کلتوري طبقې څخه د نوي ډبري دوري يا نيولتيک* او د ميسوډبري دوري يا اينيو ليتيک* پوري اړوند وسايل او اثار تر لاسه کړل . په دې وسايلو کي د کرهڼيزو چارو وسايل ، د اوبدلو وسايل ، د ښځو په ډول جوړي شوې ډبريني مجسمې ،د اوزانو په ډول کاڼي ، د غلو دانو علايم ،خاورين لوښي چي د څرخ په وسيله جوړشوې وه ، د ميسو څخه جوړي شوې زينتي ګاڼې او پسولونه او يو زيات شمير داسي اثارچي د پر مختللې کلتور او لومړنې مدنيت ښکارندوي کوي کشف او تر لاسه شوې دي .
درې زره کاله پخوا تر ميلاد په منډيګک کي داسي ودانۍ او ابادۍ جوړي سوي چي اثار او پاته شونې يې تر اوسه په سترګو کيږي . د دي لرغوني غونډۍ په لويديځه برخه کي يوه داسي ودانۍ د لرغونپوهاتو له خوا را څرګنده شول چي د ودانۍ په وړاندنې ځاې کي د لويو ستونونو څخه جوړ شوې لوې حال يې درلود چي د دي ودانۍ د برم او جلال ښکارندويي کوي . لر غونپوهان په دي باور دي چې نوموړې ودانۍ د منډيګک د واکمنانو د اوسيدو ځاې او ادارې مرکز وو .د ودانۍ په دننه کي داسي ننوتی او راوتی برخې څرګندي شوې چي د ودانيزو چارو د انجنرانو په عقيده نوموړې ځايونه د ودانۍ د ښکلا او ښايست په نيت جوړشوې دي . د دې تر څنګ د منډيګک د ودانيو پر شا او خوا د يوه داسي لوړ ديوال يا حصار نښانې هم څرګندي شوې چي د ښار څخه د دفاع په وخت کي به ورڅخه کار اخستل شوې وې .
د منډيګک د لر غونې غونډۍ څخه څوارلس کلتوري طبقې په لاس راغلی چي هره يوه يې د يوه بيل پير او بيل پر مختيايې حالت ښکارندويې کوي ، چي په دي لنډه مقاله کي د ټولو لاسته راوړنو يادونه ممکن کار نه دۍ ، خو د ا اړينه ده څو و ويل شې چي د منډيګک دتمدن بر خه ليک څه شو ؟ دې پوښتني ته ځواب ستونزمن بريښي خو د لرغونپوهانو تلاښ او هڅو څه ناڅه د حل لاره په ډاګه کړې ، ولې بايد څرګنده شې چي لا تر اوسه د لر غونپوهانو تر منځ يوه پريکړې پايله نه ده تر لاسه شوې ، هغه څه چي څرګند دي هغه د څيړنکو تر منخ د دوو بنسټيزو عواملو يادونه ده . يو شمير لرغونپوهان په دي باور دي چي د منډيګک اوسيدونکو د يوه پراخ يرغل په نتيجه کي د خپلې سيمي دفاع ونه شوه کړاې چي پايله يې د منډيګک ښار تخليه کيدل وه او نوو ير غل کونکو د منډيګک د اوسيدونکو ټاټوبي وسوځول او په پاي کي يوه پريښودل شوې سيمه وګرځيدل . دا ډله لرغونپوهان د دې وينا د ثبوت او ثقم لپاره د منځنۍ اسيا هغو ټوليزو او جګړه ايزو خوځښتونو ته پام اړوي چي د 3000 کاله پخوا څخه تر 2500 کاله پخوا تر ميلاد په سيمه کي جاري وه .
يو شمير پوهان په دې باور دي چي د منډيګک پخواني ميشتو ټولنو د يوه طبعي نادود له امله د خپلو سيمي پريښودلو ته اړ شويدې ، دا شمير څيړونکي پر هغو څيړنو تکيه کوې چي د هلمند دسيند په اړه د جيولوجستانو له لوري تر سره شويدې . د جيولوجستانو له نظره د هلمند سيند د يخچالې سيندونو په لړ کي شميرل کيږي . او د يخچالې سيندونو يوه مميېزه داده چي د زمانې په تيريدو سره خپل بستر او د بهيدو ځای کښته کوي او له ځان سره وړي . په دي تر تيب 3000 دري زره کاله څخه تر 2500 کاله وړاندي تر ميلاد د هلمند سيند بستر کښته شوی او نور د منډيګک اوسيدونکو دا توان نه درلود چي د خپلې ابادۍ لپاره د کښت او کرهڼې اړتياوې د هلمند سيند څخه پوره کړې . د دي شمير پوهانو په اند همدا عامل وو چي د منډيګک سيمه پريښودل شوه .
په هر صورت د منډيګک له لرغوني سيمي څخه په لاس راغلې اثار چي د بيلا بيلو کورنيو او بهرنيو پوهانو او څيړونکو په وسيله مطالعه شوې ، دايې څر ګنده کړې چي د افغانستان لومړنۍ څرګند مدنيت له منډيګک څخه پيل کيږي ، چي زموږ د ګران هيواد د لرغونې تاريخ د لومړي باب سر ليک ګڼل کيږي . د منډيګک څخه په لاس راعلې اثار په پرله پسي توګه د افغانستان ملې موزيم ته د رسمې پرو تو کولونو په بڼه ورکول کيدل چی له بده مرغه د افغانستان د نورو وياړنو تر څنګ د ملې موزيم څخه د منډيګک لرغونې اثار چي زموږ د هيواد د پنځه زره ګلن تاربخ شاهيدان وه په 1372 لمريز کال د خپل مينځې جګړو په ترځ کي په داسي بيشرمۍ لوټ او تالان شول چي د لومړۍ سقاوۍ غلو خپل ګوته په غاښ ونيول .





No comments:

Post a Comment

Dear Readers!
Your Comments will be published soon.